کور / خبرتیا او پيغامونه / د دوستی فرهنګي ټولني د ډاډګېرني پېغام

د دوستی فرهنګي ټولني د ډاډګېرني پېغام

دادغم له پاسه غم دی

تيرويرونه مولاهير سوی نه وو چي د پښتوژبي  لوي  شاعر،ليکوال ،څيړونکی د علم  ،ادب ځلانده ستوری ،فرهنگی  لوي شخصيت اوپېژندل سوی مبارز او د ویښ ځلمیانو دغورځنک فعال  غړی سرمحقق عبدالله بختانی ندورپېښی ناروغی له امله ناببره  په حق ورسيد اوزموږ  یې يوازي پرېښودلو . انا الله انا اليه راجعون دمرحوم دبختانی صاحب مرګ د پښتوادبی ، علمی او فرهنګی جونگړي لپاره داسي يوه لويه تشه پرځاي پرېښودل چې ډکول به یې تر ډېره گران کاروي ،مرحوم دافغان ولس لپاره يوه لويه اوجبيره نه کونکې ضايع ده . مرحوم سرمحقق بختاني د هېواد په ادبي ډګر کې د پام وړ هڅې کړي او په لسګونوکتابونه اوبې شمېره ليکنې  يې  هيوادوالوته په ميراث پرېښودې  . په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه پداسي حال کښي چي دارواښاد سرمحقق عبدالله بختانی مړينه  دټول هيواد لپاره ستره  غميزه اولويه ضايع   اوځان پدې ستره غميزه کي شريک بولوي . د لوي څښتن  له درباره څخه ارواښاد مرحوم استاد ته جنت الفردوس دکورنیپاتې کسانو، دوستانو،دعلم ،پوهی اوقلم خاوندانو ته  جميل صبر غواړو  . روح دي ښاد او ياد دې ابدی وي .الحکم الله

دټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور