کور / راپور / حضرت عمر زاخيلوال: ولسمشر ته مې وړاندیز کړی چی زما پر ځاې بل وړ کس وګماري

حضرت عمر زاخيلوال: ولسمشر ته مې وړاندیز کړی چی زما پر ځاې بل وړ کس وګماري

پاکستان کې د افغانستان سفير اود ولسمشر ځانګړي استازي حضرت عمر زاخېلوال ويلي ” ما له دندې استعفا نه ده کړې مګر په دې وروستيو کې مې ولسمشر ته ليکلی وړانديز کړی چې زما پر ځای بل وړ کس وګماري”.

ښاغلي زاخېلوال په ټويټر د دغو ګنګوسيو په اړوند سپيناوی کړی چې په ډېرو رسنيو د پرونه په دغه اړوند خبرې روانې دي چې هغه د خپلې دندې څخه استعفا ورکړې ده.

نوموړي ليکلي، “ما له دندې استعفا نه ده کړې مګر په دې وروستیو کې مې ولسمشر ته لیکلی وړاندیز کړی چی زما پر ځای بل وړ کس وګماري تر نوې ګمارنې به زه پر خپل ځاې اوسم”.

زاخېلوال زياته کړې “دا تصمیم مې بل هیڅ دلیل او انګیزه نه لري بې له دې چې په دی دنده زما دوه کاله پوره شول او په پېل کې مې په دوه کالو سلا کړې وه.البته ولسمشر ته مې ویلي چی د بلې رسمي دندې غوښتنه نلرم تر څو دا وضاحت هم شوی وي چې زما تصمیم د بلې کومې توقع په موخه نه دی”.