کور / راپور / خبريالان : د ترورستي پيښي په نوم د موندل سوي مايک جدي پلټنه دي وسي

خبريالان : د ترورستي پيښي په نوم د موندل سوي مايک جدي پلټنه دي وسي

د افغان خبريالانو خونديتوب کميټې او د کندهار د خبريالانو مرکز د کندهار له ولايتي ادارې څخه وغوښتل ، چي د ترورستي پيښي په تور د موندل سوي مايک جدي پلټنه دي وسي او د موضوع تر سپيناوي مخکي دي له څرګندونو څخه ډډه وسي .

تيره ورځ د کندهار امنيه قوماندانۍ خبر ورکړ ، چي د کندهار کليد راډيو د مسوول احمدالله څرګند په دفتر کي يې د چاوديدونکو ډک مايک نيولی او هغه پلان درلود چي د دې مايک پواسطه د کندهار پر امنيه قوماندان باندي بريد وکړي .

په دې اړه نن کندهار ميشتو خبريالانو په ولايت مقام کي د کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا او د ولمشر د مرستيال وياند دواخان مينه پال سره غونډه وکړه .

په جنوب کي د افغان خبريالانو د خونديتوب د کميټې سيمه ايز مسوول او د کندهار د خبريالانو د مرکز مشر احمد لودين وويل ، چي د دې موضوع د سپيناوي دپاره دي د خبريالانو د استازو په ګډون يو تحقيقاتي کميسيون وټاکل سي تر څو روښانه کړي چي دا موضوع څومره حقيقت لري او وروسته يي ګذارش له کميټې او خبريالانو سره شريک سي .

احمدالله څرګند درې مياشتي مخکي ملي امنيت د ترورستانو سره د تړاو په نور نيولی او اوس بندي دی .

لودين له کندهار والي او ټولي ولايتي ادارې څخه وغوښتل ، چي تر پلټنو او سپيناوي مخکي د داسي موضوعاتو بربنډيدل د رسنيو او خبريالانو په وړاندي د بې باورۍ د پيدا کيدو باعث ګرڅيدای سي ، نو هيله کوو چي په دې برخه کي د خلکو ذهنونه خراب نه سي کميټې معلوماتو د لاسرسي او په ورته نورو برخو کي د خبريالانو ستونزي بيان کړي .

وروسته په وار سره په جنوب کي د ( نی ) د ساحوي دفتر مشر سميع غيرتمل او د پريس کلب مسوول جاويدتنوير او نورو خبريالانو هم خبري وکړې او د ستونزي د هواري په برخه کي يې ولايتي ادارې څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه .

په پای کي کندهار والي د ټولو رسنيو او خبريالانو څخه مننه وکړه چي په سختو شرايطو کي دنده مخ ته بيايي او ژمنه يې وکړه چي ټول ريسان ، ولسوالان او مامورين به وپوهوي چي په قانوني چوکاټ کي هيڅ ډول معلومات پټ نه کړي .

والي د ترورستي پيښي په تور د موندل سوي مايک په اړه هم د رڼو او سپينو تحقيقاتو د کولو ژمنه هم وکړه او زياته يې کړه چي دښمن له هري ممکني لاري خپلو هدفونو ته ځان رسوي نو بايد له ډير احتياطه کار واخيستل سي .

د ولسمشر مرستيال وياند دواخان مينه پال هم ټولي غوښتني د ځان سره ياداښت کړي او د ټولو رسنيو له ادارو يې وغوښتل چي د کارکوونکو په استخدام کي له دقته کار واخلي .

مينه پال ژمنه وکړه چي ستاسو د هر ډول ستونزي دپاره به قانوني حل لاري په کار اچوي .