کور / راپور / پکتيا: د هېواد د ادبیاتو د لومړي ډاکټر وياړ غونډه ترسره شوه

پکتيا: د هېواد د ادبیاتو د لومړي ډاکټر وياړ غونډه ترسره شوه

د پنجشنبې په ماښام په پکتيا ولایت کې د هېواد د ادبیاتو د لومړي ډاکټر لعل پاچا ازمون په ویاړ د دې ولایت د فرهنګپالو ځوانانو لخوا غونډه او مشاعره ترسره شوه. په دې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د بېلابېلو ولایتونو پر ځوانانو، فرهنګيانو، شاعرانو، اديبانو، مدني ټولنو استازو، ولایتي شورا وکيلانو، د پکتيا د یو شمېر ادارو مسؤلينو او استاد لال پاچا ازمون سربېره د حکومت ځينو اوسنيو او پخوانيو چارواکو او خبریالانو ګډون کړی ؤ. غونډې ته د پکتيا ولایتي شورا پخواني رییس ښايسته جان احدي، د پوهنتون استاد ايمل ښمر، د پکتيا ولایت وياند عبدالله حسرت، د لوګر والي محمد حليم فدايي، فرهنګي شخصيت اسد دانش، سميع الله پیوند، د ولایتي شورا وکيل محمد رحمان قادري او د فراه پخواني والي روح الامين په خپلو خبرو کې د استاد ازمون د ډاکټرۍ بشپړېدل د هېواد د ادبیاتو په تاريخ کې د څېړنو د نوي باب پرانېستل وګڼل او زیاته یې کړه، چې د تېرو څو لسيزو جګړو د ژوند د نورو برخو په څېر د ژبو، ادب او فرهنګ په برخه کې کار هم تر اغېزې لاندې راوستی او مسؤل ادرسونه باید دغې خلا ته پاملرنه وکړي. دوی وويل، چې که څه هم د استاد ازمون لخوا په هېواد کې د ادبیاتو په برخه کې لومړنۍ دوکتورا د خوښۍ خبره ده خو له بلې خوا دغه یوازينۍ دوکتورا د افغاني ژبو په برخه کې د کمکارۍ او د ادبي څېړنيز فقر ښکارندوي کوي. د غونډې ویناوالو په فرهنګي چارو کې د ولسمشر سلاکار استاد لال پاچا ازمون ته د دغې لویې علمي لاسته راوړنې مبارکي وويله او نوموړي ته یې په همدې پار د وياړ لونګۍ ورپه سر کړه. دوی وغوښتل چې د هېواد د نورو ولایتونو په شمول دې په پکتيا ولایت کې فرهنګي او څېړنيز مرکز جوړ او د ګردېز بالاحصار د ترميم چارې دې ژر پیل شي. د غونډې په دويمه برخه کې شاعرانو هنري ټوټې، نظمونه او غزلې واورولې چې د ګډونوالو لخوا وستایل شول. دوی په خپلو شعرونو کې د افغانانو د يووالي، سولې، مينې؛ او جګړې د غندې پیغامونه ورکړل. د ولسمشر سلاکار استاد لال پاچا ازمون د غونډې له جوړونکو او ګدونوالو مننه وکړه او د خپلو رسمي او غیر رسمي مسؤلیتونو له مخې یې د ادبیاتو او فرهنګ د غني کولو په موخه د زیات کار ژمنه وکړه. نوموړي وويل، حکومت د لوړو زده کړو په بنسټونو کې د اکاډميکو او نصابي اصلاحاتو له لارې هڅه کوي، چې په هېواد کې اوسني زده کړييز بهيرونه معاصر او د وخت د اړتياوو د ځوابولو جوګه کړي. نوموړي پر شاعرانو او ادیبانو غږ وکړ، چې د قلم له لارې د سولې او مينې پیغام عام او د متشدده فکرونو د ترویج مخه ونیسي. د غونډې په لړ کې د کوزې پښتونخوا د پښتنو له وروستي ولسي پاڅون څخه هم کلک ملاتړ اعلان شو.