کور / علمي / ناول څنګه نقد کړو؟

ناول څنګه نقد کړو؟

ليکنه : محمد قسيم ځير

څرنګه چې ادبیات د ټولنې په پرمختګ او بدلون باندې تاثیر لري، په همدې ډول؛ کره کتنه د ادبیاتو په غوړېدنه او بډایه کېدنه کې اغېزمنه ده.په دې چې نقد د ادبیاتو ماهیت معلوموي ولې چې د ادبیاتو اهمیت د دوئ د ماهیت په پېژندلو کې دی. مګر که چیرته نقد په سمه او مسلکي توګه و نشي نو ډیر احتما ل دی چې د نقد کېدونکي(کتاب او لیکوال) حق مو تلف کړی اوسي. په دې لیکنه کې د ناول د ښې کره کتنې او تحلیل پر کړنلاره باندې بحث شوی. البته له دې تحلیلي جدوله په لږ تغییر سره د لنډې کیسې او رومان په جاج اخیستنه کې هم استفاده کیدای شي.

لومړی . پېژندنه: د هر ناول پيل دې له پېژندې وشي. چا لیکلی، په کوم کال کې او چیرته نشر شوی دی. ځينې وخت د لوستونکو د جذب لپاره د کتاب له منځه ډیالوګونه سر ته راوړل کیږي. د مفصل تحلیل لپاره د ناول د نوم او محتوا ترمنځ په ارتباط هم بحث کیدای شي : ولې کتاب ته دا نوم غوره شوی؟ د کیسې او د نوم تر منځ یې څه اړیکه ده؟. همداسې د ناول په پېژندنه کې  د لیکوال یادونه ضروري ده او که امکان یې وي د لیکوال د نورو ناولونو لنډ ذکر په نقد کې مرسته کولای شي، ددې ګټه دا ده چې: لوستونکی پر کره کتونکي باور پیدا کوي. د لیکوال د  نورو کتابونو په یادونې سره نقاد کولای شي له یوې بهرنې زاویې کیسې ته وګوري. د بیلګې په  ډول که بغدادي پير نقدېږي نو که  نقاد نیکه لوستی وي، ډيوډ جونز ته د ارګ د جاروکښ دا خبره چې بادشاه شین چای افغانستان ته راوړ په دې ډول تر سوال لاندې راوستلی شي چې د بغدادي پير لیکوال په یو بل ناول(نیکه) چې له بغدادي پيره  دوه سوه کاله پخوانۍ کیسه ده، لیکلي چې اهنګر میرویس نیکه ته د شنو چایو پیاله ډکه کړه. په دې ډول تاسې د لیکوال د معلوماتو صحت ننګولای شئ.

دویم: تیم یا موضوع: ناول د څه په اړه دی. تیم ته چې ځيني په ناسم ډول سوژه هم کاروي د یوې کیسې محوري موضوع ده. اکثره وخت تیم په یوې کلیمې سره ښودل کیږي لکه مینه، اختطاف، کډوالي … د تیم پېژندنه او تحلیل په ادبي نقد کې ډير مهم په دې وي چې د عامو لوستونکو لپاره دا واضحه نه وي؛ بله دا چې لیکوال هم په دې اړه ښکاره څه نه لیکي. یو ناول کولای شي ډیر تیمونه یا موضوعګانې ولري. ولې یوه یې اساسي موضوع وي. لکه د ورکو لارو مسافر (ناول) کې چې کډوالي اساسي موضوع ده.

درییم: کرکټر یا کرکټرونه دي چې پرسوناژ هم ورته ویلی کیږي. ځيني ځوان لیکوال د مرکزي کرکټر لپاره د اتل ویی هم کاروي. کرکټرونه په کیسه کې ددې په خاطر ضروري دي چې بې له دوئ  کیسه امکان نه لري. هر ناول له یو تر دریو مرکزي کرکټرونه لري مګر زیاترو ناولونو کې بیا یو پرسوناژ وي. په کیسه کې کرکټرونه د چینل رول  لري،یانې؛ لیکوال چې هر څه وغواړي ووایی د کرکټرونو له لارې یې وايي. د کیسې د خلکو د ښې پېژندنې لپاره باید لومړی د هغوئ ظاهري بڼه یا هغه نښې چې انسانان پرې بیلېږي؛ معلومي شي. لکه، د پوستکي رنګ، ونه، څېره …

دوهم قدم کې یې د کرکټرونو د رواني صورت (سیرت)جاج اخیستل پکار دي. د کیسې خلک یا اتل شخصیتي ځانګړنې کومې دي. د بېلګې په ډول اجتماعي دی، میلمه پال دی یا  منفي خویونه لري. په عموي ډول د کرکټرونو تحلیل داسې هم کیږي چې د کیسې انسانان د حقیقي نړۍ له خلکو سره مقایسه کیږي. د مثال لپاره د نسیم حجازي د ناول(وروستی مرچل) مرکزي کرکټر طاهر رااخلو. طاهر یو ښکلی ځوان دی، په توره وهلو کې یې سیال نشته، په علم کې ورسره د بغداد مفتیان بحث نشي کولای او دې ورته نور ډير خاصیتونه دي چې د کرکټر د ایډیالایزشن پته ترې لګېږي. د نړۍ د غوره ناولونو یو دلیل هم همدا د چې خلک یې د حقیقي انسانانو په په څير وي. لکه د ویکتور هوګو  د رومان(بېوزلان) ژان والژان. د کرکټر د تحلیل دا ډول په اروپا کې ډیر دود دی، ځکه چې هلته د ناولونو اتلان تر ډيره حده ناعادي خلک وي.همدارنګه کره کتونکی ته پکارده چې  د کیسې د کرکټرونو ترمنځ روابط راوسپړي. بل مهم فکتور د کرکټر په تحلیل کې  د اتلانو بدلون دی. ایا د کیسې پرسوناژ د کیسې په دوران کې بدلېږي که نه؟

څلورم. کشمکش یا کړکېچ: د کیسې کیسه ده. ځیني وخت ستونزه هم د کشمکش لپاره کارېږي. د کشمکش د اهمیت لپاره دا هم بس ده چې کیسه د کشمکش مفصل شکل دی. کړکیچ د تلوسې په پيدا کولو کې هم لوی لاس لري. کشمکش عموماً دوه ډوله لري. د کرکټر دخپل ځان سره، او له  ټولنې سره. یوه کیسه څو کشمکشه لرلای شي مګر یو یې مرکزي یا اصلي کړکیچ وي چې په حلېدو سره یې کیسه ختمېږي.د تحلیل پر وخت باید نقاد د کشمکش د پيدا کیدو او لویدو په اړه بحث وکړي. د اکثرو کیسو د ناکامۍ وجه همدا وي چې لیکوال د کیسې د ستونزو په منطقیوالي کې پاتی راغلی وي. د ناول او لنډې کیسې یو توپير هم همدا دی چې په ناول کې د لنډې کیسې په نسبت کشمکشونه او کرکټرونه زیات وي ولې چې ناول د یوې اوږدې موده په اړه لیکل شوی وي.

پينځم: پلاټ دی. پلاټ د پېښو تر منځ منطقي اړیکو ته وایي. یا د پېښو تر منځ د علت او معلول رابطه ده. څومره چې په کیسه کې تصادفونه کم وي هماغومره پر کیسه باور پيدا کیږي او لوستونکی د کیسې سره تر پای پاتېږي. د پلاټ تحلیل ډير مهم په دې دی چې څنګه یوه پېښه کیږي او د تېرو حادثو سره یې څه اړیکه ده. د پلاټ تحلیل ته ځيني لیکوال د کیسې د تعلیل نوم هم ورکوي. د تصادفاتو په اړه دا لازمه ده چې د ټویست سره یې توپير وکړو. تصادف دا دی چې یو څه بې پلانه پېښېږي او ټویسټ دا دی چې  زموږ له تخمینه او محاسبې برعکس یا بیخي بل ډول پېښه پای مومي ولې معقوله وي.

شپږم: د ناول په تحلیل او تنقید کې د چاپيریال فکتور دی. د نړۍ پرمخ هر څه د زمان او مکان له شرطه مثتثنا نه دي. کیسه هم چې د لویو او وړو پېښو ځنځير دی په یو مخصوص محیط کې پېښیږي. لومړی جغرافیوي تشریح ده. هره کیسه په یو ځای کې پېښېږي نو ضرور ده چې د کیسې  پېښې، خلک، کلتور، حتی ژوی د کیسې د ځای په نظرکې نیولو سره راوړل شوي وي. د بېلګې په ډول که د یو ننګرهاري د ژوند په اړه ناول لیکل کیږي او لیکوال په کې د واورو صحنې ولیکي  نو ایا لوستونکی به داسې کیسه تر اخره ولولئ؟  همداسې د ناول ټولنیز چاپيریال څرنګه دی. کومې ژبې ویل کیږي، د ښځو ځای په ټولنه کې څرنګه دی؟ د بېوزلو او مالدارو ترمنځ توپير شته؟ او یا د لیکوا ل معلومات د حقیقي نړۍ سره یوشان دي؟ د افغانستان په مارکسیستي ادبیاتو کې یوه خو همدا ده چې د طبقاتو توپير په کې په افراط سره شوی دی. البته زموږ ټولنې فیوډالي نظام درلود، امکانات په بې عدالتۍ سره ویشل شوي و ولې په دومره کچه چې زموږ د اویایمې او اتیایمې میلادي لسیزې لیکوالو لیکلي، نه وو.

اوم: د زمان ذکر کول دي. کیسه هم لکه هر څه په یو محدود وخت کې ده. هر زمان بیا بېلې ټولنیزې، ساینسي او سیاسي ځانګړتیاوې لري . د کیسې د رښتینتوب لپاره لازمه ده چې لیکوال دا خصوصیات مد نظر کړي وي. د مثال لپاره. په اتلسمه پېړۍ کې د یو افغان هوټلي د ژوند په اړه ناول لیکل شوی دی. د نقاد لپاره لازمه ده چې په ناول کې د نولسمې پېړۍ ځانګړیتاوې پيدا کړي او که نه وي یادونه یې وکړي چې په اتلسمه پيړۍ کې خو په افغانستان کې هوټل رواج نه و. د کیسې د زماني تحلیل بل ډول دا چې د کیسې پېښې څومره وخت اخلي؟ اونۍ، میاشتې که کلونه؟ ډيری وخت داسې هم وي چې د حقیقي نړۍ د انسان د میاشتو کار د کیسو انسان کلونو ته رسوي او برعکس.

اتم: د کیسې روایت دی. زموږ په دودیزو ادبي تیوريو کې د کیسې روایت ته دوه ډوله ښودل شوي دي. لومړي د ویونکي فورم چې په زه، ما، مې سره ښودل کیږي او کیسې له دننه روایت کوي. دویم ډول د دریم نفر له نقطې نظره دی چې په کیسه کې نه وي ولې د راوي یا شاهد په ډول کیسه تکراروي، مګر د معاصرو ادبي تیوریو له مخې درې فورمه دي. دوه هغه چې پورته ذکر شول او دریم یې د ټولپوه یا کمرې روایت دی.د کیسې د بیان په دې ډول کې راوي چې هرڅه ګوري، هماغسې یې روایت کوي. د بیان دا طرز د الفاظو پرځای تر ډيره تصویري وي. د ارنسټ همینګوی د زوړ سړي او سیند ناول ددې روایت مثال دی. د نقاد لپاره دا مهمه ده چې د روایت په ډول رڼا واچوي: ولې د روایت لومړی طرز د کیسې لپاره غوره شوی؟ که لیکوال کیسه د کمرې له نقطې نظره لیکلې وه نو ایا د کیسې په تلوسه او جذب کې توپير راته؟ دا او داسې نورې پوښتنې دي چې کره کتونکی یې باید ځواب کړي.

نهم: د کیسې ژبه ده. ژبه چې څومره د انسان لپاره مهمه ده د کیسې لپاره له هغې هم ضروري ده. ولې چې انسان بې ژبې نیمګړی انسان دی مګر کیسه بې ژبې وجود نه لري. کره کتونکی باید چې د کیسې په ژبه اوږد بحث وکړي. ایا د هر کرکټر د شخصیت، تعلیمي سویې او سیمې په نظر کې نیولو سره ورته ژبه ټاکل شوې؟ ملا په خپله او دهقان په خپله ژبه غږېدلی؟ د خدای بخښلي شپون د کیسو تر ټولو ښه ځانګړنه بدلېدونکي ژبه ده. همدارنګه د کیسې په ژبه کې څومره دقت شوی؟ فعلونه، صفتونه، متلونه او نومونه په کوم تناسب استعمال شوي؟ ایا لیکوال سمبولونه لري یا کومې کلیمې په بار بار کارېدلی دي؟ که ناول د یو مشخص قشر لپاره لیکل شوی وي لکه ځوانان، لویان نو لازمه ده چې د لوستونکو د سواد کچه هم له پامه و نه غورځول شي او نقاد دې تناسب ته هم خیال وکړي.

لسم: پيغام: هره کیسه یو خاص پیغام لري. په ساده اصطلاح کیسه یو نامستقیم نصیحت دی. ځيني خلک د کیسې د پيغام پرځای دعبرت کلیمه هم کاروي. یو کیسه ډیر پيغامونه لرلی شي. موټيف یا محرک ذکر کول هم د نقد په کره والي کې مرستندوی تمامېږي. ولې لیکوال دا کیسه لیکلې؟ د لیکوال د مخینې یا سیاسې فلسفې، او د کیسې د موضوع تر منځ رابطه څه ده؟ په دې سره لوستونکی پرنقاد مطمینېږي او د اغېزمنې کره کتنې باعث ګرځي.

یولسم: د نقاد نظر: د ناول د کره کتنې دا پړاو اکثره وخت د خلاصې په ډول راوړل کیږي. د ناول په اړه د کره کتونکي نظر څه دی؟ د کیسې کومه برخه یا توکی ښه و، کوم نه و ښه او وجه یې څه ده. د ناول د لوستو پر وخت او له هغې وروسته کره کتونکي څه احساس کړه ؟ ایا تاسو یې اغېزمن کړئ یا یې په خپلو کړنو او فکر، فکر کولو ته وهڅولئ؟ دا ناول هومره ارزي څومره چې مشهور دی یا هومره مشهور دی چې څومره ارزي؟ نقاد باید په ټوله کره کتنه کې د مثال او دلیل راوړل هیر نه کړي. څومره چې ادعاو سره د (ځکه) کلیمه او د ناول له منځه بېلګې راوړل شوې وي، هومره ورسره د نقد اعتبار زیاتېږي.