کور / تازه خبرونه / سانسکريت پښتو لومړی قاموس آنلاين سو

سانسکريت پښتو لومړی قاموس آنلاين سو

يادونه: که د قاموسونه ټکی کام پروژې په هکله پوښتنې لرئ نو لاندني لينک ته مراجعه وکړئ: http://bit.ly/1IZm3uV

د ژبو د نړيوالې ورځې په مناسبت د قاموسونه ټکی کام آنلاين پروژې www.Qamosona.com د سانسکريت پښتو لومړی قاموس آنلاين کړ. په دغه قاموس کي تقريبا ۴۶۰۰ د سانسکريت ژبي لغتونه په پښتو ژباړل سوي دي. دغه قاموس ما عاجز د سانسکريت په ډګر کي د خپلو لومړيو او بنيادي زدکړو پر وخت د لغتونو د ليسټ په شکل پېل کړی ؤ چي په ټوليزه توګه په اصل کي تقريبا ۱۰ زره لغتونو ته رسېدلی. خو د لغتونو د دغه ليسټ نيمه برخه لا د تلفظ او ژباړي په برخه کي څه کار غواړي. له همدې کبله آنلاين سوی دغه قاموس لا ازمويښتي بڼه لري ولي چي د بیا کتنې او اصلاح کار يې لا بايد تر سره سي.

د سانسکريت پښتو په دغه قاموس کي د هر سانسکريت لغت سره په نړيوال فونېټک الفبا IPA د دغه تلفظ هم ليکل سوی دی. په دې توګه حتمي نه ده چي د دغه قاموس څخه د کار اخيستنې له پاره د چا ديوانګري يا سانسکريت ليک لوست زده وي. د بېلګي په توګه د अंग لغت سره د دغه لغت تلفظ (əⁿgə) او پښتو معناوي «عضو، غړى، د بدن غړی» راغلي دي.

سانسکريت संस्कृतम् د آريايي ژبو څخه هغه تر ټولو مهمه ژبه بلله کيږي. دا هغه ژبه ده چی پانيني ورباندي د انسانانو د تاريخ لومړی او مفصل ګرامر وليکی چي تر نن پوري بېساری دی. همدغه ژبه ده چي د هندو اروپايي ژبو پر بيلو څانګو يې اغېزې شېندلي او بېله دغې ژبي څخه د هندو اروپايي يا آريايي ژبو د ژبپوهنې څانګه نېمګړې او نامکمله ده.

ژبپوهان وايي چي د هندو اروپايي ژبو په ډګر کي د څېړني له پاره د سانسکريت ژبي زده کړه حتمي ده. بېله دغي ژبي څخه په جدي توګه د ژبو په دغه څانګه کي علمي کار تقريبا ناممکنه دی.

هيله ده چي دغه قاموس به حد اقل و سانسکريت ته د تعارف په ډګر کي د پښتنو زده کوونکو او څېړونکو کار تر بنيادي اندازې آسانه کړي.

ستاسو د دعاؤ په هيله.
ستاسو خادم
احمدولي اڅکزی، د قاموسونه ټکی کام www.qamosona.com مسؤل چلوونکی
د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ ۲۱مه نېټه، بون

د احمدولي اڅکزي د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO
_____________________________________
د احمدولي اڅکزي له وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه