کور / مېرمن / هغه کارونه چي د خاوند او مېرمني اړيکي زيانموي

هغه کارونه چي د خاوند او مېرمني اړيکي زيانموي

  • ښځه له خاوند څخه پاملرنه، مينه او لوريينه غواړي، نو څوک چي د مېرمني سره په مجلس کي وي بايد لومړی خپل ځيرک ټيلفون له ځانه ليري کړي او له دې سره پر خبرو تمرکز وکړي، يوه لحظه خپلي مېرمني ته پاملرنه هغې ته د ټولي ورځي خوښي وربخښي. که مېرمني ته پاملرنه ونه سي دوه اړخيزي اړيکي خړي پړي کېږي.
  • همداراز د خاوند او د مېرمني د اړيکو اړوند د هغې اندېښنې او ډېري پوښتني زړونه ماتوي او د اړيکو تار شکوي. نو بايد د هغې اندېښنې له منځه يووړل سي. او مخکي له مخکي بايد د ژوند لپاره غوره ملګری انتخاب سي.
  • ددې سره سره بايد ته خاوند پياوړی او د غوره فکر خاوند و اوسې، دا د ښځو لپاره لومړنی انتخاب دی چي د خپل خاوند لپاره ئې لټوي.
  • د خپلي مېرمني لپاره د ژوند يوه برخه بايد ارومرو ځانګړې سي، که داسي ونه سي اړيکي د انزوا پرخوا ځي.
  • بل شی چي اړيکي خرابوي هغه درواغ ويل دي، خاوند بايد هيڅکله خپلي مېرمني ته دروغ ونه وايي، درواغ د باور او اړيکي لرلو په مخ کي غټ خنډ رامنځ ته کوي، خاوند بايد مېرمن هيڅکله تېرنه باسي ، د ښځو په عواطفو او احساساتو لوبي کول د خاوند او مېرمني ترمنځ اړيکه له منځه وړي، کومه تېروتنه چي خاوند کوي بايد مسؤوليت ئې ومني او له مېرمني څخه بايد بخښنه وغواړي.
  • د ښځي لپاره احساسات او مينه دوه مهم شيان دي، يوه شېبه خوشاله او بل وخت خواشينې وي، نو دې ته په کتو بايد د مېرمني احساساتو ته پاملرنه وسي او ښځي ته د خوښۍ، خوشالۍ او ميني احساس ورکول سي، له مېرمني څخه يوه مننه کول هم له هغې څخه ټولي ستړياوي ليري کولای سي.
  • بل شی چي ښځه ورڅخه کرکه کوي بخل او کنجوسي ده، بخالت د خاوند او ښځي ترمنځ اړيکه خرابوي، نو خاوند بايد له دې کاره ‌ډډه وکړي او د مېرمني په حق کي لاس خلاصی وي.
  • همداراز ټول کنټرول د خاوند په خپل لاس کي اخيستل او دا فکر کول چي که داسي ونه سي نو ښځه به کنټرول ترلاسه کړي، دا کار هم د خاوند او ښځي پر اړيکو منفي اغېزه کوي.