کور / راپور / کندهار ښاروال له خبريالانو سره مياشتنۍ ناستي پيلوي

کندهار ښاروال له خبريالانو سره مياشتنۍ ناستي پيلوي

کندهار ښاروال انجنير روښان ولسمل د کندهار له يو شمېر خبريالانو او د هغوی له استازو په کتنه کي د ټولني د پرمختياوو او ستونزو په انعکاس کي د ځوانانو، په ځانګړي ډول خبريالانو رول وستايه او ژمنه يې وکړه چي له هغوی سره به منظمي ناستي پيلوي.

له خبريالانو سره په دغه ناسته کي چي پرون/ دوشنبه د ښاروال په دفتر کي وسوه، د جمهور رئيس د وياند مرستيال او د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس هم حاضر وو.

ښاغلي ولسمل خبريالانو ته د ښاروالۍ د فعاليتونو او دغه راز ځينو چارو کي د ستونزو په اړه معلومات ورکړل.

هغه وويل، که د ستونزو تحليلول دود سي، نو د هواري امکانات يې زياتېږي.

نوموړي د خبريالانو د دې غوښتني په جواب کي چي له دوی سره بايد منظمي ناستي وکړي، وويل: “زه آماده يم د هري لمريزي مياشتي په وروستۍ اوونۍ کي يوه ورځ ستاسي سره کتني ته بېله کړم. “

ښاروال دغه راز وويل چي خبري کنفرانسونو او له رسنيو سره ځانګړو مرکو ته به هم وخت بېلوي.

خو هغه د هر فعاليت په اړه د ښاروال ږغېدل نامناسبه وبلله ويې ويل، خبريالان کولای سي د ښاروالۍ له هر اړوند مسؤل سره مرکه وکړي: “موږ معلومات انحصار کړي نه دي. خبريالان کولای سي زموږ له هر مسؤل سره د هغه د کار په اړه مرکه وکړي.”

د جمهور رئيس د وياند مرستيال دواخان مينه پال وويل چي د کندهار د اوسني ښاروال له راتګ سره د کندهار ښار بڼه بدله سوې او ډېري بنيادي پرمختيايي پروژې پلي سوي دي.

نوموړي خبريالان وهڅول چي د ښاروالۍ د فعاليتونو د انعکاس په برخه کي خپل مسؤليت په ښه توګه اداء کړي.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس فضل الباري بريالي بيا پر خبريالانو ټينګار وکړ چي تر تخریبي فعاليتونو د پرمختياوو انعکاس ته پاملرنه زياته کړي.

د کندهار پريس کلب مشر جاويداحمد تنوير، په سهيل کي د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر احمد لودين، د هيواد ګروپ مشر صديق الله خليق او د زما راډيو استازي عطاءالله عمر د ښاروالۍ خدمات او له رسنيو سره اړيکي وستايلې، خو غوښتنه يې وکړه چي د دغو اړيکو د لا پراختيا له پاره دي هڅي وسي.