کور / راپور / اجرائیه رئیس د اندونیزیا له مرستیال ولسمشر سره پر سولي او اقتصادي اړیکو باندي خبري وکړې

اجرائیه رئیس د اندونیزیا له مرستیال ولسمشر سره پر سولي او اقتصادي اړیکو باندي خبري وکړې

په دغه لیدنه کي د افغانستان د سولي د پروسې، د کابل پروسې د کنفرانس، د علماوو د درې اړخیز کنفرانس او د دواړو هیووادونو ترمنځ‌د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر زیاتوالي بحث وسو.‌

اجرائيه رئیس په پیل کي د اندونیزیا مرستیال جمهور رئیس او ورسره پلاوي ته ئې کابل ته ښه راغلاست ووایه او مننه ئې وکړه، چي د افغانستان د سولي په پروسه کي د همکارۍ او زمینه سازۍ په موخه تلاښونه کوي.

نوموړي زیاته کړه، چي د اندونیزیا د جمهور رئیس د سفر په تعقیب ددې لوړپوړي پلاوي سفر د افغانانو لپاره یو ښه زېری او د سولي په ګډون د دوه اړخیزو سوداګریزو،‌اقتصادي‌او تعلیمي همکاریو په برخه کي مثبت لوري ته اساسي ګام دی.

هغه یادونه وکړه، چي د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان د علماوو درې اړخیز کنفرانس به، چي پلان دی د روان کال د مارچ په میاشت کي په جاکارتا کي جوړ سي، د سولي، همګرايي او همپذیرۍ، په برخه کي چي د اسلام اساسي پیغامونه دي، ‌مرسته وکړي.

پلان دی،‌چي ددې درې اړخیز کنفرانس په تعقیب د اسلامي نړۍ د علماوو یو بل کنفرانس هم جوړ او د افغانستان د جنګ پر خاتمې او سولې باندي فتوا ورکول سي.

اجرائیه رئیس وویل، چي د سولي لپاره په افغانستان کي سیاسي اراده موجوده ده او د حکومت ترڅنګ، له حکومت دباندي د هیواد ټول سیاسیون او مخور او افغان ولس په یوه ږغ د سولي ملاتړي او تږي دي.

ډاکټر عبدالله عبدالله همداراز یادونه وکړه، چي د دواړو هیوادونو د خلکو او مشخصاً د سوداګرو ترمنځ اړیکي او راشه درشه کولی سي، چي زموږ سیاسي، اقتصادي او ټولنیزي اړیکي نوري هم پسي پیاوړي سي.

د اندونیزیا مرستیال ولسمشر محمد یوسف کالا له اجرائیه رئیس او د افغانانو له مېلمه پالني د منني ترڅنګ وویل،‌چي کابل ته ئې د کابل پروسې په کنفرانس کي د ګډون په موخه سفر کړی دی.‌

هغه وویل،‌چي د اندنیزیا او افغانستان ترمنځ دوستانه اړیکي خورا اوږده مخینه لري او دوی د تر ټولو پر نفوسه اسلامي هیواد په توګه غواړي،‌چي د افغانستان د سولي لپاره له ټولو امکاناتو په استفاده زمینه مساعده کړي.

نوموړي زیاته کړه، چي جاکارتا به د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان د علماوو د درې اړخیزي غونډي د کوربتوب ترڅنګ د نړۍ د علماوو د کنفرانس لپاره هم له کابل سره خپل ګډ تلاښونه ډېر او چټک کړي، څو افغانستان د سولي او پرمختګ خاوند سي.

د اندونیزیا مرستیال جمهور رئیس وویل، چي اسلام د سولي دین دی او اړتیا ده، چي د افغانستان په قضیه کي ټولي ښکېلې خواوي په قوي اراده او صادقانه کار سره، د سولي هدف ته ورسېږي.

ښاغلي کالا یادونه وکړه،‌چي د دواړو هیوادونو د سوداګرو ترمنځ‌د اړیکو ډېروالی د اقتصادي همکاریو په ډېرښت کي مرسته کوي او په همدې موخه به ډېر ژر د اندونیزیايي سوداګرو یوه ډله له کابل څخه لیدنه وکړي، څو د دواړو هیوادونو د سوداګریو او صنایع خونو ترمنځ اړیکي غښتلي سي.