کور / سياسي / د بمونو باران!

د بمونو باران!

ليـکوال: ح حقوېش

کېدای شي ډیرو خلک ته دا موضوع نوې وي، او په لومړۍ وار ورسره مخامخ کیږي. نه! دا هغه زړه موضوع ده چي له تېرو څلورو لسیزو افغانان ورسره مخامخ یو او هر ورځ د بمونو باران په موږ اوري خو توپیر یې لکه د وڅې(پشکال) باران ځینې ځایونه وشي او ځینې ځایونه نه وشي، چي نړۍوالو یواځي د بمونو د باران نوم اورېدلی خو باندي ورېدلی نه دې. خو په موږ په عملي ډول تکرایږي. او موږ افغانان یې هر ورځ شاهدان یو او هر ورځ یې قرباني یو. خو کله کله داسي هم پېشیږیږي چي د بمونو د باران تر څنګ د اوبو باران هم راباندي وشي. چي زموږ توې شوې ویني راوخوټوي، هغه د سیلاب په څېر کړي او مخ په اولسونو سرې کندي وروبهیږي.

زموږ دا دړد نړۍوالو هیڅ وخت نه دې احساس کړی، هر وخت یې زموږ دړد، زموږ چیغي، زموږ ارمان، زموږ ویني مسخره کړې او په پرهرونو یې راته مالګي دوړولي. خو دوی خپلو شومو ته پکښې ځان رسولی.

له تېرو څو کالو راپه دېخوا نړۍ زیار باسي خو هڅي خیالي زیار نه عملي زیار، دا زیار یې رسنۍ هم بدرګه کوي چي امریکا او نور نړۍوال قوتونه غواړي چي په افغانستان کي سوله ټینګه کړي. او تر نن ورځي پوري نه زموږ د سولي ارمان پوره شو، او نه د سولي له خواږ نعمت څخه برخمن شوؤ. هر ورځ مو قطار جنازې هدیرو ته پرتې وې چي د ښخولو وار نه باندي موندل کیږي. خو له دې هر څه سره سره امریکا چي سوله راوستل ورته د یوې ورځي یا د یو څو ساعتونو کار دې. خو دوی یې په افغانستان کي نه غواړي، دوی غواړي چي دلته جنګ اوږد کړي او په اسیا کي خپلو ګټو ته په اساني سره ځان ورسوي.

له دې امله د امریکا اولسمشر او نورو لوړپوړو چارواکو څو ورځي وړاندي د سولي په ځای په جنګ ټینګار وکړ چي طالبان به ځپو. او طالبانو ته یې اختیار ورکړ چي له دې وروسته دي سترګي په اسمان کي کړي، او موږ به د بمونو باران ورباندي وروؤ. خو امریکایان زیات وخت د بمونو باران په اولسي وګړو وروي. چي بې ګناه افغانان یې قرباني کیږي، لکه تېره ورځ چي یې د هلمند او بلخ په اولسوالیو کي اولسي وګړي تر برید لاندي راویستل او ګڼ شمېر کسان پکښې شهیدان شول.

نو که امریکا د بمونو د باران په ځای د طالبانو پټنځایونه په نښه کړي. چي هغوۍ د هم هغه ځای څخه سرچینه اخلي چي د کرغېړني کرښي څخه ورپوري غاړي دي. نه به اولسي وګړي تر برید لاندي راځي، نه به بې ګناه خلک شهیدان کیږي، نه به جنګ اوږدیږي، او موږ ته به یو سوکاله افغانستان راپه برخه وي. که چیري دلته بریدونه وي او سرچینه دې برقراره وي بیا هیڅ وخت تمه مه لرئ چي موږ دي روغه ورځ ولرو. د سرطان دانه به له بیخه باسې. که یې له بیخه ونه باسې، نو هغه په وارو وارو بیا راپورته کیږي چي وروسته د مرګ لامل ګرځي.

امریکایان په دې ښه پوهیږي چي طالبان څوک دي؟ د کوم ځایه تجهیز کي؟ چیري پټنځایونه لري؟ چیري روزل کیږي؟ مالي سرچینه یې چیري ده؟ مشران یې څوک دي؟ د ټولو په هکله امریکا ته ښه کره مالومات شته چي هر څه ته پوره لاسرسی لري. خو دوی یې بیا هم سولې ته نه هڅوي. که چیري طالب سولي ته غاړه کښیږدي او جنګ پای ته ورسیږي بیا نو دلته د دوی د پاتي کېدلو بانې هم پای ته رسیږي!!!