کور / راپور / افغانستان او اروپايي ټولني د افغانستان د خلګو لپاره د همکارۍ او مشارکت نوی پړاو پيل کړ

افغانستان او اروپايي ټولني د افغانستان د خلګو لپاره د همکارۍ او مشارکت نوی پړاو پيل کړ

د افغانستان او اروپایي ټولنې ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک په نامه د پراختیا او مشارکت (CAPD) ګډې کمېټې لومړنۍ ناستې نن د سلواغې میاشتې په ۱۹ مه نېټه په بروکسل کې جوړې شوې.

له ګډې کمېټې مخکې، د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، او د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ/ د اروپایي کمېسیون د رئیس مرستیالې اغلې فدریکا موګرینې ترمنځ دوه اړخیزه ناسته وشوه، چې د سولې او په امنیتي مسائلو یې بحث وکړ. همدارنګه مالیې وزیر د اروپایي ټولنې د نړیوالې پراختیا او همکارۍ له کمېشنر ښاغلي نیوین ممیکا، سره وکتل چې په هغه کې د افغانستان د پراختیا لپاره د اروپایې ټولنې په مرستو، د افغانستان د اصلاحاتو اجنډا په ارزښت او د افغانستان د خلکو د ګټې لپاره د اروپایي ټولنې په ملاتړ بحث وشو.

لومړۍ ګډې کمېټې افغانستان او ارويایې ټولنې ته فرصت ورکړ، چې پرمختګ د خپلې اصلاحي اجنډا په پلي کېدو کې چې د ۲۰۱۶ کال په اکتوبر کې د افغانستان لپاره د بروکسل په جوړ شوي کنفرانس کې پرې هوکړه شوې وه، په ځانګړې ډول د سولې ملي پراختیا چوکاټ (ANPDF) او ځان بسیاینه د متقابلې حساب ورکونې(SMAF) له لارې پرې بحث وکړي.

ګډې کمیټې کې د ۲۰۱۷ کال ډسمبرمیاشتې په لومړۍ نېټه د مشارکت او پراختیا د هوکړه لیک د پیل څخه وروسته، په بشري حقوقو، د ښځو پیاوړتیا او حقونو په ګډون د جنسیت په برابرۍ، پراختیایي همکاریو، پانګونې او سوداګریزو چارو، کډوالۍ، سیمه ایزه همکارۍ او د طبیعي سرچینو او مالي خدمتونو په همکاریو بحث وشو. په دې ناسته کې یې د طبیعي منابعو او مالي خدمتونو په برخه کې په همکاریو او د افغانستان امنیتي حالاتو ته هم اشاره وکړه.

اروپایي ټولنې له دیموکراسۍ، د قانون حاکمیت، بشري حقونو، د ښې حکومتولۍ رواجولو او په اغیزمنه توګه له فساد سره د مبارزې په برخو کې له خپل پیاوړي ملاتړ څخه ډاډ ورکړ. یادې ټولنې په افغانستان کې په وخت او شفافو ټاکنو په ارزښت ټینګار وکړ. د کډوالو په چارو کې د همکاریو په پیاوړتیا د شته چوکاټ له لارې لکه راتلونکې ګډه لاره هم د پاملرنې وړ وګرځید. دواړو لوریو د بشري حقونو د مسایلو اړوند اړو خلکو ته د اغیزمنو خدمتونو په وړاندې کولو هم اشاره وکړه.

همدا شان ګډې کمېټې دوه ځانګړې ډلې (د بشري حقونو، ښه حکومتولي، او کډوالي ځانګړې کاري ډله او د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا کاري ډله) په ځانګړو موضوعاتو باندې د کار کولو د پیاوړتیا په موخه جوړې کړې.

دا ناسته د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، او د بهرنیو خدمتونو په سرویس کې د اسیا عامل – پسیفیک لپاره د اروپایې ټولنې رئیس ګونار ویګان په ګډه مشرۍ جوړه شوه د افغانستان له لوري، د ګډوالو او بېرته راستنېدونکو، ښځو چارو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او سوداګرۍ وزارتونو، ملکي هوایي چلند ادارې، د افغانستان بانک او په اروپایي ټولنه کې د افغانستان سفارت استازو ګډون کړی وو.

د یادونې وړ ده، چې د ګډې کمېټې راتلونکې ناسته به د دوه اړخیزه همکاریو تعقیبولو په موخه په  ۲۰۱۹ کال کې په کابل کې ترسره شي.