کور / د ډيورنډ کرښه / اسلام اباد لاريون: ترڅو چي پښتنو ته واک نه وي ورکړل سوی لاريونو ته ادامه ورکوو

اسلام اباد لاريون: ترڅو چي پښتنو ته واک نه وي ورکړل سوی لاريونو ته ادامه ورکوو

د اسلام اباد پرېس کلب مخ ته د پاکستان د بېلا بېلو سيمو د پښتنو د احتجاج نن ۱۰مه ورځ ده. دا لاريون له هغه وروسته پېل سو کله چي په کراچي کي د نقيب الله مسيد په نامه د جنوبي وزيرستان يو ځوان د جنوري پر رديمه نېټه د امنيتي ځواکونو لخوا وتښتول سو او بيا وروسته د جنوري پر ۱۳مه نېټه د پوليسو لخوا ووژل سو.

له دې پېښې وروسته د مسود ژغورنې غورځنګ تر انتظام لاندې د قبايلي سيمو يو شمېر سازمانونو لاريون پېل کړ چې بيا وروسته د ټولو پښتنو په لاريون بدل سو.

په دې لاريون کي د خيبر پښتونخوا، بلوچستان او د پاکستان د کراچي سيمو څخه په زرګونو پښتنو ګډون کړی دی او تمه ده چي ددې لاريون سره به د لر پښتنو نور کاروانونه هم يوځای سي.

پښتانه په داسي وخت کي لاريونو ته مخه کړې چي په لره پښتونمېشتو سيمو کي د پاکستان د پوځ لخوا زيات خلګ ځورول سوي او د کورونو پرېښودلو ته اړ سوي دي.

په سيمه کي د پښتنو حقوق او له دوی سره زور زياتی ددې لامل سوی چي پښتانه راويښ سي او د خپلو حقوقو دفاع وکړي.

شنونکي وايي دا‌ډول لاريونونه په پښتنو کي د ازادۍ را ويښېدلو مانا لري او ددې نښه ده چي پښتانه د خپلي ازادۍ لپاره اوس پر لارو چارو غور کوي.

د پښتنو احتجاجي لاريون د جنوري له ۲۶مې نېټې له بنو پېل سو چي بيا وروسته د کوهاټ او پېښور له لارو اسلام اباد ته ورسېدی او د فبروري له لومړۍ نېټې يې د اسلام اباد پرېس کلب مخ ته پرلت وواهه.

د احتجاج کوونکو پښتنو مشر منظور احمد پښتين د جمعې په ماخستن د پرلت ګډونوالو ته په وينا کي وويل چي د دوی ناسته به تر هغه وخته روانه وي تر څو پښتنو ته د خپلو سيمو د منابعو واک نه وي ورکړل سوی.

د ښاغلي پښتين په خبره د پښتنو په سيمو کي  ډېر منابع سته خو بيا هم ځوانان يې په پرديو هېوادونو کې په خوارۍ مزدورۍ پسې ځي . د پښتين په خبره دا کار نور ورته نه د منلو وړ نه دی.