کور / سياسي / افغان ولس سوله غواړي خو؛ ځینې یې مخنیوی کوي

افغان ولس سوله غواړي خو؛ ځینې یې مخنیوی کوي

سوله هغه خوږه پديده ده چې د اسلامي ارشاداتو له مخې هم ورته لومړیتوب ورکړل شوی دی، په سوله کې خیر دی او په سوله کې د ولس او د عام وګړو ډېرې ګټې نغښتې دي. د افغانستان جګړه کورنۍ نه ده، دا هغه جګړه ده چې له بهره پر موږ تحمیل او ز موږ د ځوانانو د وینو په بیه تمامیږي، یعنې هر لوري ته افغان ځوان شهیدیږي، که دولتي وي او که د دولت مخالف، خو؛ د دې جګړې اصلي ګټې د سیمې هېوادونو او نړیوالو ته رسي. په ډاګه باید ووایو چې زموږ ګاونډي هېوادونه  په مستقیمه  بڼه او یا په غیر مستقیمه توګه کله د دولت او کله د ځینو مخالفو ډلو ملاتړ کوي خو که د هغوی اصلي موخو ته ځیر شو، د هغوی هدف د افغانانو وژل او د افغانستان ویجاړول دي. د دوی شوم او ویجاړونکی بهرنی سیاست تل موږ ته متوجه دی چې څنګه زموږ ولس خوار وساتي او هېواد مو له اقتصادي پراختیا په شا کړي او څنګه زموږ د ځوانانو پر وینه تجارت وکړي. هر هغه وخت چې دلته د دولت او یا د ولس له لورې د سولې آواز پورته شي بیا نو ورته وار د مخې کورني منافقین او بهرنۍ کړې ورته بیلابیل خنډونه جوړوي، خو؛ افغان ولس د ولت له مخالفینو څخه په ډير درناوي هیله کوي چې نور راشئ حقیقي سولې ته راودانګئ هغه ډلې او کسان چې خپله بقا د افغانستان په جګړه کې ویني او د افغانستان د اشغال له پیل څخه د بیت المال پر پیسو مزې او چړچې کوي د هغوی  کګې خولې ورته د سیاسي مبارزې او شه مدیریت سمې کړئ. په دې پوهیږو چې افغانستان کې د بهرنیانو پوځي شتون مخالفو لورو ته د منلو او زغملو وړ نه ده او دا د هغوی سره کرښه ده او ټینګار کوي چې دوی دې خپل پوځي شتون پای ته ورسوي،  مګر زه مخالفو ډلو ته وایم چې تاسو راشئ د افغانستان دولت سره په ګډه سیاسي حل لاره پیدا کړئ، خپل شرایط  د خبرو لارې وړاندې کړئ.   تاسو هم باوري یاستئ او په دې  پوهیږئ چې یو شمیر نا اهله کورنۍ کړۍ او ګاونډي هېوادونه هیڅ کله نه غواړي چې مخالفین دې سیاسي واک ترلاسه کړي، هغه کړۍ چې تل یې د غلامۍ ګلونه په غاړه کې اچولي د ولس په سترګو یې خاورې شیندلي، له تور یې سپین او له سپين یې تور جوړ کړي په دې هڅه کې دي چې د سولې خبرې سبوتاژ کړي. ولس او نړۍ په دې پوه شوه چې پوځي هڅې د حل لارې نه دي ټولې ښکېلې خواوې باید د سیاسي تفاهم له لارې یوې هوکړې ته ورسیږي. افغان ولسمشر د کابل د سولې او امنیت په دویمې پروسې کې د دولت مخالفینو ته د اوربند او سولې وړاندیز وکړ، ښاغلي ولسمشر د سولې د خبرو کولو له پاره کابل تر ټولو ښه ځای وباله چې د سولې خبرې باید دلته ترسره شي خو که اړتیا وي نو دولت به د سولې خبرو له پاره بل هېواد غوره کړي، زما په آند دا په خپله مخالفینو له پاره یو شین څراغ دی او کولای شي له دې غوره فرصت څخه مثبته ګته پورته کړي. همدا راز مونږ له نړیوالو څخه هم تمه لرو چې د افغانستان به کورنۍ مسلې کې دې ډیره لاسوهنه نه کوي او نور دې د دې ولس پر وینو سوداګري نه کوي، هر افغان ځوان چې په هره خوا کې شهیديږي زمونږ ورور دي یواځې او یواځې افغانه مور پرې بوره کیږي او افغان بچیان یتمانیږي، هغه نړیوال هېوادونه چې د افغانستان په روانه جکړه کې ښکېل دي هغوی دې خپله ماته ومني چې دوی دومره امکاناتو سره افغانستان کې سوله رانوسته او یا یې قصداٌ ونه غوښتل چې دې هېواد کې سوله راشي.   غواړم یوې مهمې موضوع ته اشاره وکړم هغه کسان چې ځان افغان نه بولې او خپلو ګټو په خاطر د سولې پروسې سره مخالفت کوي ورته ووایم چې نور ستاسو شنیدلی تاریخ تیر دی، نور د ولس پر ژوند تجارت مه کوئ، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سلب اعتماد شوی وزیر یو له هغو کسانو څخه دی چې خپل بقا په روانه جګړه کې ویني، ولس غواړي چې څوک دې د دولت مخالفینو ته د ماتې یا تسلیمۍ نغارې نه ډنګوي دلته اتل او تښتېدلي ټولو ته معلوم شول، دلته رښتیني او جعلي قهرمانان څرګند شول او هره ورځ د غربي سیاستوالو په شخصي کتابونو کې د اتلانو او قهرمانانو اصلي څیرې هم بربنډيږي، زموږ موخه چاته سپکاوی نه دی خو زه په خپله د هغو رذیلو کړیو مخالف یم چې د بین الافغاني سولې مخالفت کوي او دا هغه کسان دي چې د ولس حق یې په خپلو جیبونو کې اچولی او د خدای په لار کې د افغان ولس جهاد څخه یې وسیله یي ګټه پورته کړه. غواړم دا ووایم چې دواړه غاړې، هم دولت او هم مخالفین دې له کبر او غرور له هسکو څوکو راښکته شي، لږ دې خپل زړه پر افغان بېوزله ولس چې له کلونو کلونو د نورو د لاس وسیله کرځېدلی او نور پر دې خوار ولس تجارت کوي، زمونږ معادن چې د عام ولس حق دی د څو زورواکو او مفسدو کړیو له لوري نړیوالو ته په ډیره کمه بیه پلورل کیږي، که چیرته دلته سوله او یو پیاوړی نظام وي نو هیڅوک به دا جرئت ونه کړي چې زمونږ عامه شتمني لوټ کړي. مونږ یو رښتینی اسلامي نظام غواړو چې د ټول ولس حق ته د اسلامي ارزښتونو او اصولو له مخې وکتل شي، مونږ داسې نظام غواړو چې نور مفسد، غل، بدماش، جاسوس، پردي پال او ورانکاره خلکو اعمالو ته د پای ټکی کېږدي. ولس هم په دې پوهیږي چې د ګاونډيو هېوادونو رسنۍ تل د بین الافغاني سولې پر ضد څرګندونې کوي، دوی نه غواړي چې مخالفین په آرامه د خپل هېواد ودانولو او خپلو کورنیو سره آرامه ژوند ته را وګرځي ځکه که سوله راشي نو افغانان به یو غښتلی نظام ولري، له خپلو طبیعي منابو څخه به د خپل هېواد د پرمختګ له پاره کار واخلي او دوی به د نړۍ په کچه یو پیاوړی هېواد وي. راشئ ورونو یو بل ته د ورورولۍ غیږه پرانیزئ، راشئ نور مو ماشومان یواځې مه پرېږدئ، میندې مو مه بوروئ، میرمنې مو مه کونډوئ او د یو پرمختللي او آزاده افغانستان له پاره سیاسي لاره وآزمایئ. د خپلواک، سوکاله او پرمختللي افغانستان په هیله.  لیکوال: عبدالرحیم موسی زی