کور / شعر / هلمند ادبي بهير اوونيزه ادبي غونډه!

هلمند ادبي بهير اوونيزه ادبي غونډه!

 د روان (۱۳۹۶)هـجري لمريز کال د سلواغې د مياشتي پر ۲۰مه نېټه د هلمند ادبي بهير ۳۹۸يمه اوونيزه ادبي غونډه تر سره شوه،غونډه د بهاٶالدين بهار له خوا د قرانکريم په سپېڅلو آياتونو افتتاح شول،

ورپسې ياده غونډه د معمول په څېر د اجنډا له مخي په دريو برخو(وينا، نثر او مشاعرې) ووېشل شول، د وينا په برخه کي د بهير مشر سيد محمد حيرت لنډه وينا واورول، ښاغلي حيرت ملګرو ته تر سلام او ښه راغلاست وروسته وويل: حکومتونه که د خلکو پر سرونو باچهي کوي، شاعران بيا د خلکو په زړونو باچهي کوي.ده زياته کړه،شاعر هغه شخصيت دى چي مقام يې تر ډېرو وګړو لوړ او د قدر وړ دى او شاعر ته هم په کار ده چي د خپل شخصيت ارزښت همداسي بر قراره وساتي،همدارنګه ښاغلي حيرت وويل:

په اوسنۍ معاصره شاعرۍ کي د شعر پر کميت نه بلکي کيفيت حساب کېږي، نو په کار ده چي د کميت پر ځاى په خپل شعر کي پر کيفيت ډېر تمرکز وکړو،ښاغلي حيرت د خپلو خبرو په وروستۍ برخه کي د بهير د نشراتي مسٶل عرفان همدرد هغه هڅه يو ځل بيا وستايل چي د بهير د اوونۍ د څهرې په نوم يې پر خواله رسنۍ راپيل کړې او په کي د بهير دشاعرانو سوانح وړاندي کوي،د غونډي په دوهمه برخه کي د نثر لړۍ پيل شول،دشهکاري نثرونو تر اورولو وروسته د يادي ادبي ناستي په وروستۍ برخه کي د شور او ولولو په جذبو سمباله مشاعره تر سره شوه،چي ورکي د تېر په څېر د ترنم برخه جالب اندازه وه،محمدولي شکيب او عبدالبصير نيازي وال په ملګرو د خونده برخمن ترنم پېرزو کړ، وروسته ددې ادبي اوونيزي غونډي ارزونه د ښاغلي لالا خان (خروټي) لخوا وشول، ده غونډه په مجموع کي ښه وارزول، ملګري يې د پر ځاى دلايلو په وسيله تشويق کړل او هغوۍ ته يې ډاډ ورکړ چي شعرونه او نثرونه يې تر ډېره بريده په معيار سمبال دي، وروسته نننۍ اوونيزه ادبي غونډه په دعائيه وينا پاى ته ورسېدل.

په درنښت د هلمند ادبي بهير رسنيزه څانګه.

 راپور:عرفان همدرد