کور / د ډيورنډ کرښه / په باجوړ کي د پښتون وژني ضد لاريونونه دوام لري

په باجوړ کي د پښتون وژني ضد لاريونونه دوام لري

د لري پښتونخوا په باجوړ کي د همدې سيمي د دوو زده کونکو د وژل کېدو په تړاو تېره  ورځ هم احتجاجي مظاهرې وسوې.

په دې مظاهرو کي د سیمي سیاسي ګوندونو، د مدني ټولني غړو او عامو خلکو ګډون کړی وو او له حکومته ئې د وژل سويو کسانو په وژنه د تورنو کسانو د نیولو غوښتنه کول.

لاريون کوونکو وویل دوی به د احمد شاه او احسان الدین د قاتلانو د نیول کیدو او دوی ته د سزا ورکولو پوري خپل لاريون روان ساتي.

په پاکستان او لره پښتونخوا کي زيات زده کونکي او مزدوري کونکي پښتانه د پاکستاني استخباراتو له لوري وژل کېږي.

په باجوړ کي احتجاج  هم په کراچۍ کې د احمد شاه د مرگ ورسته را پیل سوی دی، احمد شاه د پاکستاني استخباراتو له لوري په مرموز شکل په کراچي وژل سوی دی. همداراز د باجوړ ورستی وژل سوی تن احسان الدین دی چې په سیاست کي ئې ماسټري کړی وه او د اسلام اباد څخه باجوړ ته پر لار وو چي د پاکستاني چارواکو له لوري لومړی ونيول سو او وړمه ورځ ئې په مردان سيمه کي مړی  وموندل سو.