کور / تازه خبرونه / لر افغانستان : د نن ورځي وروستي خبرونه – 17.07.2008

لر افغانستان : د نن ورځي وروستي خبرونه – 17.07.2008

پيښور ( هېواد خبر):دصوبه سرحد دتعليمي چارو وزيرسردار حسين بابك ويلي دي چې پاكستان او ايران دتاريخ او مذهب په سترو رشتو كښې سره تړلي دي او ددواړو هېوادونو ترمنځ اړيكې ورځ په ورځ نورې هم ټينګېږي دغه څرګندونې ايالتي وزير په پيښور كښې دايران له كونسل جنرل محمد اقبال على اصغري سره دليدلو په وخت وكړي  ايالتي وزير زياته كړه  چې  دسپتمبر ديولسمې وروسته دصوبه سرحد دبيا رغونې پروسه ته سخت زيان واوښت دترهګرو لخوا دښوونځيو او پوهنځيو ودانۍ په بمونو الوزولو له امله تعليمي چارې په ټپه ودريدې ايالتي وزير دايرانى كونسل جنرل لخوا د تعليم په چارو كښې دهمكارى څخه  مننه وكړه.





پيښور ( هېواد خبر): كه پاكستان دطالبانو مخه ونه نيوله نو يو اړخيزه عمليات به وكړو دامريكا دفاع وزيررابرټ ګټس ويلي  دي  چې  پرطالبانو او نورو سخت دريځو ډلو باندې فشار زياتولو لپاره پاك افغان پولې ته نږدې د پاكستان په سيمو كښې عملياتوته سخته اړتيا ده افغانستان  كښې دعملياتو لپاره به نور پوځيان واستوو په واشتګټن كښې ښاغلى ګيټس خبريالانو ته وويل   كه چرته پاكستان داورپكو دمخنيوي  لپاره فشار زيات كړى واى نودابه ښه واى بلخوا ته دامريكا دپوځ لوړ رتبه  مامور مايكل مولن ويلي  دي چې  ځمكنۍ  حقيقت دغه دى چې  پرپاك افغان پوله  باندې په لوى شمير غيرملكى جګړه ماران او اورپكى له كرښى اوړى  اوپه ترهګرو بريدونو كښې برخه اخلي دغه لړۍ بندول پكار ده د اورپكو پدغه  سيمه كښې راغونډيدل له خطر څخه خالى  خبره نده د ايتلاف نورې  دستې به دغه سيمي ته واستول  شي چې  داورپكو پرضد پدغو سيمو كښې عمليات وكړي مايكل مولن او رابرټ ګيټس ومنله چې  په افغانستان كښې  روان دطالبانو او نورو مقاومت كوونكو پرضد جګړه ډيره ستونز منه ده چې  دګټلولپاره به افغانستان ته نورځواكونه ولېږل شي خو دنورو ځواكونو ليږلو پريكړه تر اوسه نده شوې مايكل مولن  وويل چې  تيره اوونۍ په افغانستان  كښې داورپكو لخوا پر امريكا يي پوځيانو بريد ددغې خبره كره ثبوت دى چې  اورپكي  په افغانستان كښې بيا منظم كېږي.





پيښور ( هېواد خبر): په هنګو كښې په پراخه  كچه داورپكو پرضد عمليات روان دى او امنيتي ځواكونه ادعا كوي  چې  داورپكو څخه يي  ځينې مركزونه بيرته نيولي  دي  دشخصي  ټلويزون درپوټ ترمخه  دهنګوپه سيمو زرګرۍ  ، توره اوړۍ او دواّبه كښې داورپكو   پرضد عمليات  دوام لري  پدغه  عملياتو كښې ګن  شپ  هيلى كاپټر هم كارول شويدي توره ارى  او زرګرۍ  په سيمو كښې دپنځو تنو دژوبل كيدو خبر وركړل شويدى  په هنګو بازار كښې لاتراوسه ګرځنده بنديزدى  او هنګو ، ټل  سړك دهر ډول ټرافيك او تګ راتګ  پرمخ تړل شويدى.





پيښور ( هېواد خبر): دخيبر ايجنسۍ په تيرا سيمه كښې ددوو سخت دريځه مذهبى ډلو ترمنځ په روانه جګړه كښې پنځه تنه نور وژل شويدي  او 6 تنه ژوبل شويدى دواړې  ډلې ديوبل پرضد درنې وسلې  كاروي  ديادونې  وړ ده چې دلښكر اسلام او انصار الاسلام ډلو ترمنځ په روانو اوسنيو نښتو كښې تر يو سلو څلويښت زيات كسان مړه او تر دوه سوه زيات ژوبل شويدي بلخواته داوربند رامنځته كولو لپاره دجرګې  غړو خپلو هڅو ته دوام  وركړيدى.





پيښور ( هېواد خبر): قبايلي سيمه مومند ايجنسۍ كښې د طالبانو په خپل منځي جګړه كښې دقوماندان په شمول درې تنه ووژل شول  او ديارلس تنه برمته كړل شويدي دراپورونو ترمخه  دمومند ايجنسۍ په سيمه لګړو كښې تېره  ورځ دتحريك طالبان  پاكستان ډلې لخوا دشاه ډلې په نوم  دطالبانو په يوه مركز قبضه وكړل شوه اود شاه ډلې  ديارلس تنه يي برمته كړل  ددغه وروسته  ددواړو ډلو ترمنځ نښته  وشوه چى  له امله يې  دتحريك طالبان يو قوماندان نثار او د شاه دلې دوه طالبان منصور او مامور ووژل شول .   



                      


پيښور ( هېواد خبر):دصوبه سرحد د حج او  او قاف وزير نمروز خان ويلي  دي ايالتي  حكومت په ايالت كښې دامنيت دټينګښت لپاره هلى ځلى  كوي اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه  پښتنو ته ورپيښو مسئلو يواځيني حل دپښتنو يوالى دى په پيښور اّيټوريم كښې غونډې ته دوينا پرمهال ايالتي وزير زياته كړه په موجوده  دور  كښې دټولنې هر وګړي  ته دعلما دلار ښودنې اړتياده علماء  بايد د ټولنې څخه دكركې د ختمولو لپاره خپل اغيز من كردار ادا كړي  چې  كوم قوتونه امنيت خرابولو سره داسلام او پښتنو نوم بد نامول غواړو  دهغوى پرضد ديوه مثبت سوچ   رامنځته كولو ته اړتيا ده.





پيښور ( هېواد خبر):دصوبه سرحد ستر وزير او دپاكستان پيپلزګوند ايالتي صدر رحيم داد خان وايي  چې  مونږ يواځي  په بيرغونو كښې پټو ګاډوكښې دګرځيدلو يا شخصي ګټو لپاره وزيران نه يو جوړ شوي  هېواد له بحرانونو څخه خلاصولو او دبې وزلو خدمت كولو لپاره مو حكومت جوړ كړيدى دمحترمه  بې نظير بوټو دسوچ  او فلسفې  پربنسټ به  درغونې  كارونه  سرته رسولو سره  دتېر حكومت لخوا پريښودل شوې  ستونزې  هواري  كړو دغه څرګندونې ښاغلى رحيم داد تيره ورځ په پيښور كښې دضلع چارسدې  دپيپلز ګوند له يو نيم سل  كسيزه پلاوي سره دليدلو پروخت  وكړې  ايالتي  وزير  په خپلو خبرو كښې  زياته كړه دپيپلزګوند په ضد له هغه وخته سازشونه پيل شويدى چې  كله  يي  ګډ حكومت رامنځته كړ او ددغو سازشونو مقصد پيپلز ګوند كمزورى كولو سره دهېواد دخدمت  څخه  راګرځول  وو خو دعوام په همكارى سره به هر ډول  سازش  شنډ كړل شي  حكومت  داوزګارتيا او ګرانۍ مخنيوي لپاره اقدامات كوي.





پيښور ( هېواد خبر):دپا كستاني طالبانو مشر دتحريك طالبان پاكستان امير بيت الله محسود پرسرحد حكومت باندې په هنګو او سوات كښې دطالبانو پرضد عملياتو تر سره كولو تور لګولو سره له ايالتي  حكومت څخه په پنځو ورځو كښې  دننه د استعفا كيدو غوښتنه كړيده  بيت الله مسود خبردارى وركړيدى  چي موده سرته رسيدلو سره  په حكومت كښې  شاملوچارواكو په ضد عمليات پيل كيدلې شي  تيره ورځ  دبى بى سى  سره د ټليفون پر كرښه په خبرو اترو كښې  دتحريك  طالبان وياند مولوى عمر  وويل  دطالبانو دشورا غونډه وشوه چې  په هغه كښې  دبيت  الله محسود دغه بيان خپور شو دطالبانو وياند په بيان كښې  په  ځانګړې توګه  دعوامي نيشنل  ګوند  اخستلو سره تور ولګاوه  چې  دغه  ګوندنوم  په دغه خبره  دهوكه  وركول غواړي چې په سيمه كښې  امن غواړو خوپه حقيقت كښې عوامي نيشنل ګوند دخبرو اترو سخت خلاف ګوند دى. وياند زياته كړه چې  ايالتي  حكومت  دطالبانو خلاف  دعملياتو لپاره  له مركز څخه مرسته غوښتې ده اوپه سوات اوهنګو كښې يې عمليات پيل كړيدي  مولوي  عمر زياته كړيده چې ايالتي  حكومت دامن  پرنوم له خلكو رايې  واخستلې  خو دوي په امنيت  راوستلو كښې پاته راغلو ددغې پوښتنې  په ځواب كښې چې دايالتي  حكومت  دپاته كيدو يانه پاته كيدو پريكړه به عوام كوي مولوي  عمر وويل  چې  ايالتي  حكومت په امنيت  راوستلو كښې پاته راغلى  ځكه يي  استعفا  پكار ده مولوي  عمر وويل  اوسني  عمليات دسرحد حكومت  پرغوښتنه  روان دى  چې  پكښې  دسرحد وزيراعلى  دكورنيو چارو وزير او د اطلاعاتو وزير شامل دى.






 پيښور ( هېواد خبر) دپا كستان دكورنيوچارو سلاكار رحمان ملك ويلي  دي چې نړيواله  ټولنه  دي دافغان  قوماندانانو مونږ خلاص كړي پاكستان دترهګرۍ د مخنيوي لپاره هڅې كوي زما بريتانيه ته  دسفر مقصد نړۍ ته دغه باور وركول وو چې  پاكستان دترهګرۍ په ضد مثبت ګامونه اخلى پدغه  هكله هيچاته شك ندى كول پكار  دكورنيوچارو سلاكار وويل چې مانړيوالى ټولنې ته وويل چې  مونږ دافغان قوماندانانو څخه  خلاص كړي  په لندن كښې مطبوعاتى كنفرانس ته ښاغلى ملك وويل  په قبايلى سيمو كښې عمليات روان دي پيښور او باړه كښې  اوس هيڅ خطر نشته.