کور / راپور / امريکا درې نور پاکستانيان د ترهګرو نوملړ ته ور اضافه کړي دي

امريکا درې نور پاکستانيان د ترهګرو نوملړ ته ور اضافه کړي دي

امريکا درې پاکستاني وګړي د ترهګرو سره د مرستي کولو په تور د نړيوالو ترهګرو په نوملړ کي شامل کړي دي.

د اې اېف پي خبري اژانس د خبر له مخي د امريکې مالي  محکمې رحمان زېب فقير محمد، حزب الله استم خان او دلاور خان نادرخان د نړيوالو ترهګرو په نوملړ کي شامل کړي دي.

په دغو درو کسانو تور دی چې دوی د پاکستان د يوه سختدريځي ملا  شېخ امين الله سره نزدې اړيکې لرلې ، همدا راز په پاکستان او افغانستان کي د طالبانو، القاعده او  لښکرطيبه مالي ملاتړ کوي .

شېخ امين الله چي يو سختدريځی تدرسي ملا دی په  ۲۰۰۹م کال کي د نړیوالو ترهګرو په ليست کي شامل سو.پرده دا تورونه دي چي د خيبر پښتونخوا په  پېښور کي ئې د ګنج مدرسه د سختدريځو وسلوالو په روزنيز مرکز بدله کړې وه.