کور / راپور / په زابل ولايت کي درې ټنه نشه يي توکي وسوځول سول

په زابل ولايت کي درې ټنه نشه يي توکي وسوځول سول

د زابل امنیتی مسوولین وايي یاد توکي يې د زابل په مرکز قلات او د کابل کندهار په لویه لار نیولی دي چي نن د ولایتي استازو به مخ کي وسوزول سول.

د یاد ولایت ولایتي مسوولین د امنیتي ځواکونو یادي هڅي ستايي او زیاتوي چي پدې ورستیو کي د یاد ولایت امنیتي ځواکونه ګڼي لاسته راوړني لري.

د زابل ولایتی مسوولینو درې ټنه هغه مخدره مواد چي په تیرو څو میاشتو کي ددغه ولایت په مرکز او د کابل کندهار په لویه لار د امنیتي ځواکونو له لوري نیول سوی وو وسوزول.

د زابل ولایت د امنیې قومندانۍ د نشه يې توکو پر وړاندي د مبارزې مدیر څارمن سردار محمد هوتک وايي په یادو مخدره توکو کي تاریاک، هیروین، شراب، چرس او داسي نور توکي شامل دي.

دی وايي د زابل امنیتي ځواکونو د مخدره موادو د قاچاق پر وړاندي جدي مبارزه روانه کړې ده

دده په خبره د سیمي د خلکو په همکارۍ توانیدلي چه ښې لاسته راوړنی ولری او زیات هغه مخدره مواد چي قاچاق وړونکو غوښتل له مرکزی سیمو یی کندهار او نورو ولایتونو ته ولیږی نیولی او شکمن کسان يې د قانون منګولو ته سپارلی دي.

د مخدره موادو سره د مبارزی مسولین وایی چه د دغو نشه یی توکو سره په تړاو يې ۷۷ تنه قاچاق کوونکي نیولي او همدا راز يې او ۲۷ عرادی وسایط يې د کندهار ګمرک ته سپارلي دي.

پر همدی مهال د زابل والی خیال محمد حسینی او د ولایتی شورا رییس عطاجان حقبیان د نشه یی توکیو پر خلاف د زابل د پولیسو هلی ځلي ستايي او وايي چي د زابل امنیتي ځواکونه مسلکي سوي او هیڅوک نسي کولای مخدره توکي له یاد ولایت څخه نورو سیمو ته ولیږدوي.

دوی وايي په زابل کي دا مهال د نشيي توکو کښت او قاچاق هم ډیر کم سوی دی.

د زابل ولایت د نشه یی توکیو پر وړاندی د مبارزی د مدیریت لخوا په داسی کی دری ټنه نشه یی توکی سوزول کیږي چی په دی ولایت کی د معتادینو شمیر ورځ تر بلی د زیاتیدو په حال کي دی او له امله یی د جرمونو او غلاو په پیښو کی هم زیاتوالی راغلی دی.