ایتلاف : په شينډنډ کې د طالبانو دوه قومندانان وژل شوي.

34 | جولای 17th, 2008


له باګرامه دایتلافي ځواکونو په راغلې خبرپاڼه کې ادعا شوی چې دغو ځواکونو نن د هرات دشینډنډ په ولسوالۍ کې د طالبانو دوه محلي قومندانان وژلي دي ، ایتلاف ویلي چې د غه دوه قومندانان حاجي دولت خان او حاجي نصر الله خان نومېدل ، ایتلاف دا ډول وسلوالو طالبانو ته دزیاتې مرګ ژوبلې اړولو دعوه هم کړی ده ، خو د وسلوالو طالبان له لوري دا خبر ندی تایید شوی.

Copyright Larawbar 2007-2024