کور / راپور / هلمند کې د ښځو نړيواله ورځ په شانداره مراسمو ولمانځل شوه

هلمند کې د ښځو نړيواله ورځ په شانداره مراسمو ولمانځل شوه

په هلمند ولايت کې د ښځو نړيواله ورځ (د مارچ اتمه) په يو لړ مراسمو سره ولمانځل شوه، چې پکې هلمند والي حيات الله حيات، د بېلابېلو ادارو مسُولينو او سلګونه ښځو برخه اخېستې وه.

دا ځل غونډه د ولايت مقام په نوښت د نورو کلونو په توپير جوړه شوې وه، چې په پېل کې لسګونه ښځينوو خپلې ستونزې، نظرونه او وړانديزونه شريک کړل او ور پسې د مربوطه ادارو مسُولينو ورته ځواب ووايه.

د غونډې په پېل کې د ښځو چارو ريسې جميلې نيازۍ د ښځو نړيوالې ورځې په مناسبت د مبارکۍ ترڅنګ د ښځو پر وړاندې پر يو شمېر ستونزو روښنايي واچوله. د ميراث د حق نه ورکول، کورنی تاوتريخوالی، په ادارو کې ونډه او يو شمېر نورې هغه ستونزې وې، چې نوموړې يې په هکله يادونه وکړه.

ورپسې د غونډې ګډونوالو ميرمنو څخه شاوخوا ۲۱ تنو يې خپلې ستونزې او وړانديزونه شريک کړل، چې له دې جملې يې په ادارو کې د ښځو ونډې، د ښوونکو د معاشاتو پر وخت اجراء، ښوونکو لپاره د نمرو غوښتنه، له بې ځايه شويو سره د مرستو ترسره کول، د کورني تاوتريخوالي له کبله د قرباني مېرمنو لپاره د امن کور جوړول، په ناوې ولسوالۍ کې ښځينوو لپاره د ښوونځيو او کلينيکونو جوړول، د قراردادي ښوونکو لپاره د معاشونو او ورته نورې غوښتنې او وړانديزونه يې وړاندې کړل.

د ميرمنو تر ستونزو اورېدو وروسته هلمند والي حيات الله حيات خبرې وکړې او د هغو ښځو ستونزو او وړانديزونو ته يې ځوابونه وويل، چې په ولايت مقام پورې اړوند وه.

ښاغلي حيات وويل: ((ښځې د اسلامي قوانينو پر اساس د ميراث حق لري او بايد ورته ورکول شي، پدې ټولنه کې ښځينه د کورني تاوتريخوالي قرباني دي، اړينه ده چې پدې اړوند مربوطه ادارې او د ښځو په برخه کې فعاليت کوونکي بنسټونه عامه پوهاوی زيات کړي، کورنۍ بايد پر خپلو انجونو تعليم وکړي، ترڅو په اسلامي شريعت پوه او د خپل راتلوونکي روښانولو او د اولادونو د روزنې جوګه شي)).

په ادارو کې د ښځو د ونډې په هکله هلمند والي وويل: ولايتي اداره او حکومت ژمن دی چې په دولتي ادارو کې ښځو ته ونډه ورکړي، هغه خالي بستونه چې اعلانېږي، ميرمنې دې ورته نوم ليکنه وکړي او د آزاد رقابت له لارې ونډه واخلي، چې پدې برخه کې به ورته يو لړ امتيازات هم ورکول شي.

هلمند والي وويل: د ښځو د ظرفيت او وضعيت لوړولو لپاره بنسټيزو لنډمهاله او اوږدمهاله پروژو ته اړتيا ده او پدې برخه کې ولايتي اداره هڅه کوي، چې د مرکزي حکومت او نړيوالې ټولنې پاملرنه را زياته کړي.

ښاغلي حيات د ښاروالۍ او پوهنې رياستونو ته لارښوونه وکړه، چې د ښوونکو د ښارګوټي په اړه چارې ګړندۍ کړي او هم يې د پوهنې رياست ته سپارښتنه وکړه، چې د امکاناتو په نظر کې نيولو سره انجونو ته په هره سيمه کې د زده کړو زمينه برابره کړي.

هلمند والي د يوې ښځې هغې غوښتنې ته هم ټټر وواهه، چې ويل يې کتاب يې ليکلی او چمتو کړی، خو د چاپ توان يې نه لري.

پدې غونډه کې د ښاري محکمې ريس احمد جاويد وويل: د هلمند ولايت د استناف محکمه دې ته ژمنه ده، چې د ښځو اړوند قضيو په اړه په بشپړه توګه عدالت تامين او پرې چټک اجرات ترسره کړي.

د پوهنې ريس داود شاه صفاري وويل: د ښوونکو د معاشونو ستونزې حلولو، د تښکيلاتو د منظمولو، د معلمينو د ښارګوټي تعقيبولو، په ناوې ولسوالۍ کې د ښځينوو لپاره د ښوونځيو برابرولو او د قرادادي ښوونکو په هکله د راپورته شويو ستونزو د هوارۍ ډاډ څرګند کړ.

د لښکرګاه ښاروال انجینر مطيع الله بهير په خپلو خبرو کې وويل: د لښکرګاه ښاروالۍ په چارو کې د ښځو ونډې ته ژمنه ده او ميرمنو ته يې زیری ورکړ، چې په لښکرګاه ښار کې به ورته درې ځانګړي پارکونه جوړ کړي. هغه دغه راز د مشورتي شورا او پاک-زرغون ښار پروسو له لارې د ښځو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونو او د هغوی په وضعيت کې د مثبتو تغيراتو راوستو په اړه ډاډ څرګند کړ او غوښتنه يې وکړه، چې ښځې دې هم له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.

د ولايتي شورا غړي محمد کريم اتل، ديني عالم مولوي زين الله او د سولې او ډيموکراسۍ د يوشانوالي دفتر مسُولې شګوفې نورزۍ هم د ښځو پر عمومي وضعيت او ارزښت خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ، چې پر حکومت سربېره کورنۍ بايد مېرمنو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او حقونه يې ورته ورکړي.

د غونډې وروستيو کې هلمند والي حيات الله حيات د غونډې ګډونوالو مېرمنو ته نغدي ډالۍ ورکړې او د بشري حقونو خپلواک کمېسيون له لوري هلمند والي ته د ښې حکومتولۍ په چارو کې د غوره مديريت په وياړ ستاينليک ورکول شو.