کور / سياسي / هیڅوک هم د افغانستان رښتینی ملاتړ نه کوي

هیڅوک هم د افغانستان رښتینی ملاتړ نه کوي

ليکنه : محمدالله محمدي

هر نړیوال ځواک چې افغانستان ته راغلی، له افغانستان او افغانانو یې یوازې د خپلو هدفونو په موازاتو کې افزاري استفاده کړې او په رښتینې توګه یې د افغانستان ملاتړ نه دی کړی.

د شلمې پېړۍ په اخر کې شورویانو افغانستان د انټرناسیونالیستي ملاتړ په نوم له لویدیزوالو سره د خپلې نیابتي جګړې او د زورازمايۍ میدان ته ورټېل واهه.

شورویانو د خپلې جګړې لپاره افغان حکومت او سرتېرو ته پیسې او وسلې ورکړې او خپله جګړه یې پرې پرمخ یوړه؛ خو په دې توپیر چې د دې جګړې لپاره د خلکو د دموکراتیک ګوند له سیاسي انګېزو، شعارونو او احساساتو کار واخیستل شو.

لویدیځوالو هم د شورویانو د دې جګړې په وړاندې لکه هغوی کټ مټ عمل وکړ او د خپلې جګړې لپاره یې د افغانانو له منځه د جهادي تنظیمونو په نوم لښکرې جوړې کړې او دغه لښکرې یې د شورویانو او د هغوی افغان پلوو سرتېرو په وړاندې وجنګولې.

لویدیځوالو هم په دې جګړه کې لکه شورویان د جهادي تنظیمونو له سیاسي انګېزو، شعارونو او احساساتو کار واخیسته.

دا په داسې حال کې وو چې د جهادي تنظیمونو د جګړې ټول واک او واګي پاکستان ته وسپارل شول او هغه څه چې مشران یې په دې جګړه کې پر کولو اړ وو، د پردیو په وړاندې تمکین او خبرې ته یې یوازې بلی صیب او نه صیب ویل وو.

د افغانستان په دې انتحار کې د جګړې ټولو ښکېلو خواوو که هغه کورني جنګیالیو وو او که بهرني ملاتړي يې، په ظاهره یې د ورورګلوۍ او دوستۍ سرینده غږوله؛ خو په حقیقت کې هر چا افغان ولس ته چل غلی کړی و او د دوی په قربانۍ کې یې خپله ښه او بریا لټوله.

له شورویانو سره د هغه وخت د افغان حکومت د دوستۍ او ورورګلوۍ حقیقت دا و چې  د افغان حکومت سرتېري ورته لس کاله وجنګېدل، خو د یوه خالي کارتوس او ساده وسلې جوړول یې ورته ونه ښودل او د یوې ساده تکنالوژۍ ورکول یې پرې ونه لورېدل.

اوس له افغانستان سره عین چلند امریکا او ناټو کوي. ځکه د خفیفه ټوپک یوه مرمۍ چې تر افغانستانه رسېږي تر اوو ډالرو زیات لګښت پرې راځي، خو که دغه مرمۍ همدلته دننه په هېواد کې جوړه شي، نو تر یو ډالر کم لګښت پرې راځي، ناټو دغه مرمۍ له زرګونو کیلو مترو لرې واټنه راوړي، خو چمتو نه ده چې تکنالوژي یې افغانستان ته ورکړي.

شورویانو به ویل چې دوستي یې خلل ناپذیر ده؛ خو چې کله یې له افغانستانه د وتلو پرېکړه وکړه بیا د هیچا خبرې ته یې غوږ ونه نیوه او پخپله مخه لاړل او تر ننه یې خپلې شاته ونه کتل او هغه دوستي یې چې خلل ناپذیره ګڼله تر ننه یې یادونه ونه کړه.

 همدغه امریکا هم له افغانستان سره د دوستۍ خبره کوي، پوځی تړون ورسره لري، خو چې کله خبره پر افغانستان د پاکستان د توغوندیو د وېشتلو او بریدونو راشي، بیا لکه قو کړې مړزه چوپه پاتې شي.

دا اتلسم کال دی چې نړیواله ټولنه او ناټو په افغانستان کې فعاله جګړه پرمخ بیایي، افغان ولس يې قرباني ورکوي، خو ترننه چا افغان ولس ته د دوی د دفاع لپاره د یوه خالي کارتوس د جوړولو تکنالوژي ورنه کړه. ټکنالوژي ورکول خو پرېږده، ان افغان مخترعین چې کومه اختراع کوي، هغه که د افغانستان د دفاع او پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت هم لري، د افغان سوداګرو او حکومت په ګډون نه دا چې څوک یې ملاتړ نه کوي، بلکې دغه مخترعین ډارول کېږي چې باید له دې کارونو لاس واخلي.

همدلته ده چې افغان ولس ته د بهرنیانو پر دوستۍ او د افغان چارواکو پر ازادۍ شک لوېږي او چې څومره هم دغه شکونه ګڼ شوي هومره یې د جګړې پر شدت اغېز ښندلی او جګړه یې له کنټروله کښلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د سیمې او نړۍ ځینې ابرقدرتونه په افغانستان کې د ناټو جګړې ته د شک په سترګه ګوري او دغه جګړه د ناټو یوه امپریالیستي جګړه ګڼي او په ښکاره وايي چې دغه جګړه پر نړۍ د ناټو د نامشروع سلطې د پراخولو یوه هڅه او د نړۍ د ازادو هېوادونو پروړاندې د دوی یوه دسیسه ده.

هغه څه چې په دا منځ کې د نړۍ د هېوادونو د ګډ باور لپاره مشترک دي، هغه په افغانستان کې د سولې، امنیت او ثبات رامنځته کېدل دي، خو دغه کار تراوسه نه دی شوی او ټولې ښکېلې غاړې په دې اړه مسوولیت نه مني او ترېنه اوږه خالي کوي.

په داسې حال کې چې افغانستان پخپل ګاونډ کې خپل سرسخته دښمنان، سیالان او حریفان لري. دوی له یوې خوا په افغانستان کې له پرمختګ او پراختیا وېره لري او هڅه کوي چې افغانستان او د قدرت انډول دې د دوی په قبضه کې پاتې شي او له بلې خوا، دوی چمتو نه دي چې نړیوال دې دلته راشي او د نړیوال امنیت او ثبات په وړاندې دې امنیتي خنډونه له منځه یوسي.

نن په هره غونډه کې هر څوک د افغانستان د امنیت او ثبات خبره کوي او په ظاهره د افغانستان امنیت او ثبات د نړۍ امنیت او ثبات ګڼي، خو په رښتینې توګه څوک ورته کار نه کوي، ځکه که چېرې دې خبرې ټولو اړخونو ته حقیقت درلودای، باید دغه سوله او ثبات وخته راغلی وای، ځکه چې د ټولو ګډه غوښتنه وه، چې داسې نه ده.

که چېرې د افغانستان په اړه د نړیوالو دوستانو له خوا یې څرګند دریځ نه نیول کېږي او لکه دا اوس هسې خپل وخت د بوسو لاندې د اوبو په تېرولو اړوي، نو دا د هیچا په خیر نه دي، ځکه که د افغانستان لپاره څوک خیر غواړي تر ټولو لومړی ورته په کار دي چې افغانستان له پوځي او اقتصادي پلوه لکه د اسراییلو په شان دومره پیاوړی کړي، چې د خپلو سیمه ییزو دښمنانو او سیالانو په وړاندې د مستقلې دفاع جوګه شي. همدلته دي چې د قدرت انډول رامنځته کېږي او د هر چا له لاسه د افغانستان په وړاندې د دسیسو او فتنو د جوړولو واک او ځواک اخیستل کېږي او دغه هېواد پخپله د سولې، امنیت او ثبات پر لور ځي.

تاسو یې پرتله کړئ، په دې وروستیو کې اسراییلو وویل چې په سوریه کې یې ایران پلوو جنګیالیو د اسراییلو یو ایف شپاړس جنګي الوتکه نسکوره کړې ده او د اسراییلو صدراعظم وویل چې ایران د دوی پولو ته رانږدې شوی او غواړي اسراییل له منځه یوسي. امریکا هم د اسراییلو د اعلان پیوست وویل چې دوی به د اسراییلو ترشا ودرېږي او ایران ته به د دې کار اجازه ورنه کړي.

هر کله لیدل شوي چې د اسراییلو ترشا یې دوستان نېغه په نېغه ولاړ وو، خو دغه کار په افغانستان کې تراوسه نه دی شوی. اسراییل د دوی  د دښمنانو په وړاندې د خپلو دوستانو له خوا په مډرنې ټکنالوژۍ سره سمبال شول، مالي او اقتصادي ملاتړ یې وشو او تر ننه دغه ملاتړ د عمل په ډګر کې روان دی.

د افغانستان په اړه بیا دغه خبره ورځ تر بلې سرچپه کېږي، له جګړې او ملاتړه یې پښې شاته کښل کېږي، ورځ تر بلې جګړه پر افغانانو تاوانېږي او د ټکنالوژۍ د ورکولو خو هيڅ څرک نشته.

بل لور ته په یوشمېر کتابونو کې ویل کېږي چې افغان ولس د منځنۍ اسیا د تېلو قرباني دی؛ د دې تېلو او سیمې د نیولو لپاره کومه جګړه چې په افغانستان کې روانه ده د افغان ولس جذر په کې وخوت، خو د منځنۍ اسیا ولسونه ارامه خپل ژوند مخ ته بیايي، ځکه چې روسیه ترېنه ټینګ ملاتړ کوي.

که چېرې امریکا د خپلو دوستانو په ملاتړ کې له جدیت نه کار نه اخلي، نو دا به په نړیواله کچه د امریکا او ناټو اړیکو ته سخت زیان ورسوي، چې اوس هم دغه زیان په کوریا، فلپین، ترکیه، اروپا، عربو او یوشمېر نورو سیمو کې رسېدلی دی او خلک ورځ تر بلې خپله مخه له امریکا روسیې او چین ته اړوي.

لنډه دا چې که امریکا او ناټو د افغانستان رښتینی ملاتړ ونه کړي او افغانستان د ټکنالوژۍ په ورکړې او اقتصادي ملاتړ سره د خپلې دفاع او قدرت د انډول د رامنځته کولو جوګه نه کړي، نو هيڅکله به په سیمه کې سوله، امنیت او ثبات رانه شي او افغانستان به مجبوره شي، چې خپل مخ له امریکا او ناټو چین او روسیې ته واړوي.

.