کور / شعر / باسواده دوکتور 

باسواده دوکتور 

ليکنه: ماهر احسانزی

په یو حدیث  کې راغلي دي ، چې الله کله پر بند ه ډېره یا د هغه د طمعې خلاف خوشالې راولي نو د بنده له خولې ووځي چې الله ته مې بنده او زه دې خالق یم .

خبره مې دا کوله زه نن همداسې یوې خوشالۍ سره مخ شوی یم او دا خوشالې اوس نه زما ګوتې له ماسره ډېرې د یارانې تار ته پريږدې او نه د لاشعور د رابیداره شویو حسرتونو لښکر .

زه پوهیږم د خوشالۍ پدې تظاهر کې به رانه د چا د نوم او موقف ښکلي خومصنوعي  ودانۍ ګرول کیږي خو  بس ورسره به راکاږو.

زمونږ ټولنه اوس هم د نورو  راتپل شویو  یا  هم د کلیشه شویو ترکیبونو په څېر د بې سواده کلیمه ډېره کاروي او معمولا يې ورڅخه موخه هغه څه وي ، چې چا بیخې الف بي نه وي لوستي .

ځينې خلک بیا سواد او د ناسواد معیار ښوونځی ، پوهنتون … ګڼي خو پر دې  یې تراوسه فکر نه دی کړی ، چې سواد په کاغذ کې دی که په سر کې.

داکتر اسرار اسرار وايې

زه پرې ځکه شوم دهکه سره له عقله

ځينې خلک د ښو بدو په تمیز پوهیږي ، خپله ګټه تاوان پيژني . ورځ شپه د کار کولو بل سره د سیالۍ برابرولو لاره ورته معلومه وي ، په کلیو کې به مو لیدلي وي همدا اوس زمونږ ملکان ، نفودي مشران ، قومي مخور لیک لوست نشي کولی خو تر قاضیانو ، څارنوالانو  ښې پر یکړې کولی شي .

که د سواد معیار سندونه وي نو نه ملنګ جان شاعر وو او نه يې شعرونه خپل دي او که ملنګ جان شاعري د ادب لپاره لا نظيره ورکړه بولئ  ؛ نو بیا د سواد معیار سندونه ، نه دي .

د سواد لپاره معیار د له مشاهدو ، تجربو ، او ادراکونو اخیستې پایله او تعقل سواد دی .

خدای خبر د چا له زمانې راپديخوا خلک لګیا دي پوهه تر لاسه کوي ، علمي درجې اخلي ، علمي پوړۍ يې مخې ته ځي ؛ خو که پر ادب يې را محدود کړو نو لا يې د اولې هجري پيړۍ تعریفونه لکه د نظر تعویذونه د خپل لټ فکر په د نظره ماتي لپاره تړلي دي .

لا هم د یو کتاب خبرې بل ته اړوي ، لا هم د زړو سوژو په تحلیل پسې لګیا دي . زمونږ د نن ادب ټول لیکوال پردې کار کوي چې د الفت د نثر ځانګړنې ، د حمزه د  شعر ښکلا ګانې ، د مجروح فکري غورځنګ تر اوسه لا چا پر دې کار ونکړ  ، چې د لنډو کیسو لپاره به د کتاب بڼه ، جوله او بلاخره د پاڼو شمېر څومره وي .

تر اوسه هم پر دې دچا سر نه خلاصیږي چې همتولې جملې پر دوو برخو شعر او نظم ویشنه مومي ؛ خو ټول نظم چوکاټونه بولي او شعر غزل .

د سندونو سواداران شکر ډېر لرو خو د مشاهدو او تجربو د راپيدا تعقل ،سواداران  مو د ګوتو په شمېر دي .
په ژولو خوړو شخوند وهل او زړې ببولالي غږول نه پر ادب احسان دی او نه په ټوله  مانا د کړي تعلیم د حق اداینه ده خو پر هر څه فکر ، هرې ورکې پسې لټه ، د خپلې ژبې د اړتیاوو د پوره کولو لپا ره پر ژباړو ، څیړنو ، مرکو او … کار کول او د خپل فرهنګ تشه ډکول د سواد ښکارندویې کوي .

له نیمګړي ادب د نړیوال ادب جوړول ، د شعر او لیک نړۍ ته د نویو راغلیو ځوانانو لپاره د را پيدا شویو پوښتنو ځوابول ، عصر سره سم د ادب د غوښتنو په ډاګه کول په علمي او فکري برخو کې پر صراط المستقیم د خپلې ژبې د ویونکو برابرول ، د سواد څخه غوښتنې او د خپلې اړوندې رښتې د حق اداینه ده .

د کاغذي سندونو د سواد سره سره د تعقل درلودونکی او د پښتو ژبې له غمه ستړی یو هم دوکتور اجمل ښکلی دی .

ښکلی نه داچې سخي استاد دی ؛ له سخي مې موخه داده چې په هر څه چې پوهیږي د کاغد پرمخ  یې تر نورو د رسولو نهايې هڅه کوي .

دا ښکلی،  سخي د خپلې ژبې په هغو تشو پسې ګرځي ، چې همدا شیبه  يې د ډکولو لپاره ډېرې سترګې له ورکتلو شخې پاتې شوي دي .

استاد ښکلی د پښتو ادب لپاره یوه داسې لورینه ده ، چې له برکته به يې پښتو ژبه ډېر خپلې تشې راډکې کړي .

اجمل ښکلی که پر شعرلیکنه برلاسی دی ، په ژبپوهنه کې يې نوې خبرې زده دي ، د لیکوالۍ لپاره د ښو تجربو زیرمه ورڅخه ترلاسه کېږي ، پر هنري اثارو د کره او ناکره پریکړې اخلاص لري او بلاخره هر ساه  یې  د ادب د غوړیدا او نویو اړتیا  پوره کیدا ته ورکړې ده .

زه دا شیبه نه د استاد کوم اثرپه لاس کې لرم او نه دا ټاکنه کولی شم چې کومه برخه يې سړی را واخلي .

استاد ښکلی راته د خپل کړي کار او هغه نیت له مخې چې د ادب د بډاینې لپاره يې لري دومره ګران دی ، چې نه يې په لوستلو مړیږم او نه يې  په لیدلو .

د استاد ښکلي همدې هڅو له مخې راته دا خبره اړینه بریښې ،چې  ووایم استاد له پخوا دوکتور وو خو د خلکو خولو د تړلو لپاره ورته یو سند په کار وو او دې د  سبا علامه ته له وخت وروسته د ورکړي دوکتورا د سند مبارکي پښتو ادب خواخوږو ته وایم .