کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزي د هسکې مېنې د قربانیانو له کورنیو سره ولیدل.

ولسمشر کرزي د هسکې مېنې د قربانیانو له کورنیو سره ولیدل.

ولسمشر حامد کرزی نن سهار د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ ته د هغو قربانو شویو کورنیو لیدو ته ورغی چې د سرطان په ۱۶ د ایتلافي ځواکونو په هوايي بمباریو کې د واده په مراسمو کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی، د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو ددفتر له لوري لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ولسمشر کرزي د ایتلافي ځواکونو د بمباریو له امله د هسکې مېنې له قربانو شویو کورنیو سره د مرستو ژمنه وکړه او هغوی ته یې د همدردۍ مراتب وړاندې کړل، په هسکې مېنې کې لنډی غونډی ته د ننګرهار والي ګل اغا شیرزي هم وینا وکړه وی ویل چې د هسکې مېنې خلکو دهغه په وینا له کرښې وراوښتي جنګیالې ډلګۍ څو ځلې ځپلي دي.