کور / روغتيا / تر دې وروسته به مو کمپيوټر په عينکو کې وي

تر دې وروسته به مو کمپيوټر په عينکو کې وي

د انټل په نوم یوې کمپنۍ داسې پرمختللې عینکې معرفي کړې چې ښکاري خو بالکل د ساده عینکو په څېر، مګر د نړۍ د اوس وخت تر ټولو پرمختللې ټیکنالوجي په‌کې کارول شوې ده.
په دې عینکو کې ساده پلاسټیک کارول شوی چې وزن یې ۵۰ ګرامه دی، مګر د دې عینکو دننه ښېښې لږې زورورې دي.

قوي لېرز، یو پراسیسر، ایکسلو میټر، بليوټوت او کمپاس لري.
تاسې چې کله دا عینکې په سترګو کړئ‎، کولای شئ له خپل سمارټ ټلېفون، کمپیوټر او نورو سره يې ونښلوۍ او هغه مواد چې هلته موجود دي، له تاسې سره شریک کړي.

که څه هم لا دا مالومه نه ده چې د دې عینکو بیه څو ده او کله به بازار ته وړاندې شي، مګر انټیل ويلي، ژر به یې خلک په سترګو کړي.

سرخط ورځپاڼه