کور / تازه خبرونه / په کندهار کې ۳۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په کندهار کې ۳۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په کندهار کې ۳۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
پنجشنبه، ۱۰کب، ۱۳۹۶
د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دراني وايي، د هغو عملیاتو په ترڅ کې چې د پرون راهیسې د کندهار- ارزګان د لوریې لارې په اوږدو کې، د طالبانو له خوا د برمته شوو مسافرو د پلټنې په موخه پيل شوي ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.
دی وايي، نښته هغه مهال رامنځ ته شوه چې افغان امنیتي ځواکونه د برمته شوو مسافرو د لټون په موخه د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د سرخ بید او چنار په سیمو کې د وسله والو طالبانو له غبرګون سره مخامخ شول.
نوموړي وایی، چې په دې نښته کې دوه ملي پولیس هم ټپیان شوي دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.