کور / رسنۍ / نیمروز اوس د خبر په سر کې!

نیمروز اوس د خبر په سر کې!

لیکوال: صفت الله ذاهدي

موږ کله ناکله د ځینو مهمو ولایتونو خبرونه نه لرو او نه هم هغه د خبر په سرکې وي، دا کار د کار سړي غواړي.

هلمند هم یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې کله ناکله د خبر په سر کې وي؛ خو داخبرونه کله د بیارغونې او کار وي او کله د جګړي د لومړۍ کرښې.

له هغه وروسته چې دلته ګلاب منګل د هلمند د والي په توګه وټاکل سو، په هلمند کې به تل هغه د خبر په سر کې و؛ ځکه هغه کار کاوه، ځینې دولتي چارواکي یې کارونو ته هڅول. د هغه دې کار که څه هم ځینې وختونه نیمګړتیاوې هم لرلې او همدې نیمګړتیاوو نوموړی د ولسمشر کرزي د واکمنۍ پر مهال له دندې لرې کړ.

له هغه وروسته هلمند بیا چوپ سو. څو میاشتې وړاندې هلمند بیا یو داسې ځلانده کس پیدا کړ، چې هلمند یې د خبر په سر کې راوست.
دا کس تر دې وړاندې هم د هلمندیانو اواز د یوه مدني فعالیت له لارې تر مسوولینو رساوه. داسې فعالیت چې په هیواد کې یې ساری نه و. په هلمند کې د مدني فعالیت سر لاری او بنسټ ایښودونکی سردارمحمد همدرد یادوم.

نوموړي به د خپل مدني فعالیت له لارې تل هڅه کوله، ترڅو د خلکو له حقونو څخه دفاع وکړي.
هغه داسې مبارزه وکړه، چې هلمند کې ټول خلک ورته ګوته په غاښ ناست وو.
ده د خپلې پاکې مبارزې له لارې ټول چارواکي و وېرول. اکثرو به یې په ریاستونوکې غلاوې نه سوئ کولای. دا په دې معنی چې د اداري فساد پر وړاندې یې کلکه مبارزه وکړه.

سردارمحمد همدرد داسې یو مبارز دی، چې خپله مبارزه یې له هلمنده شروع او ان تر کابله پورې و رسوله. د هېواد ډېری لوړ پوړو چارواکو هغه پېژانده. داسې یو کس، چې هغه ته یې د یو پاک او سپېڅلي مبارز غږ کاوه او ټولو به په لیدلو سره په غیږه کې کلک نیوه.
زه د هغې د دې پاکې مبارزې ملګری وم. تر پایه مې دا مبارزه ورسره وکړه او اوس هم ورسره هم لاری یم.

همدرد چې کله د هلمند مرستیال والي وټاکل سو، نوموړي هلمند د خبر په سر کې راوست او کله ناکله به نړیوالو اژانسونو هم د هغه ځینو خبرونو ته انعکاس ورکاوه.
سردار محمد همدرد خپل ۱۶۳ ورځني ماموریت په ترسره کولو سره د هلمندیانو په زړه کې ځای پیدا کړ. هغه داسې یو ځای د دې خلکو په زړونو کې ونیو، چې هر یو د هغه د پاکې، وطن پرستۍ او خدايي خدمتګارۍ خبرې کوي.

سردار محمد همدرد څه کم یوه میاشت اوس له هلمنده تبدیل سوی او د نیمروز مرستیال والي ټاکل سوی. واقعا هم اوس یې نیمروز د خبر په سر کې را وړی. موږ نیمروز داسې نه پیژانده، هغه د نیمروز د خلکو ږغ تر ولسمشره د رسنیو له لارې و رساوه، چې هغوی څه غواړي.

اوس هغه هره ورځ د نیمروز د ابادۍ خبرونه خپروي. هغه داسې طرحې لري، چې واقعا هم د هېواد په ډېرو لویو لویو ولایتونو کې یې هغه والیان، چې له کلونو کلونو راهیسې دندې ترسره کړې نه لري. زه وایم که څوک غواړي کار وکړي او زده کړه وکړي، پرمختګ وکړي، خلک و هڅوي، نو له همدرده دې یې زده کړي.

خو د نیمروز ولسونو تاسې یو غر غوندې سړی اوس پیداکړی دی. هڅه وکړی، چې دا غر غوندې سړي سره فولاد غوندې و دریږئ؛ ترڅو ستاسې ولایت له درېیمي درجې درته دویمه درجه او خلګو ته مو د کار زمینې برابرولو سره سره دا ولایت درته داسې جوړکړي، چې خلګ یې لیدو ته له شمال، شرق او غرب نه لیدو ته همدلته راسي.

 نور د مزار میلې هېرې کړي او زرنج تاریخي ښارونو ته مخه کړي.
نیمروزیانو هڅه وکړئ، چې د دې تاریخي ښار لپاره د سردار محمد همدرد ملا وتړئ او خپل ښار، کلی او کور د خبر په سر کې کړي.

همدرد هره ورځ، هر سهار او هر ماښام ستاسو ښار کلی او کور د خبر په سر کې کړی دی. هره ورځ د نیمروز د خوښۍ خبرونه خپروي او تاسو ته کار کوي.

هلمندیانو دا څټه له لاسه ورکړه، نیمروزیانو خپل یې کړئ، ترڅو ښار او سیمه مو تل درته رنګینه کړي. د کار سړی وغواړئ او ملا یې وتړئ. بریالۍ او سرلوړی دې وي!