کور / سياسي / د سولي قدر چا سره!

د سولي قدر چا سره!

ليکنه: ح حقوېش

موږ د هېواد هغه کړیدلي او زورېدلي بچیان یو چي د جنګ په منځ کي زېږیدلي، رالوی شوي، ځوانان شوي او ژوند کوؤ. خو ژوند په دې تمه کوؤ چي نن به د بدمرغه جنګ قرباني شو سبا به د بدمرغه جنګ قرباني شو لکه په میلینونو افغانان چي یې قرباني شول. او دې بدمرغه جنګ د ټوپک له ټک سره، د بارودو له بوي سره، د ماین له غړمب سره، له وینو سره او له نورو ناخوالو سره دومره بلد کړي یو چي په هر څه کي اوس عادي یو. نو له دې امله مو د سولي هر ږغ ته غوږونه شک شک نیولي، هغه که د مسخرو وي که حقیقي وي. خو موږ وایو ګوندي نن به د سولي ږغ رباندي وشي، سبا به راباندي وشي په هېواد کي به ښه پریمانه تګ راتګ وکړو په اولسوالیو کي به له خپلو خپلوانو سره وؤینو، درس او تدریس ته به مو ماشومان زړور تګ راتګ وکړي. چي نور ډار او وهم له زړه وباسو. خو دا هر څه یواځي یو خیال دې له کلونو مو په دې تمه ژوند وکړ خو په عملي ډول مو هیڅ هم ونه ليدل.
نو پرون بیا د نورو وختونو په څېر د افغانستان په زړه کي د 25 هېوادونو لخوا “د کابل پروسې” تر  عنوان لاندي دومه غونډه جوړه شوه، چي  لومړۍ غونډه يې تېر کال په کابل کي جوړه شوې وه، د يادي غونډي په هکله ويل شوي وٶ، چي د خبرو ډيره توجه به د سولې په هکله وي. نو له دې امله دا څو ورځي ټول هېوادوال ورته په تمه وؤ، چي دا غونډه به د هېواد لپاره ښه زېرى ولري، نور به مو له ناخوالو یوه هوسا ژوند ته بوځي. چي په پایله کې ټولو هېوادوالو ته د بيا په څېر د رسینو لخوا يواځي ډاډ ورکړل شو.
‏ولسمشر غني چي د کابل پروسې په غونډه کې خبري کولې وٶیل: چي له طالبانو سره د سولي په برخه کي جدي دې، او دوی ته یې د سولي امکانات برابر کړي دي. ولسمشر غني په خپلو خبرو کي وٶیل، چي د طالبانو له دفتر سره موافق دي، په اساسي قانون کي د قانون له احکامو سره سم تعدیل راوستل کيږي، تر سولي وروسته طالبان د سیاسي ډلي په حیثت پېژندل کېږي، د سولي لپاره په طالبانو هېڅ ډول مخکیني شرطونه نه وضعه کېږي، د طالبانو کورنیو ته په افغانستان کي د استوګني امکانات برابرېږي، د دوی د مشرانونو نومونو له توره لېسته اېستل کېږي، د پخلا کېدونکو وسله والو طالبانو امنیت تامنېږي او دوی ته په سیاسي بهیر کي د ګډېدو لپاره موقع ورکول کېږي. ولسمشر غني همدا راز وویل، چي د سولي لپاره طالبان باید له بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړیکي پرې کړې، اساسي قانون دي ومني، د ښځو حقوقو ته دي درناوی وکړي، او له وسلوالو جګړو دي لاس واخلي. نوموړي په طالبانو غږ وکړ، چي له جګړو دي لاس واخلي او له دغو رامنځ ته شوٶ امکاناتو او اسانتیاوٶ دي ګټه واخلي او د خپل هېواد په جوړونه کي دي ونډه واخلي.
دا هغه خبري دي چي ټول اولس ته يې ډاډ ورکړ، هر هېوادوال په دې قانع شو، چي دولت د سولي په  خبرو کي ريښتنې دې، خو له بدمرغه چي طالبان هر وخت د سولي په خبرو کي خنډونه جوړوي او د سولي خبري ځنډوي، لکه دا ځل چي  يې وٶيل چي موږ د افغان دولت په ځاى له امريكا سره خبري کوٶ، خو امريكايي چاروکو د ليک په ځواب كي ورته وٶيل چي د افغانستان دولت ټولي نړۍ په رسميت منلى او يو رسمي دولت لري، نو بايد طالبان د امريكا په ځاى له خپل دولت سره خبري وکړي ښه پايله به ورته ولري،
دا وخت طالبانو ته د افغان دولت لخوا يو ښه فرصت لاس ته ورغلى، بايد له دې فرصت څخه دوى ګټه واخلي او خپلو هېوادوالو ته يو هوسا ژوند وربخښي، که چیري دوی د پردیو شومو لپاره هر ځلي د سولي له خبرو انکار کوي. نو هغه وخت هم راتلونکی دې، چي په دې هر څه پسې به منګلي مروړوي او هیڅ به لاس ته نه ورځي. لکه څنګه چي حکمتیار د ډاکټر نجيب سره په وارو وارو د سولي له خبرو انکار وکړ،
په 1987ز کال کي چي کله ډاکټر نجيب الله واک ته ورسېد، لومړۍ هڅه يې دا وه چي مجاهدين په واک ورسره ګډ کړي، چي مجاهدينو ورسره ونه منله،  بيا يې هڅه وکړه چي مجاهدينو ته زيات واک ورکړي، د مجاهدينو مشرانو دا خبره هم خوښه نکړه،بيا ډاکټر نجيب الله هڅه وکړه چي ټول واک حکمتيار ته پرېږدي، يواځي د خلق ګوند او پرچم ګوند غړو ته په کابل کي د ژوند کولو حق ورکړي،
خو حکمتيار تاريخي تېروتنه وکړه او د ډاکټر نجيب د استازي خبري يې ورلنډي کړي، وې ويل موږ فاتحانه کابل ته ننوځو، هغه وٶ چي بيا ټول کابل په کنډواله بدل شو، په زرګونو افغانان پکښې شهيدان شول، خو له هغه سره سره حکمتيار د څوکۍ خاوند نشو، کلونه کلونه يې جنګ ته دوام ورکړ چي بلاخر کابل ته راغى او د سولي لاره يې خپله کړه، نو اوس طالبان هم ښه فرصت په لاس کي لري، چي بيا له ډيرو کلونو وروسته او له ډيرو ناخوالو سره سولي ته غاړه ږدي، نو اوس يې ښه وخت دې بايد دا وخت له لاسه ورنکړي!