کور / راپور / برمک: کابل کې د خوښۍ ډزو په تړاو ۱۷ تنه نیول شوي دي

برمک: کابل کې د خوښۍ ډزو په تړاو ۱۷ تنه نیول شوي دي

کورنيو چارو وزارت په تېرو ورځو کې کابل کې د خوښيو د ډزو په تړاو ١٧ تنه نيول شوي او په خبره یې دغه ډزې ډېرې د دولت د لوړپوړيو چارواکو اړوند کسانو کړې دي. د افغانستان د کرکـټ ملي لوبډلې د سلواغې په دېرشمه شپه د يو ورځنيو نړيوالو لوبو په لړ کې په پنځمه او وروستۍ لوبه کې زمبابوې ته ماته ورکړه او د پنځو لوبو لړۍ يې څلور پر يو وګټله. دغه راز افغان لوبغاړو (بازمحمد مبارز او احمدولي هوتک) په رزمي ازادو سياليو (MMA) کې خپلو سکاټلينډي او اوکرايني سيالانو ته د کب په څلورمه شپه ماتې ورکړه. په يادو دواړو شپو له دغو برياوو وروسته د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې خلکو د خوښۍ ډزې وکړې. د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک نن کابل کې خبريالانو ته وويل چې دغه د خوښۍ نه، بلکې د وحشت ډزې وې، ځکه چې کابل ښاريان يې اندېښمن کړي و او د عامه نظم د اخلال لامل شوې وې. دى وايي چې د دغو ډزو په تړاو د پوليسو ٧ منسوبين او لس ملکي کسان نيول شوي او دوسيې به يې څارنوالۍ ته وسپارل شي.