کور / z_buitenland_news -- 5 / هند: په چاوْدنو كښې 16 كسان مړهْ او ګڼ شمير ټپيان

هند: په چاوْدنو كښې 16 كسان مړهْ او ګڼ شمير ټپيان

ډهلى


 دهند اترپرديش رياست دريوښارونوكښې دعدالتونو په حدودو كښې پرله پسې چاوْدنو  لـه  امله ئې  16 كسان مړهْ او ګڼ شمير ژوبل شوى دى دهندى ټى وى ترمخه چاوْدنې تيره ورځ دهندى اترپرديش رياست دريو ښارونو بنارس ، فيض آباد او لكنوْ كښې شوى دى دلومړنيو اطلاعاتو ترمخه لومړۍ چاوْدنه دفيض آباد كرمينل كورټ نه بهر شويده پوليس وئيلى دى چې دچاوْْدنې مواد سائيكل كښې نصب كړى شوى وو دغه شان نورې چاوْدنې دبنارس مقامى عدالت او دلكنوْ سول كورټ په حدود كښې شوى دى دې چاوْدنو كښې څوارلس كسان مړهْ او ګڼ شمير ژوبل شوى دى