کور / خبرتیا او پيغامونه / په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د غمشریکۍ او همدردۍ پیغام

په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د غمشریکۍ او همدردۍ پیغام

د افغانستان د کلتوري  ودې ټولنه

                                        25/02/2018

بسم الله الرحمن الرحیم

په ډیر خپګان ، درد او غم سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د هيواد ملي ، سیاسي شخصیت ، نومیالي څیړونکي ، ستر لیکوال او شاعر د ویښ ځلمیانو او خدایي خدمتګارۍ غورزنګونو نه ستړیکیدونکي  لاروي  سرمحقق عبدالله خدمتګار بختاني  ددې فاني دنیا نه سترګې پټې کړلې او ابدي دنیا ته یې رحلت وکړ  انالله واناالیه راجعون  .

ټولنه ددې هېواد دوست ، وطن پرست ، رښتیني زیاکښ  ، صادق  او مهربان شخصیت مړینه  د هېواد د پاره ستره او نه جبرانیدونکې ضایعه ګڼي . دوی ته د لوی څښتن په دربار کې د فردوس جنت  د دوعا هیله کوي او د کورنۍ غړي ، خپلوان ، دوستان  ، د هېواد علمي ــ ادبي  فرهنګي کورنۍ او ټول لوی افغان ولس چې دوی پرې بې له شکه ډیر ګران وو، صبر ، زغم او روح ته یې دوعا کولو ته رابولي  . ددې ترڅنګ زمونږ  ټولنه ویاړ لري  ، چې دې ستر شخصیت  یې په ډیرو علمي ــ نړیوالو سیمینارونو کې ګډون کړی دی څېړنیزې ، علمي هراړخیزې ویناګانې یې کړي او د ټولنې ډیر نږدې خواخوږی  او همکار پاتې شوی دی ، چې د ټولنې په ستاینلیک هم ستایل شوی دی . هیله ده اولادونه یې هم  د لارې لارویان پاتې شي  . روح دې ښاد وي .

د ټولنې د مشرتابه جرګه  .

پوهندوی دیپلوم انجینر سیدحسن

Hürth , Germany