کور / اقتصادي / په افغانستان کي د صرافانو کاري اعتصاب د څلورمي ورځي لپاره هم دوام درلود

په افغانستان کي د صرافانو کاري اعتصاب د څلورمي ورځي لپاره هم دوام درلود

په کابل او ولایتونو کې د افغان صرافانو کاري اعتصاب د څلورمې ورځې لپاره دوام لري ددوی په وينا له دې امله  صرافانو او سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان رسیدلی دی.

افغان صرافانو تیره اونۍ، د افغانستان مرکزي بانک د پولي خدمتونو په مقررې کې د یو لړ تعدیلاتو د راوستلو په غبرګون، کاري اعتصاب وکړ او د اعتراض په توګه یې په کابل کې د شهزاده سرای دروازه وتړله.

 د افغانستان مرکزي بانک د پولي خدمتونو په مقررۍ کي د ځينو تعديلاتو د راوستلو هوډ لري چي په غبرګون کي ئې افغان صرافانو کاري اعتصاب کړی دی او د کابل په ګډون ئې په ولايتونو کي اړوند ټول شرکتونه تړلي دي.

صرافانو ته د جواز نه ورکول، له ۵۰۰زرو څخه پورته د پیسو د راکړې ورکړې په اړه مرکزي بانک ته راپور ورکول او هغه کس ته د صرافانو د ټولنې ریاست سپارل چي د صرافۍ قانوني جواز ولري، د افغانستان مرکزي بانک د تازه بدلونونو عمده ټکي دي.

په دې بدلونونو کي د ځینو مادو سره یې د صرافانو ټولنې مخالفت ښودلی او ویلي یې دي، دا ډول بدلونونه به له افغانستان څخه د پانګې د وتلو لامل سي.

د افغانستان د صرافانو ټولنې رئیس میرافغان ساپي ويلي، د افغانستان د مرکزي بانک د فرمان د بیا تعدیل په تړاو یې د افغانستان د اجرائیه رئیس او د ولسمشر له دویم مرستیال سره غونډې کړي، خو تر اوسه پايلي ته نه دي رسیدلي.

د ساپي په وينا، د صرافانو اعتصاب د افغانستان په کچه لا هم دوام لري او له امله یې سوداګرو او صرافانو ته زیات زیان رسیدلی “په میلیونو ډالر هره ورځ صرافانو ته زیان رسیږي او سوداګرو ته هم بې‌حده زیان رسیږي، همدا اوس اوړه نه راځي، ترکاري په بازار کې خرابه سوه، موږ په دې ټولو ستونزو پوهیږو، خو مسولیت د افغانستان په بانک دی”.

ساپی زياتوي، حکومت ژمنه کړې، چي د یادې ستونزې د ليرې کولو لپاره به د اجرائیه ریاست، د جمهوري ریاست دویمې مرستیالۍ، د افغانستان بانک، صرافانو او د سوداګرۍ د خونو په ګډون یوه ګډه کمیټه په دنده وګوماري.

خو د افغانستان د مرکزي بانک چارواکي وايي، چي د وخت له اړتیاو سره سم یې د پولي خدمتونو په مقررې کې تعدیل راوستی، ترڅو پر بنسټ یې د تورو پیسو د سپینولو او د تروریزم د تمویل مخنیوی وشي.

د دغه بانک ویاند ایمل هاشور وايي: “موږ غواړو چي پر دوی (صرافانو) باندې قانون تطبیق کړو، خو دوی له موږ تمه لري چي قانون رخصت کړو، قانون‌ مات کړو او قانون ته ارزښت ورنکړو، د دوی شخصي غوښتنو ته درناوی وکړو. موږ د مرکزي بانک د اساسي ارزښتونو له مخې، د مرکزي بانک د دندې پر بنسټ د قانون پر تطبیقولو مکلف یو”.

ښاغلي هاشور دغه راز وویل، چي د صرافانو د ټولنې اوسنی رئیس د پولي خدمتونو او صرافۍ جواز نه لري او د افغانستان مرکزي بانک له صرافانو څخه د یو مکتوب له لارې غوښتي، چي د ازادو ټاکنو له لارې ځان ته بل رئیس وټاکي، چي له همدې امله صرافانو کاري اعتصاب کړی.