کور / علمي / فکر وکړئ

فکر وکړئ

ليکنه : عبدالرقیب سایل

 تر فکر وړاندې باید ووایم، چې رب العزت په دې نړۍ کې انسان بې فکره نه دی پیدا کړي. هر انسان لره یې فکر ورکړی، ددې لپاره چې د عقل په رڼا کې د ژوند ښه او بد تفکیک کړي. فکر وکړي، چې ولې انسان پیدا یم. څنګه دې نړۍ ته راغلی یم. په دې نړۍ دا پرمختګونه ورځ تر بلې ولې ډيریږي. د انسانانو ترمنځ اخلاق او چلند څنګه دی. احترام او ښه ژوند څنګه کېږي. دا هغه څه دي چې پرته له فکر کولو، فکر کوم نه شي را څرګندیدلی.

په لنډ ډول که ووایم. فکر؛ فکر دی. یا په بل عبارت، د انسان هغه تصور چې د ځان، خدای او ټولنې پېژندلو لپاره ډير مهم دی. موږ په دې خبره نه کوو، چې ټول انسانان فکرونه لري بلکې د انسانانو د څنګه فکر کولو اړخ څېړو.

فکر د کړنو ترسره کولو، مطالعې کولو، چلند او د اخلاقو لرلو لپاره، دقیق پام کول دي. دا دې لپاره، چې په سم فکر کولو کې انسانانو ته شخصیت او د ژوند خوښي ور بښل کېږي.

اوریدلي به مو وي. هغه ښه فکر لري. دا په دې معنا نه ده، چې ګواکې نور خلک سم فکر نه لري بلکې د هغه ښه فکر په دې دلالت کوي، چې نوموړی له مسایلو سره عقلاني چلند کوي یا خپل ژوند په فکر تیروي. هر څه ته د فکر له زاویې ګوري؛ د مسایلو X,Y اوZ ټول اړخونه راخلي. په فکر کې دا اړخونه سنجوي، چې ولې باید د Zفعالیت ترسره کړم. ولې باید د Yفعالیت ترسره نه کړم!؟

فکر کول، له تصوراتو ممکن نه ده. دا سمه ده، چې فکر یو تصور کېدای شي خو فکر له تصوره ځان ته یو ډول ډاډ حاصلول دي. د بېلګې په ډول؛ د انسانانو په لا شعور کې د دوی تر عمر پورې، د ژوند ټولې لوړې او ژورې پرتې دي. په لا شعور کې د انسانانو ښه او بد تر ابده پراته  وي. د فکر سم کار کول د شعور او لاشعور په مرسته سره کېدای شي ځکه اصلاً یوازې فکر به څه وکړي؟

څنګه به له تصوره ډاډ واخیستلی شو؟ تصور اغیز او تاثر دی. په ځان کې نور هېڅ شئ نه لري، خو ډاډ د شعوریاتو او د لاشعور له هغې تل پاتې ذخیرې څخه ګټه پورته کوي. په دې معنا، له ستونزې سره مخامخ کېدل حتمي دي، خو فکر یې په دفاع کې مهم رول لري. ښايي د انسان په ژوند کې له ډیرو ستونزو سره مخامخ شوی وي. د اوسنۍ ستونزې دفاع د پخوانیو ستونزو په مټ او د هغه د حل لار مطابق کولی شي، چې فکر وکړي او هغه څه چې ده ته شعور او لا شعور ورکوي، نو هماغه د ده فکر زېږده ده.

دا یوه لویه پروسه ده، خو فکر ونه کړئ، چې دا پروسه به څنګه په واحده ثانیه کې ترسره شي او انسانانو ته د فکر ښه توکي ورکړي. له همدې کبله، انسان اشرف مخلوق هم دی. که موږ یوه ماشیني داسې پروسه ترسره کړو نو څه فکر کوئ ډير وخت به ونه غواړي؟

د فکر کولو پروسه تر ماشیني پروسې جنجالي ښکاري ځکه د انسان له اخلاقو، ستونزو، وړتیاوو او نورو چلندونو سره ـ سره فکر انسانانو ته د یوې سمې پایلې په لاس ور کولو کې بوخت وي.

فکر یو فکر دی، خو فکر کول متفاوت دي. ځینې لنډ فکر کوي، ځینې ژور فکر لری او ښايي ځینې انسانان د یادو دواړو فکرونو څخه پرته یو ډول فکر وکړي.