کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / راتلونكي ټولټاكني او د قدرت د انحصار هڅي

راتلونكي ټولټاكني او د قدرت د انحصار هڅي

د افغانستان په دولت كې ښكېلو اړخونو د راتلونكو ټولټاكنو له پاره خپلې هڅې ګړندۍ كړي او غواړي د ټولټاكنو پر فضا خپله ولكه ټينګه او خپلې څوكۍ او واك وساتي.


لوى څارنوال عبدالجبار ثابت وروسته تر هغې چې ځان يي د راتلونكې ولسمشرۍ له پاره ونوماوه د ولسمشر كرزي له خوا له دندې ګوښه كړاى شو.


عبدالجبار ثابت چې د اسلامي ګوند سابقه لري او په حقوقو او سياسي علومو كې يې زده كړې كړي، چې د زده كړو يوه برخه يي په امريكې كې هم ترسره شوې، دوه كاله وړاندې ناڅاپه په دغه څوكۍ راڅرګند شو. ثابت په خپله، دغه څوكۍ پر ده د ولسمشر كرزي لورينه او مهرباني بلله، خو ځينو نورو بيا دا ټاكنه امريكې ته منسوبوله.


عبدالجبار ثابت كله چې د لوى څارنوالۍ څوكۍ ولكه كړه، نو د اداري فساد پر وړاندې يې جهاد اعلان كړ. د افغان مسلمان او مجاهد ولس چې په جهاد كې لوى شوى او په دې لړ كې يې زياتې قربانۍ وركړې وې، نو د ثابت جهاد ته يې هركلى ووايه او ورسره نږدې همكاري يې پيل كړه. د دې همكارۍ دوه غټ لاملونه وو، يو دا چې ولس ليدل د ولسمشر كرزي په مشرۍ دولت نور د فساد د فرهنګ په خپلولو سره ټولنه د نابودۍ په لور وړي او دوى نه غوښتل چې اداري فساد او قاچاق يې اولادونه له وينې تويولو پرته ووژني او بل دا چې افغان يو مجاهد ولس دى او جهاد له پاره تل چمتو او مټې بډ وهلې ناست دى او غوښتل يې چې د اداري فساد پر ضد جهاد كې برخه واخلي. ځكه دوى باور لري چې جهاد په څلورو صورتونو كې فرضيږي: تېري، فساد،ظلم او د دين تهديد، چې په دې توګه د فساد پر وړاندې جهاد ستره اسلامي ښېګڼه ده.


جبار د جهاد په لومړيو كې ښه توره ښوروله، خو كرار_كرار شاته شو او په پاى كې يې په جرئت سره اعتراف وكړ چې نور په وس كې هېڅ هم نه لري او د فساد په وړاندې جهاد كې يې ماتې خوړلې ده.


ثابت د خپل ماموريت په اوږدو كې د جنګسالارانو، زورمندانو او بډو سالارانو له مقاومت او شقاوت سره مخ شو او يوه ورځ يې د ټرافيكو د صلاح په لړ كې د جنرال دين محمد جرئت له خوا په ښه مزه ډبول وخوړل چې له ګومان پرته د نورو بعدونو تر څنګ يې سياسي بعد هم درلود.


ثابت د ننګرهار ولايت اوسېدونكى دى او د ننګرهاريانو دغه روحيه چې له څوكۍ نه زيات له كار او خپل ولس سره مينه لري، په ده كې هم كم وتم ليدل كيږي او تر اغېز لاندې يې دى، خو په دې توپير سره چې د دولت د څوكۍ او معاملې تود بازار دى هم لكه د نورو غوندې متاثره كړى دى.


ولسمشر كرزى چې كله د څوكۍ په پچه پورته شو نو ننګرهار غريب يې د سترګو په كسو كې رانغى، خو چې كله يې ورته پام شو بيا نو څوكۍ ټولې تالا شوې وې او ننګرهاريانو ته نورې څوكۍ پاتې نه وې او نه د ولسمشر كرزي تر څنګ كوم داسې ننګرهارى پاتې و چې هيواد او ولس ته مخلص وي، نو همدا و چې ولسمشر كرزي يو شمېر ننګرهاريانو ته د څوكيو د پاتې شونو په وركولو سره د ننګرهاريانو د پخلا كولو هڅه وكړه، خو نور اوبه له ورخه تېرې وې.


كرزى او د قدرت د انحصار لوبې:


كرزى د طالبانو د واكمنۍ په وروستيو كې د امريكې د الوتكې له لارې په افغانستان كې پياده شو او له يو شمېر نورو افغانانو سره د طالبانو د پرځولو تكليف يې پر غاړه اخيستى و او بيا وروسته د بن د غونډې په ترڅ كې نړيوالې ټولنې ورته د افغان دولت د جوړولو او په افغانستان كې د سولې او امنيت د ټينګولو او له نړيوالۍ ټولنې سره په همغږۍ كې د ستراتيژيكي موخو د تعقيبولو دنده هم وسپارله او د امريكې د جمهوري غوښتونكو د دولت او د ترهګرۍ ضد جګړه كې د هغوى د مرسته كوونكو له ملاتړ څخه برخمن شو.


ولسمشر كرزي لكه څنګه چې د بهرنيانو پر مټ پر څوكۍ تكيه وهلې وه، نو تل د تملق او بې كفايتۍ له لارې د نړيوالې ټولنې د خوشالولو په فكر كې و او ولس ته يې شا اړولې وه او د ولس په سياسي_ټولنيز پوټانشيل يې باور نه درلود، همدا وو چې د ده پر معامله ګرۍ او منفي مصلحتونو ولاړ حاكميت يو ځل بيا ولس د تپل شوې جګړې په څپو لاهو كړ، چې تر اوسه ولس ته د دغې جګړې پايله څرګنده نه ده او په اړه يې ولس يوازې په دومره پوهيږي چې نه دغه جګړه يې په ګټه ده او او نه د ولسمشر كرزي غوندې يوه بې كفايته مشرولي، او لكه څنګه چې دريم انتخاب وجود نه لري نو ولس د دولت او د ده د مخالفينو په دښمنۍ كې راګير شوى او د ځواك په سر سيالۍ جګړه كې د ښكېلو غاړو تر منځ لګيا دى دليږي.


ولسمشر خپل ماموريت د افغان ولس د تمې پر خلاف په پنجشېر كې د لوى جنګسالار د مقبرې په طواف سره پيل كړ او د شمالي ټلوالې جنګسالاران يې د څوكيو او القابو په وركولو سره ونازول او په دې سره يې د خپلې څوكۍ او واك د ټينګولو هڅه وكړه او د دولت جوړنې او ملت جوړونې پر ځاى يې يو مافيايي كړۍ جوړه او پر افغان ولس قابضه كړه، چې اوس يې نارواو ته مخه كړې، د ولس د جېبونو په وهلو او د نشه يي توكو او وسلو په قاچاقو بوخت دي او له نړيوالې سياسي_قاچاقي مافيا سره يې لاسونه يو كړي او د قدرت د انحصارولو نامشروع هڅې پر مخ بيايي او د افغانانو د خير او رفاه فكر ورسره نشته.


تر دې وروسته كرزي د قدرت د انحصار د هڅو په لړ كې خپله كابينه له وطندوستو او پركاره وزيرانو لكه علي احمد جلالي، اشرف غني احمدزي، رمضان بشردوست، سيدمصطفى كاظمي او نورو څخه پاكه كړه چې دوى ناقانوني او د چا فرمايشونه نه شواى زغملى.


تر دې وروسته كرزى خپل ټاټوبي كندهار ته متوجه شو او هلته يې د خپلې كورنۍ د واكمنۍ د ټينګولو له پاره خپل ځواكمن حريف ګل اغا شيرزى له هغه ځايه لرې كړ او ځانته يې ميدان خالي كړ. تر ده بده دا چې هلته يې يو بې بندوباره كس د والي په توګه واستوه چې په غزني كې د خپلو كړنو له كبله د خلكو په منځ كې منفور شوى و. دغه كس چې د شمالي ټلوالې د لنډغرۍ سابقه لري، سره له دې چې د كندهار خلك د ده له ظلم څخه تر پوزې رسېدلي او ان د كاناډا د لوړ پوړو چارواكو چيغې يې هم پورته كړې خو بيا هم له دغه څوكۍ څخه لرې نه شو او دا ځكه چې د امريكې په دربار كې شناخت لري او ولسمشر كرزى يې د خپلې بقا له پاره يوه ښه ذريعه ګڼي. د ولسمشر همداسې يوه بله ذريعه زلمى خليل زاد و چې اوس يې ترې لاس اخيستى او په خيال كې لري چې راتلونكى ولسمشر شي، خو د امريكې له خوا يې مخالفت كيږي.


ولسمشرۍ ته د لوى څارنوال له كانديدېدلو سره سم د ولسمشر كرزي له خوا د هغه د ګوښه كېدو سملاسي اعلان او ټينګ غبرګون دا ښيي چې د لوى څارنوال دغه اقدام ولسمشر كرزي ته سخت ټكان وركړى دى. دا ځكه چې ولسمشر كرزي له لوى څارنوال، حاجي دين محمد او امين ارسلا سره د مشرقي د رايو د خپلولو خيال په سر كې لره او اوس چې خپله دغه جناب د ولسمشرۍ خيال په سر كې لري نو دا ولسمشر كرزي ته د مشرقي د رايو د وېشل كېدو په مانا دي.


خو د دغه اټكل تر څنګه بل اټكل هم شته، هغه دا چې د لوى څارنوال په لرې كولو سره شايد ولسمشر كرزى وغواړي د راتلونكو ټولټاكنو په اړه د قانون د تمثيل ننداره وړاندې كړي او زورمندو كانديداتورانو ته پيغام واستوي چې د كانديدېدو په صورت كې به دولتي څوكۍ ترې واخيستل شي. دا چې د دغه تمثيل له پاره ولې لوى څارنوال غوره شو شايد دوه علته ولري، يو دا چې ثابت تر ټولو بې واسطه چارواكى و او بل دا چې له ثابت نه د كرزي د ملاتړ په سر شمالي ټلواله او جنرال دوستم ناراضه وو او په دې سره كرزي د دغو ناراضيانو د پخلا كولو هڅه كړې وي.


خو ځيني سياسي شنونكي بيا په دې باور دي چې ولسمشر كرزي د پښتنو د ملاتړ په له لاسه وركولو سره خپل موثريت له لاسه وركړى او په راتلونكو ټولټاكنو كې امريكا يې ملاتړ نه كوي، خو دا چې امريكا غواړي خپل كانديد د ټولټاكنو د كمپاين په وروستيو كې ډګر ته وباسي او تر هغه د ټولټاكنو فضا په ابهام كې وساتي، نو ولسمشر كرزى يې هم په ابهام كې پريښى او هغه ته يې دنده سپارلې چې د ټولټاكنو فضا په ابهام كې وساتي، نو اوس د ثابت ګوښه كېدل كېداى شي د كرزي له خوا د كانديدانو د وېرولو او د فضا په ابهام كې د ساتلو يوه هڅه وي. ځينې نور شنونكي بيا دا نه مني او وايي چې كرزي د اروپا په سفرونو كې د ځان په ګټه زيات كمپاين كړى او د اروپا د ځينو مشرانو ملاتړ يې ترلاسه كړى دى، كه امريكا يې ملاتړ هم ونه كړي نو بيا به هم د اروپا په ملاتړ ټولټاكنو ته ودانګي او كه د ولسمشرۍ څوكۍ يې هم ونه ګټله نو كم تر كمه دومره خو به وكړاى شي چې د يو شمېر رايو په خپلولو سره راتلونكي دولت ته خپله لار پرانيزي.


د راتلونكو ټولټاكنو په اړوند د كرزي تيتې او پاشلې هڅې دا ښيي چې دى خپله هم د ټولټاكنو په اړه نړيوالې ټولنې د ابهام په پرده كې پريښى او د دوى او په تېره بيا د امريكې د ملاتړ سيګنال ورته نه دى رسېدلى او دا طبعيي هم ده، ځكه ولسمشر كرزى د امريكې د جمهوري غوښتونكو له ملاتړ څخه برخمن دى او د راتلونكې جنورۍ څخه مخكې چې د امريكې نوى دولت په كې جوړېږي، امريكې ته ستونزمنه ده چې د ولسمشر كرزي د برخليك او ملاتړ په اړه پرېكړه وكړي، هغه هم په داسې حال كې چې د دموكرات ګوند كانديد اوباما لا تر مخه خپل پيغام خپور كړى چې د افغانستان حالات ورته د منلو وړ نه دي او د افغانستان له پاره به خپله ستراتيژي ولري، چې ځينې شنونكي دا ولسمشر كرزي ته د ده د نه ملاتړ روښانه پيغام بولي او فكر كوي چې په دې پيغام سره اوباما كرزي ته ويلي چې د ده د اعتماد او ملاتړ وړ نه دى.


خو كرزى بيا هم ناكامې هڅې ته لاس اچوي او فكر كوي چې نړيواله ټولنه به په دې ونه توانېږي چې له ده څخه كوم غوره كس د افغانستان د راتلونكې ولسمشرۍ له پاره ومومي، چې په دې اساس كېداى شي خپله معامله له سره له نړيوالو سره تجديد كړي او په واك كې پاتې شي. خو كرزى د موضوع حساسيت ته كمه توجه كوي او هغه دا چې د كرزي په مشرۍ دولت د افغانستان حالات دومره كړكيچن كړي، چې خپله د ده په مشرۍ د دولت چارواكي د ستونزې يو اړخ ګرځيدلي او د دوى په شتون كې د افغانستان د ستونزې حل  نه شي رامنځته كېداى.      


كرزى اوس هم د ولس په رسالت باور نه لري او فكر كوي چې نړيواله ټولنه به د تېرې تجربې پر بنسټ ده ته زمينه برابره كړي چې رايې ترلاسه او واك ته ورسېږي، خو اوس دا ناشونې ده چې نړيواله ټولنه د تېر په څېر افغان ولس د جبر په يوه تنګنا كې راګير او دې ته مجبوره كړي چې د دوو بدو انتخابونو تر منځ يو يې انتخاب كړي. ځكه افغان ولس اوس د انتخاباتو تجربه ترلاسه كړې او كه له دا راز ټولټاكنو سره مخ شي نو هغه به ونه مني او هغه به سبوتاژ كړي.


سياسي شنونكو لا وخت تر مخه د موجوده امكاناتو په صورت كې د ټولټاكنو د سبوتاژ او نه مشروعيت خبردارى وركړى او فكر كوي چې امريكه او نړيواله ټولنه تر هغه چې د افغانستان په اړه په خپل سياست كې بدلونونه رانه ولي، د ستونزو د حل له پوځي حالت څخه سياسي حالت ته تېر نه شي او يا د جنګ په ډګر كې پرمختګ تر لاسه نه كړي او د جګړې لمن له افغانستان څخه ټوله نه كړي، نو راتلونكي انتخابات به ناممكنه وي چې ترسره شي.


د حالاتو د نه بدلون په صورت كې دوه لارې په مخكې دي چې د لويو ښارونو د وګړو په نيمګړو او ماتو ګوډو رايو بسنه وشي او د رايو شمېرلو مركز ته د تېرې تجربې پر بنسټ له جعلي رايو ډك شوي صندوقونه ننه ويستل او ټولټاكنو ته پرې مشروعيت وركړ شي، چې دا به امنيت او حالات نور هم كړكيچن او پېچلي كړي او يا چې انتخابات پرېښودل شي راتلونكي ته او لومړى لويه جرګه جوړه شي، چې لويه جرګه به لنډمهالى دولت جوړ او د حالاتو د ښه كېدو په موخه به دغه دولت د جرګې پرېكړې او وړانديزونه نړيوالې ټولنې سره په همكارۍ كې تر اجرا لاندې ونيسي او مشروع ټولټاكنو ته به لاره هواره كړي.


د لوى جرګې د جوړېدو په اړه ګونګسې لا له مخكې نه خپرې شوي او ځينو اندېښنه ښودلې چې ولسمشر كرزى هڅه كوي چې جرګې ته د خپلې خوښې استازي راوبولي، خو سياسي شنونكي په دې اند دي چې تر څو د جرګې بې پرې والى خوندي نه وي او په جرګه كې د ستونزې د ټولو غاړو استازي برخه ونه لري نو اغېزمنتوب يې هم ډاډمنېداى نه شي.


لنډه دا چې د كرزي او د كرزيانو واكمني خورا ناكامه او كمزورې ده، په ولس كې خپل ملاتړ يې له لاسه وركړى، هېواد يې له يوې تپل شوې جګړې او ناپايه ناامنۍ سره مخ كړى، او د دغې واكمنۍ د دوام غوښتونكي په داسې حال كې چې د نړيوالې ټولنې له خوا په ابهام كې اچول شي، د قدرت او څوكۍ د انحصار په ناكامو هڅو لګيا دي، د قدرت د ترلاسه كولو له پاره په كاري وړتيا او ابتكار او د ولس په رسالت او اعتماد باور نه لري، معاملو ته ترجيح وركوي او د خپلو سياسي مخالفانو په زبېښلو، فشار وركولو او وېرولو سره غواړي هغوى له خپلې مخې لرې او د ټولټاكنو د ميدان يوازيني اس ځغلونكي وي.