کور / راپور / محکمه به نن د مشال خان په وژنه د تورونو کسانو په هکله پرېکړه وکړي

محکمه به نن د مشال خان په وژنه د تورونو کسانو په هکله پرېکړه وکړي

کېدای سي نن د پښتونخوا د هريپور د ترهګرۍ ضد محکمه د مشال خان د دوسيې په هکله پرېکړه واوروي.

له هریپور زندان بهر ډېر خلګ را ټول سوي او د محکمې د پرېکړي په انتظار دي.

په سیمه کې پوليسو او پوځيانو امنیتي تدابیر نيولي دي.

د پښتونخوا مردان ولسوالۍ کي د عبدالولي خان پوهنتون زدکونکی مشال خان د ۲۰۱۷ کال د اپرېل پر ۱۷ د د ياد پوهنتون ځینې زدکوونکو دین ته د سپکاوي په تور مشال خان وواژه.

پولیسو او استخباراتي ادارو له پلټنو وروسته وویل، چې مشال خان دین ته د سپکاوي کومه خبره نه وه کړې.

د نوموړي د وژنې په تور ۷۵ کسان نیول سوي چې ډېری یې د عبدالولي خان پوهنتون زدکونکي دی.