کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / موږ سوله او امن غواړو

موږ سوله او امن غواړو

ترپورتني عنوان لاندې نن پنجشنبه ورځ له لسو تر یوې بجې پورې د لوې پکتیا مرکز ګردېز ښار په بالاحصار کې د ســـولې او امن لپاره یوه پرتمینه غونـــډه وشوه په نوموړې غونډه کې د هیواد له ګوډ ګوډ څخه د دووزرو۲۰۰۰ په شااوخوا کې کسانو ګډون درلود چي، اکثراًله پښتون مېشتو ولایاتو لکه پکتــیا، پکتیکا، خوست، کنړ، ننګرهار، لغمان، کابل، لوګر، غزني، قندهار اوځینې نورو سیموڅخه راغلي وو داغونډه د موسسينو د شوراپه نوښت ترسره شوه په نوموړې شورا كې ۵۱ يوپېنځوس كسان گډون لري .


د موسسینوشورا لمړنۍ غونډه د روان كال دغويي د مياشتې په ۱۹نېټه چې، د مى د مياشتې له اتمې نېټې سره برابره وه په پلازمېنه کابل د لوې جرګې په کېږدۍ کې وشوه چي، هلته یې هم د ســولې او امن راوستل صرف دخبرو اومنطق له لارې څخه وغوښتل په هغه غونډه کې هم په زرګونو سوله غوښـتونکو افغانانو حضوردرلود چي، یوشمېربهرمېشتوافغان شخصیتونوهم تشریف وروړی وو نننۍ غونـــډه هم یوه بختوره غونډه وه او ټولوګډونکوونکو په یوه خوله دا ټینګارکاوه چي، موږ ســوله او بیاهم ســوله غواړو او د خبرو او وروري په فضاکې یې غواړو نه د بې ځایه زور، جګړواوناوړه وسلوپه کارونه کې چي، په نهایت کې یې ټول زوربیا هـم د هیواد له اصلي اوډېره کي توکم (پښــــــتون) څخه وزي د غونډې په پرېکړه لیک کې په زغرده له نړیوالې ټولنې او امنیت شورا څخه وغوښتل شول چي، زموږ کړېدلي ولـــس اوهـیواد ته د سولې او امن لپاره رښتیني اود پام وړګامـونه واخلي او د بن د کنفرانس دوهمه غونډه په جرمني کې دایره کړي ترڅود بن د کنفــــرانس هغه دردونکې تشې پکې ډکې شي کومو چي، زموږ ولس ته د سولې او امن په ځای ساندې او ویرونه راوړل .


يادونـــــــه:


دپورتنی خبرپه رارسېدو سره موږ د جرمني په بایرن ايالت کې دافغانانو دکولتوري ټولنې یوه بېړنۍ غونډه راوغوښته چي، د ګردېز له نننۍ غونډې څخه مو په پوره همغګي ملاتړ وکړ او دا مو هم لازمه وګڼله چي، ښاغلی حامـدکرزی دې ته وهڅوو چي، نورد ســولې تش په نامه کمیسیون د کوم مشري چي صبغت الله مجددي کوي منحل کړي ځکه چي، بې له مصرف او سـواستفادې څخه نور څه د پام وړ خومجددی صاحب ونه کړل هغه بودجه چي هغه کمېســیون ته ورکول کيږي هغه دې دموسـسینو شوراپه اختیارکې ور کړل شي تر څودسولې او امن پروسه لا پسې ګړندۍ کړي د یادولو وړ ده چي، د موسسینو شورا زموږ د ګران هیواد په ګوډ ګوډ کې د نننۍ غونډې په څېرورته غونډې په پام کې لري .


پاکه ربه سوله او امن مو په برخه کړې