کور / راپور / د لغمان نوی والي:د قانون حاکميت او تطبيق مي د کار لومړيتوب دی

د لغمان نوی والي:د قانون حاکميت او تطبيق مي د کار لومړيتوب دی

د قانون حاکمیت او تطبیق او په چارو کې ولسي مشارکت مې لومړیتوب دی. محمد اصف ننګدا څرګندونې د لغمان نوي والي محمد اصف ننګ نن په لغمان کې د نوموړي د معرفت په ویاړ په جوړه شوې غونډه کې په خپله لومړنۍ وینا کې وکړې او زیاته یې کړه، چې په خپل ټول قوت به په دې ولایت کې د قانون حاکمیت او تطبیق او دغه راز د امنیت، ښې حکومتولۍ او انکشاف په چارو کې ولسي مشورو او د خلکو ګډون ته خاصه توجو وکړي.

دغه غونډه چې د ښاغلي ننګ د ښه راغلي او د لغمان د پخواني والي عبدالجبار نعیمي د مخه ښې په موخه جوړه شوې وه په کې د ولایت مرستیال الحاج شهزاده مظلوم یار، د سیمه اییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مالي او اداري مرستیال روح الله نیازي، په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازي حاجي نقیب الله محبت، د ولایتي شورا رئیس محمد رفیع مموزي، د علماوو شورا رئیس مولوي عبیدالله الکوزي، د ختیزو ولایتونو د ټولنیزې شورا رئیس عبدالخالق حسیني، قومي مخور عبدالهادي واحدي، قومي مشر حاجي تور جان او د ځوانانو په استازۍ حنیف الله شهاب پشه یي په وار سره په خپلو خبرو کې د پخواني والي عبدالجبار نعیمي د کړو خدمتونه ستاینه او قدرداني وکړه او نوموړی یې د لغمان د بیارغونې او انکشاف په برخه کې هغه اتل په ګوته کړ، چې د لغمان لپاره یې د خپل ماموریت په دوره کې بې ساري خدمتونه تر سره کړل.

یادو کسانو د خپلو خبرو په دوام نوي والي ښاغلي ننګ ته د لغمان د امنیت، حکومتولۍ او انکشاف په برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ او مرستې ډاډ ورکړ.

وروسته د لغمان پخواني والي عبدالجبار نعیمي په لغمان کې د خپل ماموریت پر مهال په تر سره کړو کړنو، لاسته راوړنو او پرمختګونو کې د لغمان د ملکي او نظامي ادارې او د لغمان د ولسونو مرسته او ونډه اخیستنه د پام وړ یاده کړه او له ټولو څخه یې د مننې تر څنګ نوي والي ته په مبارکۍ ویلو سربېره له هغه وغوښتل چې له ده څخه د پاتې نیمګړو کارونو او د لغمان د ولسونو د ګډو ارمانونو د پوره کېدو لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.

په پای کې د لغمان ولایت لپاره نوي ګمارل شوي والي محمد اصف ننګ د لغمان د ولسونو د مینې او تود هرکلي څخه په مننې د پخوانیو والیانو تر سره کړي کارونه د قدر وړ وګڼل او زیاته یې کړه چې په خپل ټول توان به د لغمان د امنیت، انکشاف او ښې حکومتولۍ لپاره شپه او ورځ په جدیت سره کار وکړي.

ښاغلي ننګ همدارنګه د بیان ازادۍ ته د ژمنتیا په څرګندولو سره زیاته کړه چې حقایق باید هېڅ پټ نشي او هر هغه څه چې د نافذه قوانینو خلاف وي پر وړاندې به یې د قانون سره سم قدم پورته کړو.

د لغمان والي محمد اصف ننګ وویل چې د روانې تپل شوې ناروا جګړې حل ټوپک نه بلکې ثبات دی او د ثبات په راوستو کې له دولت سره د ولسونو همکاري او ګډ کار کول ډېر زیات ضروري دي.

ښاغلي ننګ د خپلو خبرو په پای کې ولسونو ته ډاډ ورکړ چې د ولایت مقام دروازه به د ټولو په مخ خلاصه وي او د ولسونو په مشوره به د امنیت، انکشاف او حکومتولۍ په برخو کې خپل درلودونکي پلانونه یو په بل پسې تطبیق او عملي کوي.