دانا امني دچاډالۍ ده ؟ ( حبيب الله غمخور )

د لراوبر اداره | جولای 16th, 2008


سنگ اول چون نهد معمارکج  تابه ثريا ميرود ديوارکج


دجولاي  ۱۷ مه


دافغانستان  اوپاکستان  تر منځ داختلاف ريښه :


هغه وخت چي پاکستان دنړی د سياسي جغرافې پر مخ  ديوهيوادپه توگه راوزېږې،د انگريزانولخوائې د دافغانستان  اوهندوستان سره داړېکوپه اړوند دبنيادخښته کږه کښېښودل . همدادليل دی چي د((۶۱))کلوپه تېرېدوسره بياهم  ددواړوهيوادو داړيکوماڼۍ کږه ده ، اودسمېدوپه هکله ئې ټوله نا اميده سوی دي . دپاکستان خښته په غلطه اودوکواېښودل سوېده ځکه خو دا هيوادپه غلطيو اودوکه بازيو کښي په نړۍ کي ساری نلري .


ددې لپاره چي داختلاف دريښې په هکله لنډمعلومات ولرو اړينه  برېښي  دروان  اختلاف ريښې ته لنډه کتنه وسي .


څېړونکی ددې اختلاف دريښې په اړوند دوه نظر لري :


۱ / يوه ډله څېړونکی پدې باوردي که ددوي په وينادافغانستان دولت دډيورنډ منحوسه  کرښه په رسميت پېژندلې واي ،دافغانستان اوپاکستان تر منځ به روابط ډير دوستانه واي اوداستونزي چي همدا اوس افغان ولس له هغوي سره لاس په گريوان دي هيڅ نه واي  .


۲ / بله ډله څېړونکي اودنظر خاوندان بيا پدې  باوردی چي دډيورنډ دکرښي په رسميت پېژندل په افغانستان کي ديوه دولت صلاحيت هم نه  و اونه هم اوس دئ .همدا دليل دی چي دپاکستان دولتونودتکراراوپه وار ورا وړانديزونوسره دافغانی لوري  جواب يوه خبره وه چي ددي کرښی په رسميت پېژندل دهغوي صلاحيت ندی . دامسله دکرښي دواړو غاړوته  په پرتوولسونوپوري اړه لري ،يعني افغاني لوري ته په ټولو افغانانوپوري ديوه مستقل او ازاد ملت په توگه اودکرښي هاخواته دپښتنو اوبلوڅونظر اوغوښتنه هم ټاکلی رول لري . ددې خبري دپخلی لپاره څېړونکي ددي کرښي دپيدايښت دتاريخي ريښې گونگتيااودکرښي دواړوخواته دپرتو قومونو لخوادهغې په رسميت نه پېژندل  اودکرښي په وړاندي دهغوي دريز دليل راوړي  . دوي وايي چي ددې کرښي دپيدايښت دتاريخي پروسي په نظر کي نيولوسره کيداي سي دامسله دسوله ايزو خبرو له لاري حل  شي ،په کومو کښي چي دمحکوموپښتنو اوبلوڅواودکرښې دېخواته دافغان ولس نظرياتواوغوښتنوته  په درناوي وکتل سي . ديوه نړيوال  تظمين اوبې پرې  نظارت لاندي  دغوخلکوته چي دډيورند کرښې جلاکړي دي دنظر دڅرگندولوواک ورکړه سي چې دوي څه غواړي ،ددوي دغوښتنو په نظر کي نيولوسره دنړيوالونورمونومطابق  داکړکېچنه لانجه حل کېداي  شي . کهشمالي اوجنوبي يمن ،شرقي اوغربی المان  ،شمالي اوجنوبي ويتنام سره يوځاي کېدلاي سي  ،ياهنکانگ دهغې سيمي دخلکودارادې او خوښی  خلاف په چين پوري تړل کېږي ،جاپان دروسې نه دخپلي جزيري ددوبار استرداد،اوياروسيه له اوکراين څخه دسيواستوپل دنبدر داستردادحق لري ، افغانان  ولي له دغه قانونی  حق څخه سره له دې چي هيڅ وخت ئي داکرښه په رسميت نده پېژندلې دپښتنو اوبلوڅودسياسی سرنويشت په ټاکلو کښي بې برخي پاته سي ؟؟ خو اوس زما موخه ددي مسلې څېړل ندی پدې هکله مامکمل کتاب ليکلی دبينواپه برېښنايي کتابتون کي ئې لوستلاي سي .


دهمدې نظر پيروان داهم وايي چي دافغانستان اوپاکستان تر منځ يوازي دډيورنددکرښي پر سرداختلاف مسله نده ،پاکستان  دخپل جوړښت نه راپدې خوابياتر نن پوري ځان په افغانستان کي دبرخی خاوند بولي . متاسفانه دافغانستان په اړه دتاريخ په اږدوکښي زموږ گاونډيانو په مختلفو بڼو دخپل نفوذ اوتاثير دزياتېدوپه موخه لاسوهنې کړي . دبېلگې په توگه دپخوانی شوروي اتحاد سره موږ هيڅ ډول سرحدي لانجه نه درلوده  ،مگر له ۱۲۰ زره پوځ سره افغانستان ته راننوتل اودخپل خوښي حاکمان اودولت ئي په افغان ولس مانه ،له ايران  سر هم موږ کوم  سرحدي  پرابلم نلرواونه موهم پخوا درلود.دوي زموږ اوبه چي اوس دتيلو ارزښت لري مفتي وړي او خپل تيل خوڅه کوي هغه دچاخبره خاوري هم راباندي خرڅوي، خو بيامو هم پر کراره نه پرېږدي ،عربي هيوادونه خو فکر کوم له موږ نه په زرهاوو کيلومتره ليري پراته دی . ز پر هغه پخوانو مسلوخبري نه کوم چي دامريکا او شوروي دساليوپه وخت کي زموږ کړېدلې خاوره ددغو زبرځواکودزورآزموينو ډگر سواوددواړو خواپلويانوهيوادونودلته خپل سياستونه او وسلې  آزمويلې . یعنې داخبره کاملأ غلطه ده چي  ځينې وايي که دډيورنډ دکرښي مسله نه واي پاکستان به زموږ دوست واي . پاکستان  تل غوښی اوغواړي  دافغانستان په سياست اودولتی جوړښت کي غوښن  ځاي ولري .چي همدا سبا داکرښه په رسميت وپېژندل سي ،پاکستان بله بهانه پيداکوي .پدې ځاي کښي  مي هغه دبريزنيف خبره راپياد سوه ،قيصه داسي وه ، کله چي امريکاپه اتياموکلو کښي پر گريناداحمله وکړه ،د شوروي حکومت دامريکاددغه  عمل  پر خلاف غبرگون ښکاره کړ . ددغه غبر گون  څخه وروسته امريکا پرکيوبا اودلاتيني امريکاپرنوروشوروی پلوه هيوادواوخپله شوروي اتحادپه مختلفو بڼو فشار واچاوه . ددغو  فشارو په مقابل کښي بريژنيف  پخپله يوه ويناکښي وويل که گرينادانه واي امريکابه يوه بله بهانهله شوروي سره ددښمنۍ لپاره  پيداکړې واي  . نواوس که دډورنډ کرښه نه وي پاکستان به يوه بله بهانه پيداکړي . اودافغانستان په کورنيوچارو کشي به هرډول لاسوهنه دځان مشروع او رواحق وبولي . دبېلگې په توگه ضيا الحق اوپرويزمشرف تل داخبره کول چي په افغانستان کي دپښتنو حقوق پايمال سو دي اومور دهغوي له حقوقو سره علاقه لرو .خوله دوي نه هيچا داپوښتنه ونه کړه چي ښاغلو تاسو ته کومو پښتنو په کومه ورځ مراجعه کړېده اوستاسونه ئې غوښتی دي چي تاسو دپښنودحق نه ملاتړ وکړی ؟


کله چي په ۱۹۴۷زکال  ددوهمې نړيوالي جگړې نه وروسته  انگريزان مجبورسول چي دهند په لويه وچه  کي نور خپل سياسي او نظامي شتون ته دپاي ټکۍ کښېږدي . دهندوستان دازادی سره يوځاي ئي دمذهبي  اختلاف ځخه په استفادې سره دپاکستان دجوړېدوتوطيه هم ترکار لاندي ونيول  . هيره  دي نه وي چي پدغه  وخت کي دانگريزانودپټولاسوهنواوشيطانت  په پايلو کښي دهندوانو اومسلمانانوتر منځ توده جگړه روانه ول اوپدې جگړه کي په لسهاوزره هندون اومسلمانان  له منځه ولاړل .


په کال ١٩٤٧ کې انګريز مشر دهند تر ازادي وړاندي  دهندمشر مهاتما ګاندي ته ووېل  (( د پاکستان مسئله ډېره حساسه ده او تاسو خپل  ږغ د انګريز انو له مرستي پرته تر ولسه نشئ رسولی ))  دهند دازادي بخښونکي جنبش مشرګاندي  په جواب کښي ورته ووېل (( تاسو هندوستان د مذهب په نوم دوه ټوټې کوئ  چې بيا خپلو کې سره  وخوري . تاسو د دې ويش اړتيا وينئ خو مونږ دلته ناست يو او دومره ړانده يواو په دې نه پوهيږو ؟ ))
د۱۹۴۷زکال داگست پر۱۵مه  دهند له ويش څخه وروسته ددو هيوادو هند او پاکستان  جوړېدل اعلان سول او دسرحدي خلکودسرنويشت دټاکلو لپاره انگريزانودريفرنډم لپاره دتياری نيولوکار پيل کړ .
دغه ريفرنډم  د ۱۹۴۷ کال دجولاي دمياشتي پر شپږمه پيل اودجولاي تر۱۷ مي پوري دپېښور په ښارکي  دانگريزانو لخوا په ډيره خاينانه توگه تر سره شو، يعني لومړۍ خوسرحدي خلکو ته دوه انتخابه وه (پاکستان اوکه هند)له چاسره غواړې يوځاي سۍ ؟ بله لار نه وه پرېښودل سوې چي انتخاب يي کړي،پداسي حال کي چي بايدهرومرودافغانستان نوم  اوهم  دمستقل هيواد دجوړېدوخبره بايد مطرح سوې واي ، ځکه دا سيمي له افغا نستان څخه هغه وخت جلاسوي وې چي دغوهيوادو وجود نه درلود،نودکوم قانون ، انصاف او منطقو له مخي پښتنو اوبلوڅوته وويل سوه چي دهنداو پاکستان په منځ کي يو انتخاب کړي . دغه ريفرنډم په خاينانه بڼه د سيمي سياسي گوندونواو دقومونو مشرانو لا له پخوا پوه شوي وه ځکه يې دريفرنډم سره پرېکړون اعلان کړه. انگريزانو دلته هم دمذهب څخه ناوړه استفاده وکړه اودپاکستان په پلوې درايو ورکولود صندوق وبغل ته يې دمسلمانانو مقدس کتاب قرانکريم او دهندو ستان صندوق ته دهندوانومذهبي کتاب کښېښود او همدا شان  ټولودولتي مامورينو او دوسله والو قواو مربوط کسانوته دانگريزانولخوا دستورورکړه سوچي هغوي هغه  صندوق ته رايه واچوي کوم چي وبغل ته يې قرانکريم پروت دی . ښاغلي غبار صاحب وړاندي ليکي : ((. . . براي راي گيري تقلب درپيش گرفت ومجال راي دهی براي مردمان پنجابی وهندی که دراين صوبه ميزيستند گفراهمکرد. معهذاازتقريبأ سه مليون نفوس سرحد کمتر از سه صد هزار آدم راي گرفته شد وبدين ترتيب درمقابل هند،پاکستان ((اکثريت)) بدست ورد. حکومت انگليس هم الحاق صوبه سرحد رابه پاکستان صادر نمود.در ۱۴ اگست موجوديت پاکستان  بشمول ولايات سند،نبگال،پنجاب،بلوچستان وصوبه سرحد (پشاوروديره جات )اعلان شد.اين درحاليکه دولت افغانستان هنوزدر روي مزسبزمشغول نوته بازي وعملأبه حيث تماشاچي باقي مانده بود.)) دريفرنډم پايلي چي هر ډول وې دافغانانو اودکرښي هاخوا ټولو پرتو قومونو (بلوڅو اوپښتنو) دقبول وړ ونه گرځېدې او هغوي ددغو پايلوسره خپل غوڅ مخالفت اعلان کړ .
دپښتنو ستر مشر خان عبدالغفار خان د۱۹۶۷زکال دسپتامبر په لومړۍ نيټه دپښتونستان دورځي په مناسبت په يوه وينا کي وويل : فيلډ مارشال ايوب خان ادعا لري چي دپاکستان له جوړېدو مخکي په شمالي صوبه سر حدکي ريفرنډوم وشو .زه دا په کلکه ردوم .


لومړۍ ،دريفرنډم ناروالوبه دبرتانيا دحکو مت له لوري په هغو مسئلو باندي پيل شوه کوم  چي زموږ ددلچسپۍ وړ نه وې  . 
دوهم : هغه دمحدودو رايو پر اساس و،يعني يوازي دصوبه سرحد په اداري ساحو پوري منحصر و،چې په سلو کې نه څلويښت دهغو سيمو اوسېدونکو په دغه په اصطلاح ريفرندم کې برخه واخيسته دازاد سرحداوبلوچستان په سيمو کې اصلأ په ريفرندم څوک خبر شوې هم نه وه .
دافغانستان څخه په زور دجلا سوو قومونوبرخليک همدا شان نامعلومه پاته شو . داکار دافغان ولس لپاره دمنلو وړ نه و. په همدې اساس د۱۹۴۹دمارچ دمياشتي په لويي جرگې کښي چي دجلال آباد په ښارکي جوړه سوه   د برتانيا سره يې ټولي سرحدي موافقي بي اعتباره وبللې ،او پرېکړه يي وکړه چي هندوستان ته دخپلواکۍ له سپارلوسره سم دبرتانيا او افغانستان تر منځ د۱۹۲۱ زکال تړون هم منسوخ دۍ . حکومت ته لارښوونه وسوه تر څو په نړيواله کچه ددې موضوع دڅېړني اوسپيناوي په لټه کي سي چي ايا په قانوني بنيادونو دهندوستان دويش په پايله کي پاکستان دبرتانيې حقوقي وارث گڼل کيداي سي اوکه نه ؟  له بدمرغه حکومت لکه دتل پشان ددغي لويي جرگي دپرېکړو په عملي کولو کي لټي وکړه،دبهرنيو زبرځواکو پر هداياتو يي غوږ کښېښود، دپښتنوا بلوڅو دبرخه ليک ټاکلومسله يې پرخپل ځاي پرېښودل ،يوازي دپښتونستان دورځې په جشن نيولو او په راډيو کښي دپښتو نستان په نامه دځانگړې پروگرام په خپرولو يي دکرښي دواړوخواوپښتانه  اوبلوڅ غولولې دي.
همدا ډول د۱۹۴۹زکال دجولاي دمياشتي په۲۶مه دافغانستان دملي شورا ديوې تاريخي غونډي په ترڅ کي هغه ټولي معاهدي دډيورنډ دکرښي په گډون  چي دبرتانوي استعمار په وخت کي  په زورمنل سوي وې لغوه اعلان سوې.  ددغي پريکړي په ملاتړ داپريدو خلکو په يوې لويه تاريخي غونډه کي چي دسرحد دقامونو او قبايلوډير مشرانو پکښي گډون درلود، دهند دوېشلو دا پلان چي دسرحد خلکو ته هيڅ حق نه وورکړه سوۍ په کلکه وغانده ، غونډي  دټولو نه غوښتنه وکړه چي دپښتونستان په جوړېدوکي سره يو اومتحدسي .
دافغانستان او پاکستان تر منځ څرگند اختلاف  د۱۹۴۷زکال دسپتامبر په مياشت  پسله هغه پيل سوکله چې انگريزانوديوې ناروا صحنه سازی يعني ريفرنډم جوړولو ننداره پاي ته ورسول ؛ اوپه مقابل کښي دډيورنډ دکرښې جنوبي او شرقي لور ته دپرتو قومونودسرنويشت مجهول پاته سو،ځکه نودملگرو ملتوپه سازمان کي دافغانستان  استازي  پدې سازمان کي دپاکستان دغړيتوب سره مخالفت وکړ ،او دکرښې دها خواپرتو خلکو دسياسي سرنو يشت ټاکلومسله يې په دغه غونډه کې مطرح کړه . په تاسف سره  دملگرو ملتو دسازمان دغې غونډي دافغانستان و وړانديز او طرحي ته  دانگريزانو اوامريکاپه خوښه دزيات ارزښت په سترگه ونه کتل او مسله همداسي لاينحله پاته شوه .


په هغه وخت کي  دامريکا سره  هم دافغانستان اړېکې دومره تودې نه وې،امريکا دپاکستان جوړښت ته ترهر څه زياته خوش بينه و. په ۱۹۴۹زکال کي دپاکستان حکومت امريکا ته وړانديز وکړ چي دکمونيزم دسياسي اغېزو دمخنيوی په منظور امريکاکولاي سي دپاکستان په خاوره کښې پوځي اډه جوړه کړي . همدا لامل وچې په ۱۹۵۰زکال امريکا پاکستان ته اتومي رياکتور ورکړ ،پداسي حال کې چي هغه وخت دسيمي ډيرو هيوادوهغه نه درلوده،او همدا شان يي په ۱۹۵۳زکال دپاکستان سره دپوځي مرستو اعلان وکړ. پاکستان په ۱۹۵۴ کال دسپتمبرپر اتمه دسيټو اوپه ۱۹۵۵کال دسينټو دپوځي سازمانوپه غړيتوب ومنل سو. په واقعيت کښي له همدغه تاريخ نه پاکستان دامريکا په نظامي لوموکي داسي بند او را ښکيل سو چې تر اوسه يې په پاکستان کښي د امريکاسياسي اونظامي برلا سي خوندي ساتلې ده . همدا اوس هم دامريکا دملي شورا ځيني جگپوړي چارواکي په ډاگه وايي چي پاکستان په سيمه کي ددوي دهر اړخيزي اغېزې يوه مطمينه ، باثباته پايگاه او تکيه گاه ده. له واشنگتن څخه د اسوشیتدپرس دگزارش  له مخي دامريکا اوسنۍ ولسمشر هم  سره لدې چي دپاکستان له خاوري افغانستان ته اورپکی دامريکايي پوځيانو دوژلو لپاره راځي په ډيردر نښت پدي اړه وايي (( جرج دبلیو بوش روز سه شنبه در کنفرانسی خبری همچنین گفت هیچ تردیدی نیست که افراط گرایان از پاکستان وارد افغانستان می شوند و این امر برای ما نگران کننده است. بوش خاطر نشان کرد امریکا به همکاری با دوستان پاکستانی خود به منظور از بین بردن افراط گرایانی که در پاکستان و سراسر جهان فعالیت می کنند ، ادامه خواهد داد. دسرطان ۲۶ مه خبرگزاری صدای افغان


تاريخي واقعيت دادۍ چي دامريکا او پاکستان ددومره دوستانه اړېکوڅخه پاکستان زياته گټه پورته کړې ده. د انکار نه کونکو بيلگوڅخه دا جوته څرگنديږې هر هغه څه چي پاکستان دځان په گټه بولي په هغه کي دامريکا سره قانع دۍ ،ولي هغه څه چي پاکستاني جنرالانوته زيان رسوي بيا دوي په يوه او بله پلمه دهغو دمنلو څخه سر غړوي .  دامريکا دسخاوتمندانه مالي ،تخنيکي او مادي مرستواو په افغانستان کي دجهاد په نامه دبل شوي اوربرکت  ؤ چي پاکستان  په اټومي ځواک  بدل شو.  امريکا او دنړۍ يو شميرعربی اواروپايي  هيوادو دشوروي دنفوذ دمخنيوي په خاطر دافغان مجاهدينو په نامه په ميليارډونو ډالر او ډول ډول وسلې پاکستان ته ليږ لې ،دهمدغو مرستو برکت و چي پاکستان اوافغانستان دالقاعده دنړېوال ترريستي سازمان په مرکز بدل سو.دا دۍ اوس دومره پيسې دالقاعده دسازمان او هغوي درهبرانو دله منځه وړلو په خاطر مصرفيږي چې ډير ژر به يې شميرل ناشونی وي . دهمدغو مرستو برکت و چي پاکستان د میليارډو ډالرودقرضوڅخه ځان خلاص کړ. دهمدغو مرستو پايله وه چي دا((۶۱))کاله پاکستاني جرنيلانواواستخباراتي شبکې  دافغانستان په کورنيو چاروکي دبربنډي او پټو لاس وهنو او مداخلونه لاس نه اخلي ، زه به ئې پدې ليکنه کښي بيلگي ددي لپاره راوړم تر څو ښکاره کړم چي پاکستان دامريکا او انگليستان په مرستو دډيورنډ دکرښي  اوپه افغانستان کي دخپل نفوف دساتلوپر سر له افغان ولس سره په کومه کچه دښمني پر مخ بيولې ده.
پدغه يوشپېته کالو کې دافغانستان او پاکستان روابطو ډيري لوړي ژوري ليدلي ،څو ځله دسفارتخانو او ديپلوماتيکي مؤسسو دتړلو تر کچي پوري داړيکو خراب تيارسېدلې ده. ان مرحوم دادو خان ئې دې مجبور کړچي دعمومی سفربربری اعلان وکړي .که ددغو ټولو اسنادو او شواهدو لوستونکۍ عادلانه او بې پري قضاوت وکړي پدي به اعتراف وکړي چي افغانستان هيڅ کله ندي غوښتی په پاکستان کي ددولتي رژيمونو دړنگولواو يا دهغه هيواد په کورنيو چاروکي مداخلې تکل وکړي .که همدا لهظه يو لوستونکی سوال وکړي چي  دافغاني لوري دپښتونستان دمسلي دحل غوښتنه مداخله نه ده ؟؛ غواړم دغه پوښتونکي ته ځواب ووايم نه !!!  دا مداخله نه ده دا دافغان  ولس ملي اونړېواله دنده وه او ده چي دډيورنډ دتش په نامه کرښي دهاخوا


پښتنواو بلوڅو قومونودسياسی سرنويشت دټاکلو مسله  بايدتل دپاکستان سره په اړېکو کي مطرح وي . نړېوال بايد دغه ټکی  ډير جدي په پام کې ولرې اودا هيره نکړي چې تر اوسه دپښتنو او بلوڅو دسرنويشت د ټاکلو مسله لاجمنه اولا ينحله پاته ده ا ددواړو هيوادو تر منځ يې مناسبات تر سيوري لاندي راوستی دي .


تر لمر روښانه واقعيت دادۍ چي پاکستان هيڅ وخت په افغانستان کي دولس دخوښي حکومت نه دۍ زغملۍ ،دا(( ۶۱)) کاله يې دامريکا اونورو پلويانو په مرسته زيار ايستۍ چي په افغانستان کي داسي يو ځواک قدرت تر لاسه کړي کوم چي بيله کوم دليل او برهان څخه دپاکستان هرامراو خدمت ته تيار او اماده وي  . نوربيا

Copyright Larawbar 2007-2024