کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / افغان ولس باید د خپل سرنویشت ټاکلو لپاره راووزي

افغان ولس باید د خپل سرنویشت ټاکلو لپاره راووزي

قدرمنو لوستونکو سلامونه مې ومنئ!


څه وکړم که هرڅومره زور ووهم چي لږ ارام کښېنم خوبیا هم یا زما خپل لېونی احساس او یا خو زما د خوږو ملګرو سوې نارې اوچیغې ما را پاڅوي اومجبوروي مې چي څه ولیکم دا که د طنز په جامه وي که لپلغړ خو دا ځل درته لوڅ پوڅ غږېږم او هغه دا چي، لا تر څو به دا بې شرمه او بې حیا کسان افغان ولس غولوي؟


حیران یم او حیران هو!



ګوښه کړائ شوئ لوی څارنوال عبدالجبار ثابت په واشنګټن کښي یوې غونډي ته وینا کوي .


دا خو ټولو ته څرګنده خبره ده چي، کرزی او ورسره په چوکۍ سپاره یاران یې د یو محدود وخت لپاره په پېزوان تړل شوي دي خو حیران هغه چا ته یم چي لا تر اوسه هم زموږ ځینولیونیانو له هغوڅخه د خدمت تمه لرله هغه شړل شوی لوی څارنوال جبار ثابت ناثابت دریادوم چي هردم شهید افغان ولس ته یې دجهاد نارې وهلې خو هیڅ …یې هم ونه کړل نن وشړل شو او صرف په دې پلمه چي، په سیاست کې ګوتي وهي زماپه شخصي نظرخوداهم د مکار اونرښځي کرزي یوځانګړی تاکتیک دی چي دخپل ځان په ګټه یوشمېر پلورل شوي کسان د ولسمشری دڅوکۍ ټاکنولپاره ونوموي ترڅو په اخېر کې په همده ملا چرګک خپلې رایې وپلوري په هرصورت له دې څخه به هم راتېر شوراځم خپل اصلی مطلب ته هفه متل دی چي ، چوغکه بې ازاره الوتونکې ده خو بیابل چاورته ووېل چي دډنډ له چینجيوڅخه وپوښتئ هو همدا نن د لوګر ولایت يو ډېر با احساسه افغان تیلیفوني راته ووېل چي شړل شوی لوی څارنوال هم د نوروخاینانوپه شان خاین او ډېرکثیف انسان دی  دایې هم راته ووېل چي ۱۷۰۰۰جریبه ځمکه یې دلوګردسقاوې په دښته کې په ډول ډول کسانو وپلورله نوماهم دیوانسان په حیث فکر وکړچي داخبره خو به ځکه ممکینه وي چي ددې ټپوس خبرې ټولې هوائي وې هسې ډزې یې کولې خو هیڅ هدف یې ونه ویشت دین محمد جرت اورمېږ ښه پرې تاو کړ خو دې بې همته له خپل ځان څخه هم قانوني دفاع ونه شوی کړلی نو خامخا به زما ددوست خبره رښتیا وی چي دې خاین هم دکرزي دنورو خاینانو په شان خپله ږيره ښه غوړه کړې ده اوس به بیا په تکرار سره خپل مظلوم ولس ته دومره ووایم چي د کرزي او جبار ناثابت په شان کسان خودټاکنووړنه دي اوداوخت هم دټاکنونه دی افغان ولس بایددخپل سرنویشت ټاکلولپاره راووزي .


اوس نو دا کوزه مسخره هم ولولئ او قضاوت پخپله وکړئ چي ، ولې ناثابت د حق غږ نه جګوي بس څرګنده  خبره ده چي پخپله جبار ناثابت غل دی


د لوی څارنوال د ګوښه کولو اصلي لامل د ننګرهار د ځمکو لانجه ده. معتبره سرچینه ټول افغان ته معتبرو سرچینو ویلي دي چې د لوی څارنوال عبدالجبار ثابت له دندې څخه د ګوښه کولو اصلي لامل ولسمشرۍ ته د نوموړي کاندیدېدل نه بلکې په ننګرهارکې د ثمرخېلو سیمې ته څېرمه د سرشاهي په سیمه کې په یوه ځمکه لانجه ده.
دا سرچینې چې ولسمشر او پخپله ګوښه کړل شوي لوی څارنوال ته نږدې دي وایي چې د څو ورځو راهیسې د عبدالجبار ثابت د لرې کولو خبرې روانې وې.


سرچینې دا هم ویلي دي چې عبدالجبار ثابت غوښتل د سرشاهي د ځمکې د لانجې څېړنې وکړي چې د نوموړي په وینا افغان سوداګر حاجي نجیب زراب نمره کړې او په خلکو یې خرڅه کړې ده. د دې ځمکې منظوري د حاجي زراب ګل زوی حاجي نجیب زراب د ننګرهار د والي ګل اغا شېرزي، د کرزي د کابینې د وزیر یوسف پښتون، او د ولسمشر کرزي د ورور د یو اوښي په مرسته د ولسمشر کرزي څخه لاسلیک کړې ده. خو په ځمکه سیمه ییز خلک دعوه لري او وایي چې د ملکیت کره قبالې یې لري.


سرچینه وایي چې ولسمشر کرزی ویرېده چې که عبدالجبار ثابت څېړنې وکړي نو پخپله او نوموړي ته نږدې کسان به په کې راګېر شي. نو ځکه یې د ثابت څخه څو ځلې غوښتنه وکړه چې د دې ځمکې د لانجې دوسیه بنده کړي. خو عبدالجبار ثابت د نوموړي دا خبره نه منله.


د یادونې وړ ده چې عبدالجبار ثابت څه موده مخکې ملت ته د حساب ورکولو په پروګرام کې په ګل اغا شېرزي تور لګولی ؤ چې په درغلیو کې لاس لري.


د افغانستان د ولسي جرګې یو غړي هم – چې د ننګرهار ولایت سره تعلق لري – پورتنۍ خبرې تایید کړي دي.


ټول افغان د دې تورونو په هکله د پورته یادو شوو نومونو غبرګون نه لري او که ورته راورسېږي نو خپور به یې کړي.


د یادونې وړ ده چې نن د ولسمشر ماڼۍ اعلان وکړ چې د عبدالجبار ثابت استعفا یې منلې ده. خو عبدالجبار ثابت وایي چې استعفا یې نه ده کړې، بلکې له دندې ګوښه کړل شوی دی او هغه په دې موخه چې ولسمشر کرزی ترېنه په راتلونکو ټولټاکنو کې د ویرې احساس کوي.


ولسمشر کرزي د عبدالجبار ثابت پر ځای د لویې څارنوالۍ یو بل کارکونکی بشیر احمد فضلي چې په پولنډ کې یې تحصیلات کړي دي د لویې څارنوالۍ سرپرست ټاکلی دی.


د یو روانشناس په څېرتاسو ته لیکم چي، دا سړی ډېر بې غیرته او متزلزل ښکاري .