کور / راپور / په کندهار کي د غلچکي بریګرو ۱۲ کسيزه ډله ونيول سول

په کندهار کي د غلچکي بریګرو ۱۲ کسيزه ډله ونيول سول

له کندهار ولايت مقام څخه په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي چي د غلچکي بریدګرو ياده ۱۲ کسيزه ډله د ملي امنیت ځواکونو له لوري د کره کشفي معلوماتو پر اساس نيول سوې.

د خبرپاڼي په وينا ، يادي ډلې په کندهار ښار کي وژني کولې او د خلګو په منځ کي ئې وېره خپرول.

خبرپاڼه زياتوي نيول سوو کسانو اعتراف هم کړی چي په کندهار ښار کی يې غلچکي بریدونه کول او يو شمېر بېګناه کسان ئې وژلي دي.

باید وویل سي چي څو ورځي وړاندي ملي پوليسو هم درې تنه اختطاف کوونکي چي يو کوچنی يې تښتولی وو، د عملياتو پرمهال ووژل.