کور / شعر / د خوشال خان خټک د نیشن سټیټ ځانګړې نظریه او د ويښو پښتنوځوانانو پاڅون

د خوشال خان خټک د نیشن سټیټ ځانګړې نظریه او د ويښو پښتنوځوانانو پاڅون

لیک: عبدالحی ارین

کله چی اروپایانو د اوسنۍ جرمنی په ویسټ فیلیا کښې په کال ۱۶۴۸ م کې په اول ځل د نیشن سټیټ یا ” دا قام په بنیاد د ھیواد د جوړولو” مفکوره پیښوله، نو په شرګونو میله ختیځ لوري ته د پښتانه په وطن پښتون خوا کښی خوشال خان خټک د نعره وھلې وه او ویل بې:

درست پښتون له کندھاره تر اټکه………….. سره یو د ننګ په کار پټ او ښکاره.”

په دې شعر کې خوشال بابا نه صرف د ھیواد پولې ښکاره کړې دی بلکه هغه د پشتانه د یونیفیکیشن یعنی قامی وحدت پیغام ھم ورکړې دۍ.

د قلیم او تورې خاوند بې څارې پښتون شاعر خوشال خان بابا دغه نعره د اولسمې پیړی په سیمئز سیاسی کړکیچ او د پښتان اولس بې وزلۍ ته په ځواب کې ویلې .که څه ھم تر خوشال بابا له زمانې له ډیر پخوا پښتنو د باچاهی خونډ څکلي وو. پښتنو لکه شیرشاه سورئ، خلجیانو او لودھیانو په هندوستان باچاهی کړې وه. دا باچاهی له خو د بل په خاوره، په پردی اولسونو او یا بیا د مغلو او ایرانیانو په مټو.د د پشتانه قام په ګټه نشوه. ځکه خوشال بابا هم وائي چی د مغلو نوکری یې شه په ایمانداری سره کوله. د مغل دپاره یې خپل خلګ ووژل. خو، بیا ھم دا ایماندارۍ او سپیڅلۍ خذمت هغه مغل نه کۍ.

په اولسمه پیړۍ کې د خپلواک سټیټ دپاره د پښتنو مبارزه

له مغل بادشاه اورنګزیب سرا د تعلقات خرابیدو پس اورنګزیب خوشال بابا لس کاله زندان ته واچوو او چی کم وخت خوشی کو نو خوشال په دوست او په دښمن سر خلاس شوې وو.

که څه هم اورنګزیب باچا او د هغه ملګرو په څو واره خوشال بابا تا بیرته د روغې او هغه ته مغلی دربار کی د لوړو څوکیو پیشکشونه وکو. خو خوشال دا ټول رد کو او په دې پوھ سو چی ځما او ځما د قام عزت د بل په دربار او بادشاهی کې نه بلکه د پشتانه قام په یو والی او خپل واک او اختیار کې دی.

 او بیا دا وو چی خوشال د مغل دربار په ځئ د پښتنو کوڅو پُر لور روان سو او په پښتنو مشرانو ئي چیغه وکه. کور په کور کلی په کلی او کوڅه په کوڅه پښتنو چیغه واکه چی راځی چی سرا یو سو او د مغل خلاف مبارزه وکو. و داو د پښتنو دغه ننګیال افغان پښتانه بیلا بیل قبائل سرا یو لښکر کو او د مغل مخ يې ور تور کو، په۱۶۷۲کې د مومندو، ساپو، شنوارو، خټک او داسی نورو قبیلو په مرسته دا خیبر پاس په علاقه کی د مغل د پوځ ۴۰۰۰۰ کسان مردار کړو سی په هغه کې صرف څلور کسان ژوندی په تیخته کې بریالی شوي وو. او لدی پس د مغل د امپراتوری ستوری د پښتانه په وطن کې په ځووړ پیل وکو او بیا کله هم نسوه ځلانده. “

هم هغه وخت نورو پښتنو لکه ایمل خان مومند او دریا خان اپریدی د پښتانه د خپلواکي او د پښتنو د یوالی د پاره خپله توده مبارزه د خوشال بابا څنګ په څنګ وکه او تر ډیر حده کامران شو ، خوشال سی څه وخت بوډه سو نو  په زړه کی هم بس دغه ارمان وو   بابا د پښتانه د غلامی ځخه د خلاسون یواځینی لار توده مباره ګرزولې وه او تر اخری ورځې پورې هم په دی خبر ولاړ وه ځکه څه وخت چی هغه مړ شو….. نو څو شپې ورځې پس چی خلګو د خوشال لاښ و مندی نو د خوشال د مړئ سرا سرا د هغه توره او د اس زین هم پرتا وو. خوشال خان بابا پښتنو ته تر خپل منزله درسیدو لاره ھم ښودلیده. ”  او وائي

 پښتانه که نور څه فکر کی ناپوھ دی..

.بے د توری خلاصۍنشته په بل کار

اتلسمه پیړۍ اود پښتون نیشن سټیټ

د خوشال خان بابا د نیشن اسټیټ دغه نظریه د هغه ددې دنیا جامے بدلو سرا نسوا مړه بلکه د هغه وخت ویښو پښتنو په بار بار د پښتانه د یوالې او د خپلواکی مبارزې ولړیو ته دوام ورکړی. او دا وو سی په۱۷۰۷ کې د میر وائس نیکه په مشرئ کې د کندھار پښتانه سرالښکر سو او د کندھار ګورنر ګورګین مړ کو او په کندھار کی د پارس(ایران) غلامی ته نا صرف دا سی لته ورکه بلکه دوه ځل یې د هغه وخت طاقتور ایران ته ماته ورکه. او بل اخر د خوشال خان خټک د نیشن اسټیټ د نظریې په رڼا کې د پښتنو خپلواک ھیواد میر وائس نیکه اعلان څه پداسی تاریخی تورو(ټکو) کې وکو ” که پتاسو کې څوک داسی شته چی هغه د خدائۍ تعلی او د ھیواد والو پښتنو په مرسته اخستل شوې دغې قیمتی ازادی و خپلواکی ځخه خوند اخستل نه

غواړی، نو هغه کس ته اجازه ده چی ددې ھیواد د پولو (فرنټیر) ځخه د دباندی ووزی.” داسی د میر وائس نیکه د مرګه نه پس د هغه زوئ د پښتانه وطن فرنټیر د پښتنو په مټو د ایران تر اسفھانه غځوالې وو.

نادر شاه افشار چی د ایران بادشاه وو، د هغه د مرګ پس یووار بیا په ۱۷۴۷ کې د خوشال خان خټک د دې نظریه په رڼا کې پښتانه پاڅون کوي او کندھار ته احمد شاه ابدالی له څلور زرا شملورو پښتنو سرا راځی، ھلته د ټولو قبايلو مشرانو سرا جرګه کیږي او د ‘نهه’ شپو ورځو پس احمد شاه باچا ټاکۍ. او بیا دا وو چی احمد شاه پښتانه سرا لښکر کوي او یو وار بیا له غزنی څخه پیل کوي او کابل ته په فتوحاتو رسی. بیا دا وه چی ټول لر او بر وطن کې پښتانه افغانان سرا را یو ځئ کو او د موجوده افغانستان په شکل کې د خوشال خان هغه نیمګړی ارمان یعنی د پشتانه قام دپاره د خپلواک او متحد ھیواد خوب يې پوره کوو

په نولسمه پیړۍ کې د پښتنو د نیشن سټیټ زوال

که څه هم د خوشال خان خټک ارمان د افغانستان د جوړیدو پس پوره شو، خو د وخت جبر، د استعمار او استثمار عیاری، چالاکی او د هغه وخت د سیاسی مشرانو د  ناپوهی دلاسه د پښتنو امپراتوری، خپلواکی او حکمرانی دلاسه ووته او بیا دا وه  چی  د اورنګ او د فرنګ هغه ننې تور رنګ نن هم د پښتانه وطن په څلورو برخو کې  ویشلې ساتلۍ دی. که څه هم د دې غلامی په زد او یو وار بیا د یو متحده پښتون وطن د پاره ځینو پښتنو لکه مرزا علی خان المعروف فقیر اف ایپی، حاجی صاب اف ترمزی او کاکا صنوبر حُسین مومند غوندی پښتنو د انګریز استعمار خلاف  توده مبارزه شروع کړې وه. فقیر اف ایپی په تاريخ کې په اول ځل د پښتونستان بیرغ په وزیرستان کې په خپله علاقه کاڼی ګرم کې راپورتکړۍ وو…او دا رنګه د خان عبدالغفار خان المعروف باچا خان او خان عبدالصمد خان اڅکزئ المعروف  خان ښھيد په مشری کې په لھکونو پښتنو د قامی وحدت د پاره سیاسی مبارزې پیل کړې . اوهغو به خلګو ته سیاسی شعور ورکو او د قام ځلمیان بې را پارول. او ‘خپل قام خپله پارټی’ او ‘خپله خاوره خپل اختیار’ غوندې ټاریخی نعرو له لارې د پښتانه د وحدت د پاره خپل ټول عمر دغو مشرانو په جیلونو کې تیرکواو لیا نن ھم پښتون قام او د هغه خاوره د غلامی په بدترینه ګرداب کې راګیر دئ او د خوشال د خپلواکۍ ناوې له سرتوره ناسته ده.

یوشتمه پیړۍ د قامونو د ازادی پیړۍ ده

دپښتنو دښمنانو د اسلام, کفر او دهشتګردي تر نامو لاندي له تيرو پنځوس کالو په لر او بر کې په لکهونو پښتانه مړه کړو, په لکهونو پښتانه ئي بې کوره او بې ګوره کوو, معشيت يې ورتباه کوو,عزتونه لوټ شو, پشتون هم مړ هم پړ شو خو هغه وخت پښتنو من حيث القوم احتجاج نه وکو.

نن د پښتانه په وطن دا تور شبخون په تيرودو دي, د امن د سهار سپيدے را خوټيدلي دي. پښتانه ځوانان راويش شوي دي او د خپلو وينو حساب غواړي. لويه خبر هم دغه ده چي هغو اصل دښمن قام ته ورپه ګوته کړي دي. پخوا به صرف د پښتنو د قام پاله ګوندونو ملګرو د نعرا وهله چي دي “دهشتګردي په شاه وردي ده ” خو نن دا يو قامي شعار ګيرزيدلي دي. په لکهونو پښتنو ځوانانو د پښتون قامي پاڅون تر نامه لاندي په خيبر پښتونخوا, منځني پښتونخوا او جنوبي پښشتونخوا سرا سري په اسلام اباد کې لاريونونه را ويشتل چي خپل قام را ويش کي, يو موټي یې کي او د  دشمن جوړوکړو د سيسو و مخ تې ودروي. د سلسه اوس شروع شوه چي اوږ دوام او درمان به لري.

پوھاند او انقلابی سياسی مبارز ارواښاد سائین کمال خان شیرانی به ویل، چی یونانیان وائی د خپلواکی ناوې ته یواځی هغه څوک رسیدلائ شی څوک چی دوینو په سیند کی هغې (ناوې) ته په لامبو ورسی . شیرانئ بابا وائۍ چی که اوس موږ چیری د هغو وینو ټکل وکړو، چی له مودو زموږ میړنو پښتنو پر خپله خاورې توې کړې او خپل ننګیالی سرونه ئې ترې جار کړې دۍ ….نو تپوس ځښته پلټنه او سیړنه غواړي چی د دومره ډیره سر ښندنه او دا دومره ډیره وینه زموږ د خپلواکی د ناوې ‘ولور’ ولې نسو.

ځما په اند دا څیړنه ویښ ځوانانو ته کورۍ  چی هغه و قام ته دا ور ښکاره کي چی نن د پښتانه د درپدری، غلامی، او د قامی وحدت له مینځه تللو هغه بنیادی وجوهات څه دی؟؟

 او دا هم په ویښ ځوانانو پورې اړه لری  چی دا وجوهات معلوم کی چی د پښتانه د نیشنلزم د رائز اینډ فال بنیادی وجوهات څه دی ؟؟؟

 او څنګه کیدې شی چی د خوشال خان خټک د ‘نیشن اسټیټ او پښتون وحدت خوب’ یو وار بیا را ژوندئ شی.د خوشال خان د خپلواکې ناوې چی له تر ووسه بې پړونۍ ناسته ده ،څنګه اوڅوک بې پړونی ور پُرسرکی؟