کور / راپور / په کندهار کي د کب نهمه يا د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ ولمانځل سوه

په کندهار کي د کب نهمه يا د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ ولمانځل سوه

د کب نهمه يا د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ په ۲۰۵ اتل قول اردو کي ولمانځل سوه.په يادو مراسمو کي کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا، د ملي دفاع وزارت مرستيال ډګر جنرال اقبال علي نادري، په کندهار کي د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو مسئولينو، د ولایتي شورا رئيس او يو شمېر غړو، قومي مشرانو، ديني عالمانو، مدني فعالانو او په سلګونو افسرانو، بریدملانو او سربازانو ګډون کړی وو.

په يادو مراسيمو کي د ۲۰۵ آتل قول اردو قوماندان تورن جنرال امانظر بهبود وويل چي افغان ملي امنيتي او دفاعي ځواکونه په پوره مېړانه او شهامت د خپل هيواد او خلګو ساتنه او دفاع کوي.

جنرال بهبود وويل، افغان ځواکونه به هیڅکله د هيواد او خلګو دښمنانو ته اجازه ورنکړي چي زموږ بېګناه هيوادوال وځوروي او خوږ ژوند يې ناارامه کړي.

هغه وویل، افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د وسلوالو پر ضد خورا بريالي عمليات تر سره کړي او زرګونو ولسوال مخالفينو يې وژلي او زخميان کړي دي او د هغوی زيات شمېر وسلې او مهمات يې له منځه وړي دي.

د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځي په مناسبت جوړو سوو مراسمو کي کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا هم وينا وکړه. هغه لومړی ټولو امنیتي ځواکونو ته د کب د نهمي مبارکي وويل او هغوی يې د هيواد ريښتنې اتلان ياد کړل.

ښاغلي ويسا وويل، افغان ځواکونه په خورا مېړانه او شهامت سره د خپل هيواد او خلګو څخه دفاع او ساتنه کوي او وسلوال مخالفين يې سخت ځپلي دي.

کندهار والي وويل، وسلوال تل هڅه کوي چي زموږ بېګناه هيوادوال وځوروي او خوږ ژوند يې نا ارامه کړي، خو وې ويل چي افغان ځواکونو يې مخه نيولې او هغوی يې له سختي ماتي سره مخ کړي دي.

کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا همدارنګه په خپلو خبرو کي وويل چي افغان ځواکونه تر ډېره تجهیز سوي او حکومت لا هم هڅه کوي چي افغان ميړني ځواکونه لا هم ښه تجهیز کړي.

د ملي دفاع وزارت مرستيال ډګر جنرال اقبال علي نادري او د ۴۰۴ ميوند زون قوماندان جنرال عبدالنبي الهام هم په خپلو خبرو کي افغان ځواکونو ته د کب د نهمي مبارکي وويل او زياته يې کړه چي افغان ځواکونه تر پخوا زيات مسلکي او تجهیز سوي دي.

جنرال نادري همداراز وويل چي حکومت لا هم د افغان ځواکونو په لا ښه تجهیز او مسلکي روزني په برخه کي جدي کار کوي.

وروسته په مراسمو کي د کندهار د ولایتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکريزوال، قومي مشرانو او ديني عالمانو خبري وکړې او ټولو افغان ځواکونو ته يې د کب د نهمې مبارکي وويل.

هغوی د ولس په استازیتوب افغان ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو ته ډاډ ورکړ چي تر به يې تر شا درېږي او پوره ملاتړ او همکاري به ورسره کوي.