کور / د ډيورنډ کرښه / افغان ولسمشر: د لر پښتنو د لاريون ملاتړ کوو

افغان ولسمشر: د لر پښتنو د لاريون ملاتړ کوو

ولسمشر اشرف غني په اسلام اباد کي د پښتنو د لاريون ملاتړ وکړ.دا لاريونونه وروسته له هغه را پيل سوه چي په کراچي کي پاکستاني پوليسو يو پښتون فعال نقيب الله مسيد په ډزو وواژه.

افغان ولسمشر اشرف غني پر خپله رسمي فيسبوکپاڼه ليکلي:

په پاکستان کې د افراطیت او تروریزم پر ضد د پراخو مدني او سوله ییزو حرکتونو ملاتړ کوو. دغه تاریخي مدني حرکتونه چې اصلي هدف یې د افراطیت پر وړاندې صف بندي ده، د ارزښت له مخې د عدم تشدد دسرلاري فخر افغان خان عبدالغفار خان فلسفې سره تړاو لري.

ولسمشر همداراز پر نړیوالو او په پاکستان کي له مدني ټولنو څخه غوښتنه وکړه چې د دغه ډول حرکتونو ملاتړ وکړي.

د لاريون ګډونوال له پاکستاني رسنيو ګيله کوي چې ددوی اواز تر نورو نه رسوي او دې لاريون ته پاملرنه نه کوي. په همدې تړاو ولسمشر اشرف غني ويلي:

موږ په رسنیوغږ کوو چې د خپل سپېڅلي رسالت د عملي کولو او د بې طرفۍ اصل ته د درناوي لپاره د دغو لاریونونو رښتینی انځور نړیوالو ته وړاندې او په ځانګړې توګه د دوی د مظلومیت غږ چې د تروریزم قربانیان دی نړیوالو خصوصاً مسلمانانو ته ورسوي.

افغان ولسمشر د کابل وروستي پيښي ته په اشاره وويل:

په کابل کې له وروستیو فاجعو وروسته ما په افغانانو او خصوصاً د سیمې په وګړو غږ وکړ چې د تمدن، انسانیت، اسلامیت او همدغه راز د تروریزم او وحشت ترمنځ صفونه جلا کړي. زما په اند دغه مدني خوځښتونه په پاکستان کې زما له هغو څرګندونو وروسته یو ښه نوښت دی چې باید اخلاقي ملاتړ یې وشي.

په اسلام اباد کې د روان لاريونونو په ترڅ کې له خيبر پښتونخوا، بلوچستان، سند او نورو سيمو په زرګونو کسان په لاريون کي د ګډون لپاره تللي.

بل اړخ ته په کابل کې نن د جمعې په ورځ د اسلام اباد د لاريون په ملاتړ خلګ واټونو ته راوتلي وو او د لر اوبر يوپښتون تر شعارونو لاندي ئې د پاکستان پر ضد هم شعارونه ورکول.