د عاليه راوي اکبر ژوند او خدمات
Aziz Rahman Hazim
لیکنه : مسعود پښتون
د ادب او سیاست په دنېا کې که یوې خواته عالیه راوي اکبر د مبارزې په تاریخ کې د یوې پېاوړې پښتنې ځای وموند، نو بل خواته یې د پښتو او پښتنو په تاریخ کې د یوې با فکره، سنجېده او د یو ځانګړي انداز په درلودلو سره په پښتني ټولنو کې راتلونکي نسل ته پراخه لار هم پرانېسته. دا پښتنه د خپل دور په هغو مبارزو پېغلو کې شامله وه، چا چې د خپل واقعي ژوند او مقصد د تر لاسه کولو لپاره د هر ډول مالي او ځاني تکلیفونو، ستونزو او ربړونو پروا نه ده کړې. دا پښتنه نه یوازې دا، چې ټولنېز پرمختېایي پروګرامونه مخته وړي بلکې په ادبیاتو کې هم لوی لاس لري. په نثر او نطم لېکنې کوي، په نثر او نظم دواړو کې یې تر ډېره اصلاحي، قومي، اخلاقي او انساني رنګ موجود دی. راوي اکبر نه یوازې د خپل ځان د سوکالۍ او ښېرازۍ په خاطر په ژوند کې مبارزه کړې، بلکې دې پښتنې د نورو خوېندو، مېندو او راتلونکي نسلونو د سوکالۍ، پرمختګ او پر مخ یون لپاره هم ډېر ګامونه پورته کړي دي.
د یوې کورنۍ مسوله، یوه مور، سیاسي مفکره، د هېواد او ولس د هېلو او ارمانونو انځورګره، چې ډېر په اخلاص، صداقت، رښتېنولۍ او خوږه ژبه خلک د ټولنېز ژوند حقیقتونو ته رابولي. نوموړې خپل ولس ته د مادی ګټو تر څنګ د هغو ګټو وړاندېز کوي، چې هېڅ نه مري او تل د دنیا پر مخ د یو حقیقت په ډول پاتې کېږي. دا حقیقتونه نه ورکېدونکي، نه ماتېدونکي او نه هېرېدونکي دي. دا پښتنه مبارزه، لېکواله، ادیبه او شاعره علیه راوي اکبر ده.
عالیه راوي اکبر له اصله مېاخېله پښتنه ده، د کابل ښار په ګذرګاه سېمه کې یې په ۱۹۵۵م کال دې نړۍ ته سترګې غړولې، دې پښتنې خپلې لومړۍ زده کړې د کابل په روخشانې لومړني ښوونځي کې کړې، منځنۍ زده کړې یې د رابعه بلخي نومې لېسې کې سرته رسولې دي. نوموړې د خپل لېاقت او پوهې پر اساس د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي ته په ۱۹۷۴م کال شامله شوه.
د داخلي جنګونو او ستونزو په پر اساس یې ونشوای کړای خپلې زده کړې د کابل په پوهنتون کې پای ته ورسوي، په ۱۹۷۷م کال چې د پوهنتون د اخېري کال زده کړیاله وه، خپلې زده کړې پرېښودې او ویې نشو کولای ددې پوهنتون څخه د لوړو زده کړو سند تر لاسه کړي.
د عالیه راوي اکبر د زده کړو په مخ کې نه یوازې دا خلي جنګونه خنډ شول، بلکې د پښتني ټولنې هغه ناوړه دودونه هم له دې جنګونو سره ملي وي، کوم چې تر دې دمه د پښتنو تر منځ تود بازار لري. تعلیم ته د نجونو نه پرېښنودل، په کم عمر کې د نجونو ودول، د ژوند د ملګري په تړاو له پېغلې څخه د پوښتنې نه کول او د تش په نوم دغېرت تر نامه لاندې د ځېنو ناوړو دودونو پالل هم شامل وي. تر ټولو لویه ستونزه، چې په پښتني ټولنه کې لا هم د پرمختګ په حال کې ده، هغه د ښځو تعلیم او زده کړو ته نه پرېښودل دي. که اجازه ورکړل شي، بېا هم د زده کړو یوه دایره او اندازه ورته ټاکل کېږي. دا اندازه په لرو پرتو سېمو کې تر ۶ ټولګي پورې وي، په پرمختللېو ولاېتونو کې دا لړۍ، چې ډېر دوام پېدا کړي د لسانس تر کچې رسېږي. بدبختانه باید ووایم، چې له زده کړو وروسته بېا نجونو ته د کار هېڅ اجازه نه ورکول کېږي او که ور هم کړل شي، پرې زیات محدودېتونه وضع کېږي.
راوي اکبر که څه هم خپلې زده کړې سرته نه دي رسولې، ولې بېا یې هم په خپلو ادبي، ټولنېزو، سیاسي او اقتصادي لېکنو کې تل د ازادۍ، بشرېت او زده کړو په تړاو ملي جذبه کارولې. دا پښتنه نه یوازې یوه اقتصاد پېژندونکې ده، بلکې ښه سیاستدانه ده، تکړه لېکواله، ادیبه او یوه تکړه شاعره هم ده.
لېکواله په ټولنه کې د ستونزو او ربړونو په کتو سره دا صحنې په داسې یو انداز انځوروي، چې هر دردېدلای او کړېدلای پکې خپل ځان له ورایه ویني. نوموړې نه یوازې دا کار دنثر په ژبه کړی، بلکې په شعر کې یې هم دا ستونزې او ربړونه په ګوته کړي. ددې تر څنګ چې یوازې په ستونزو وغږېږي، د حل په لار چارو یې هم ژور فکر کړی. لېکواله په ډېره ښکلې او روانه ژبه د ټولو ټولنېزو حقیقتونو سره د مخامخ کېدو په صورت کې خپلې سپارښتنې انځوروي، که دی ته یې مادی ګټه نه ده ورکړي، بلکې په معنوي ژوند کې ددې د شخصېت په غوړېدنه او پرمختګ کې یې هرو مرو مرسته کړې.
دلته یې د یوې نثري لېکنې هغه نمونه را اخلم کومه، چې نوموړې تر دې عنوان لاندې (د سولې خبرې عمل ته اړتیا لري) لېکلې ده:
دفرانسې کنفرانس په داسي حال کي پای ته ورسېد چې نتيجه يې دځينو په ظاهري تخمين مثبته وه. دغه کسانو داسي فکر کاوه چې بهرنيو ځواکونو بالاخره په خپل دريځ کې نرمي وښوده چې په دې غونډه کې يې دطالبانو نماينده ګانو ته د اشتراک زمينه برابره کړه. بله خبره دا هم کېده چې دکابل ګوډاګی رژيم له طالبانو سره د افغانستان څخه دباندي دخبرو اترو حمايت نه کاوه. خو اوس دې خبري ته اماده شو. دبل طرف څخه د ګوډاګي رژيم چارواکو ويلي چې د سولي هرډول خبري بايد په افغانستان کې دننه سرته ورسيږي. د کابل رژيم دا خبري د دغه کنفرانس تر پای ته رسېدو ايله څو ورځي وروسته وکړې. د کابل د ادارې دا خبري دطالبانو دهغه موقف باالعکس خبري دي چې هغوی په ډانګ پېيلي ويلي چې ترڅو بهرني پوځونه په هيواد کې شتون ولري دوی د کرزي د رژيم سره خبري نه کوي.
همدارنګه وړاندې ددې لېکنې په تړاو زیاتوي:
زه په افغاني ټولنه کې دښځو ټولو حقوقو ته هغه اهمیت قايله يمه چې زموږ دټولني کلتوري او مدني ارزښتونه يې ايجابوي خو له بده مرغه چارواکو ته دا دښځو دحقوقو مسله بېخي سياسي مسله ګرځېدلې ده. خو طالبانو خپل سابقه موقف په ډانګ پېيلي څرګند کړی چې دوی به هيڅکله د کرزي دګوډاګي رژيم سره خبري ونه کړي او د افغانستان څخه يې دبهرنيو پوځونو د ژر تر ژره د ايستلو غوښتنه کړې ده. که څه هم دطالبانو دحکومت دبهرنيو چارو د وزارت پخواني وزير ښاغلي مولوی متوکل ددغه غونډي په هکله خوشبيني وښوده خو په داسي يو حالت کې د افغانستان دجګړې د درېدلو هيله بې ځايه ده. ځکه چې دجګړې په ډګر کې بهرني پوځونو ماته خوړلې ده. داچې لوېديځ په څرګنده دخپل شکست اعلان نشي کولای هغه بېله خبره ده. خو همدا بهرنيان و، چې دسولي دخبرو اوازه يې لومړی ګډه کړه. که نه وي نو طالبان خو دجګړې په ډګر کې همدا اوس برلاسي دي او دا څه دپټولو خبره نه ده. که څه هم بهرنيان غواړي چې پرده پرې واچوي. د فکر وړ سوال دا ده چې دسولي خبري لوېديځوال له ډېره وخته کوي خو نتيجه يې نه تر سترګو کيږي. هغه مقتدر او معظم قدرت چې پر ټوله نړۍ کنترول لري په خپلو مصارفو په قطر کې له ډېري مودې نه دفتر ورته جوړ کړی دی خو دسولي خبري يوازي دخولې ترانې دي چې زمزمه کيږي. ددې دسوال جواب ولي نشته؟ که څوک د ملګرو ملتونو يا يوناما دې نوي خبري خوشبينه کړي وي چې غواړي په ترکمنستان کې بله دفرانسې ورته غونډه جوړه کړي نو دا هم يوه غولوونکې اودپام اړولو بل کوشش دی چې نتيجه به ورنه کړي. يوازي به بې ځايه مصارف او سفرونه وشي خو نتيجه به فقط د فرانسې غونډي ته ورته وي. ټولي نړۍ ته څرګنده ده چې ملګري ملتونه هر څه د امريکا اونورو غربي هيوادونو په امر ترسره کوي. په افغانستان کې دسولي د راتګ هيله هغه وخت کېدای شي چې په عمل لاس پوري شي. طالبان غوښتنه لري چې زندانيان يې ازاد شي. همدارنګه غواړي چې مهم مشران او قومندانان يې دتور ليست څخه وايستل شي.په اساس د فرانسي کنفرانس هغه وخت دسولي هيله کېدای شي چی مات شوی قدرت په لاس د طالبان/ پښتانه په حقیقت کی، د رشتیانی سولی له خاطره ښه نیت وښیي.
وګورئ لېکواله په بې باکۍ سره د پښتنې ټولنې د واقعیتونو دومره ژوره مطالعه کړې، چې د هرې موضوع تر ژورو رسېدلی. ټولنېز حقیقتونه یې درک کړي، له هر ظلم، وحشت، تاوترېخوالی، ناوړه دودونو، بې احترامۍ او ټولنېزو نابرابریو څخه دومره اغېزمن شوی، چې د مجبورېت له مخې یې د زړه اواز د قلم ژبې ته ورکړی. دا ټولې ناخوالې یې د ټولنې په ګوټ ګوټ کې لېدلي، درک کړې او هغه عکاسي شوي تصویرونه یې تر موږ را رسولي دي. دا بد رسم او رواج نه یوازې د ډېورنډ کرښې دېخوا ته پالل کېږي بلکې هغه غاړه هم د ځایي پښتنو لخوا پالل کېږي.
عالیه راوي اکبر د خپلې مورنۍ ژبې پښتو تر څنګ په څو نورو ژبو (فارسي، دري او انګرېزي) د خبرو تر څنګ لېکل هم کوي. لېکواله د داخلي جنګونو په پایله کې دې ته مجبوره شوه، چې خپل هېواد پرېږدي او د مهاجرت شپو ورځو ته غاړه ورکړي. له افغانستان څخه وکوچېدله او د ژوند ترخې شپې او ورځې یې په پاکستان کې تېرولې، وروسته هلته د داخلي ګوندونو او خپلو هڅو او لېکنو دې ته مجبوره کړه، چې پاکستان پرېږدي او جرمني ته کډواله شي، ځکه چې په هغه وخت کې د یوې ښځېنه لخوا د ټولنېزو حقېقتونو سپړنه او پر هغو حقېقتونو څېړنېزې او حقیقي لېکنې کول، کوم چې د افغانانو او بلخصوص د ښځو په حق کې تاوترېخوالی ګڼل کېده، د مرګ سره لوبې کول وو.
لېکواله دوه کاله په جرمني هېواد کې مهاجره وه او هلته یې د ژوند د سکون لپاره لا دمه نه وه کړې، چې له جرمني څخه د امریکا متحده ایالاتو ته کډه او هلته یې خپل ژوند اختېار کړ او تر دا مهاله په امریکا کې ژوند کوي. د وطن مینه، حقېقت څېړنه او پلټنه، د خپل ولس بېداري، مینه، انسانېت، دوستي، شفقت او یووالی هغه څه دي، چې لېکواله یې په امریکې کې هم د مجبورېت تر کچې رسولې، تر څو د افغانستان او بلخصوص د پښتون قوم په وېښتېا کې یو څه ولیکي. نه یوازې په نثري لېکنو یې دا لړۍ توده ساتلې، بلکې په دري او پښتو ژبه یې د شعر او شاعري بهر جاري دی.
دا پښتنه لېکواله په دري ژبه هم په زړه پورې شاعري کوي، یعنې په ټوله مانا په دې ژبه تسلط لري. زه یې دلته د دري ژبې ځېنې شعرونه راوړم، چې له یو ډول ځانګړي محتوا او مانا څخه برخمن دي.
جوانی
نیاید باز حال نو بهار و افروختن
سحر گاهان عشق کی بیاید در خفتن
دریغ آن بخت اگرکشیده بود درآغوشم
جوانی کآن رفت زود زود زا ین دوشم
همی گفت از قرار و رسم این یک دنیا
که نیست آزاده را بهر وقت وزمان پروا
مگر ماند او مرا وقول خویش جا در جا
سبق او داده از بقا جفایش شد با ما
جفایش کرد خاموش شمع آرمانم را
جوانی برد بکام خویش کاروانم را
بماندم سر ببال غم و درد ناکامی
بیاد آمد که آن چه خوش بود سحر بامی
دگر نیست آن روشنی به شام تنهایی
نگشت تن زان ببعد هرگز آگه زآرامی
جوانی آنچه بر تن عشق بوده یک جانی
دلارام آنکه بپای خویش بوده روانی
تو باز ای یاد میارنام جان به من ایندم
تن افسردست شمع مرده دل زآن کندم
د پورتني شعر په تورو کې د ژوند مانا او په ژوند کې د پېښېدونکو دردونو، ارمانونو، مینې، ځان او مال په تړاو څومره په زړه پورې انځور وړاندې شوی. دا انځور نه یوازې د یو شاعر د زړه اواز دی، بلکې په دې شعر کې د ژوند ډېری واقعېتونه هم نغښتي دي. دوکه یې یو مثال دی، شاعره ډېر په ښکلو ټکو کې وایي، دوکه د ژوند شمعه او رڼا مړاوې کوي او د انسان په ژوند کې تېارې راولي.
دایره حق بشکست از خلق بې طریق
سر به پا خورد پا به سر زهر یک فرق
جلوه ی یک روز دګر آید ز طلعتی
راست شده چرخ کج زانسر به هر حقیق
د اخلاقي شعر نمونه :
قلم مدام رقصید بساز درد و غمم
نوشته ام به هزار زبان ز ماتمم
ساه هر خط رفت به دود سوختنم
به من شده هر ورق همچو ګور وکفنم
………
آزاد بوده ای و آزاده باش و ازاد میر
از سنګ دل حذربه تنګ دل بګو که داد ګیر
ای هموطن چرا نومید مانده درنز د عدم
جنبیده باش درین یک دم قدم بر ایجاد ګیر
وګورئ لېکوالې په څومره ښکلي انداز دا په ډاګه کړې، چې شعر او شاعري یوازې د ژوند لپاره دي، نه د خوند لپاره. د غزل په مقطع کې څومره لویه مانا پرته ده، په رښتېا هم سل خبرې په هېڅ حساب دي، ولې هغه وخت چې کمزورې او ضعېفې وکارول شي. په دې مانا چې د هرې خبرې د کارولو لپاره باید یو ځانګړی ځای وکارول شي، یعنې هغه خبرې چې له پوره ارزښت څخه برخمنې وي، بې ځایه او داسې کسانو په مخ کې ونه کارول شي، چې په ارزښت یې و نه پوهېږي.
لېکواله د دري ژبې تر څنګ په خپله مورنۍ (پښتو) ژبه هم ښه په درز او په زړه پورې شاعري کوي. په دې ژبه کې یې هم ګڼ شمېر شعرونه، ادبي ټوټې، متلونه، سپین شعر، ازاد شعر او اصلاحي لېکنې کړې دي. زه یې د څو شعرونو هغه نمونې وړاندې کوم، کوم چې له یو ځانګړي ارزښت، خوند او مانا څخه برخمن دي:
اسمان نه تر اسمان دا یو جهان دی
عقل چې ورسیده هلته مو مکان دی
د هر ګوت یې غږ اوچت د عاشقان دی
کور مې وران دی خو پر ما دېر ګران دی
بل ځای په یوه څلورېزه کې وایي:
تر څو به ناست د سترګو په نم
تر څو به ژاړو د زړونو په غم
تر څو به قوم سوزي د جنګ په اور
تر څو ملت برباد د پردو په چم
په بل یو شپږ بیتي شعر کې بېا د خپل زړه اواز دا ډول وړاندې کوي:
سترګو نه دې اچولې یم اسان لکه اوښکې
ارام یو شیبه ته کښېنه په دامان لکه اوښکې
یار تورو خاورو کې کېنم یا ګل په لمن کې
د خپل نصیب بازي نه لرزان لکه اوښکې
دا پټ د نهان سوز ده هسې را پېدا شي
یا شوندې کې شعر یا په چشمان لکه اوښکې
لېکواله نه یوازې دا چې اخلاقي شعرونه وایي، بلکې ملي، حماسي، هنري، تصوفي او عشقی شعرونه هم ویلي دي.
خوشحاله سوزم په اور د مینې
ګرم مې محفل شو په کور د مینې
تښتم غم نه چې دی سوړ تور تم
ځان مې خوځوم په لور د مینې
دا هم د یو حماسي شعر نمونه:
ته یې خاوره می ته یې کور زما
ته یې غېږ زما ته یې مور زما
ته افغانستان یې ځای د افغان
ته یو روح په سر شوې شور زما
د پښتو شعر تر څنګ ډېر له مانا ډک ځېنې ازاد شعرونه هم لېکي. په ازادو شعرونه کې یې لویه برخه اخلاقي، نصیحتي، روزنېزه، ښوونېزه او اصلاحي برخو ته ځانګړې شوې ده. همدارنګه د راوي اکبر د ازاد شعر بله لویه ځانګړتېا، چې یو هنر هم ورته ویلی شو، هغه د تورو په یو ځای کولو سره د هغو لویو حقېقتونو وړاندې کول دي، چې له حقېقت څخه یې سترګې نه پټېږي. د مثال په ډول اقرار په ناپوهۍ کې شهامت غواړي، په رښتېا هم ډېری ناپوهان په خپلې ناپوهۍ هېڅ وخت اقرار نه کوي، کوشش کوي د خپلې ناپوهۍ د پټولو لپاره یوه وسېله پېدا کړي. خو له ټولنېزو حقېقتونو څخه یو دا دی، چې د خپلې غلطۍ د منلو لپاره باید له ټولنېزو حقېقتونو څخه مخ ونه ګرځول شي. د راوي اکبر د ازاد شعر نمونه:
د وړو او زړو خلکو خدمت ډېر ښایست لري
هغه لویه نیکي پوهول د ناپوهانو ده
پایه د انسانېت په نیکۍ ولاړه ده
اقرار په نا پوهي کې شهامت غواړي
د چا زړه خوشحالول احسان دی
تواضع مرتب دی
وجدان پټ رهبر دی
حسادت د ځان بلا ګرځي
رښتېا ناجي دي
نفرت مرض دی
حق یو مقدس کلام دی
د نر شخصېت د عدالت نه معلومېږي
او د ښځې شخصېت د رحم نه
بلاخره خوندور اثر مینه ده
د پښتو شعر په تړاو دومره بسنه کوي، غواړم د لېکوالې د ټپو په اړه هم یو څو خبرې ولرم، راوي اکبر په پښتو ټپه کې هم ډېره مخکښه ده، په زړه پورې ټپې لېکي، که څه هم ټپه هغه یوازېنی ژانر دی، چې د نړۍ په نورو ژبو کې نشته، نه یوازې چې نشته بلکې په څو محدوندو سېلابونو کې د دورمره لوې مانا ځایول هم څه اسانه کار نه دی.
یعنې هم د مانا په لحاظ او هم د جوړښت په لحاظ ټپه یو اساسي او پرمختللی ژانر بلل کېږي. راوي اکبر هم په ټپه کې ګڼ موضوعات څېړلي دي، خو زېات برخه یې اصلاحي رنګ لري. د نمونې په ډول یې د څو ټپو یادونه کوم:
دغه زه څومره بې پروا یم
د غم سرلېک مې شو د چا شینکي خالونه
مه کړئ د مور ډېوه به ومړي
دا د وصال شپه به بېا څوک رڼا کوېنه
راوي اکبر یو چاپ شوی کتاب لري، چې په په انګرېزي ژبه لېکل شوی او د امریکې متحده ایالاتو کې د (( Dog ear Publishing )) لخوا چاپ شوی. دا کتاب چې یو ځانګړی عنوان لري ((Crisis Confronting Afghan Women Under The Shadow of Terror)) په دې کتاب کې ډېری هغه حقېقتونه سپړل شوي، کوم چې په افغاني ټولنه کې ښځې ورسره مخامخ کېږي.
همدارنګه زیاته برخه د لېکوالې په ژوند راڅرخي، چې څه ډول په ژوند کې له ستونزو سره مخ وه او څه ډول یې ددې ستونزو او ناخوالو پر وړاندې مقاومت وکړ او د حل لارې چارې یې ورته پېدا کړې. همدارنګه د لېکوالې د ځواني په وخت د ځایي حکومتولی په تړاو هم ډېر په زړه پورې حقېقتونه وړاندې شوي دي. یعنې په ټوله کې د هغه تور سېوري په تړاو خبرې شوې، چې په افغاني ټولنه کې یوه ښځه ورسره لاس او ګرېوان وي.
باید یادونه وکړم، چې لېکواله دا مهال ۶۰ کلونو په عمر دی، ولې بېا هم د خپلې ژبې مینې مجبوره کړې، چې یو څه ولیکي. دا مهال هم د خپل شعري کتاب په ترتېب او سمون کار کوي، چې ډېر ژر به د چاپ په ګاڼه سمبال شي. یعنې دا کتاب یې ناچاپ دی، چې ډېر ژر به چاپ شي، همدارنګه بل ناچاپ کتاب یې ناول دی، چې دا ناول د یو ژوند ټولې ژوندۍ کیسې او تجربې دي، چې د ناول په بڼه وړاندې کېږي؟
د پایلې په توګه ویلای شو، چې عالیه راوي اکبر یوه تکړه سیاستدانه، لېکواله، اقتصاد پوهه، ادیبه او تکړه شاعره ده. لېکوالې په ادبي، سیاسي، ټولنېزو ، ادبي او اقتصادي موضوعاتو په زړه پورې لېکنې کړې دي. هره لېکنه یې په بېلابېل انداز او بېلابېلو موضوعاتو لوستوونکي ته یو نوی فکر ورکوي. په لېکنو کې د ښېرازۍ لارې چارې په ګوته شوې دي، انساني کراماتو ته پکې پوره ارزښت احساسېږي، د دردېدونکو او مظلومو د اواز زمزمه پکې په هنري اواز سره غږېږي، د پوهې، اخلاقي تهذیب او ښوونې او روزنې اړخونه پکې څرګند شوي دي. یعنې د نتیجې په ډول ویلای شو، چې هره لېکنه، نظر او مفکوره یې د یوی نوي اړخ زېږنده ده. د لا زیاتو بریاوو په هېله یې، قلم یې تل تاند او هڅاند اوسه.