کور / راپور / کندهار والي د خبریالانو سره د هغوی پر ستونزو خبري وکړې

کندهار والي د خبریالانو سره د هغوی پر ستونزو خبري وکړې

 نن د پنجشنبې په ورځ کندهار والی تورن جنرال زلمي ويسا پر داسي مهال د يو شمېر خبریالانو سره وليدل چي د جمهور رئيس مرستيال وياند دواخان مینه پال هم حضور درلود.

په ياده لیدنه کي لومړی په کندهار کي د نۍ يا په افغانستان کي د خپلواکو رسنيو څخه د ملاتړ ادارې مشر سمیع غیرتمل، د کندهار پریس کلب مشر جاوید احمد تنویر او د ازادو خبريالانو د مرکز مشر احمد لودین خبري وکړې او د خبريالانو په وړاندي د سته ستونزو يادونه يې وکړه.

هغوی د يو شمېر نورو ستونزو تر څنګ د ځينو دولتي ادارو له لوري د معلوماتو پر وخت نه ورکول خپل په وړاندي جدي ستونزه وبلل او د کندهار والي څخه يې د حل غوښتنه وکړه.

خبریالانو همدراز په کندهار کي د کلید راډيو د پخواني مسئول احمدالله څرګند د نيولو په اړه هم د معلوماتو غوښتنه وکړه.

وروسته کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا د خبريالانو څخه مننه وکړه چي همېشه يې د ولس ږغ تر حکومت او د حکومت غوښتنې يې تر ولس پوري رسولي دي.

ښاغلي ويسا خبریالانو د هر ډول همکارۍ ډاډ هم ورکړ او زياته يې کړه چي د نورو ستونزو تر څنګ به يې معلوماتو ته پر وخت د نه لاسرسي ستونزه هم حل کړي.

کندهار والي همداراز په دغه ولایت کي د کلید راډيو د پخواني مسئول احمدالله څرګند د دوسيې په اړه وويل چي نومړي د ترهګرو سره اړیکي لرلې او په دفتر کي يې د چاودېدونکو توکو څخه ډګ هغه مایک هم موندل سوی چي غوښتل يې په کندهار کي د لوړپوړو حکومتي چارواکو سره د مرکې پرمهال انفجار ورکړي.

هغه وويل، د احمدالله څرګند څخه اوس هم تحقیقات جریان لري او تر بشپړېدو وروسته به يې معلومات د رسنيو سره شريک کړي.

په ياده ليدنه کي د جمهور رئيس مرستيال وياند دواخان مينه پال هم په خپلو خبرو کي له خبریالانو وغوښتل چي د خبر په جوړولو کي تر سرعت، دقت ته ډېر پام وکړي.

ښاغلي مينه پال هم خبریالانو ته ډاډ ورکړ چي د ستونزو په هوارولو کي به يې جدي هڅي وکړي.