کور / راپور /  داروزګان والي: علماء دي د سولي په راوستلو کی خپل مسؤوليت ادا کړي.

 داروزګان والي: علماء دي د سولي په راوستلو کی خپل مسؤوليت ادا کړي.

په ارزګان کې د شته ستونزو د هواري په موخه د والي ښاغلي محمد شفیق اسدالله سعید په مشرۍ د امنیتي سکتور د مسولینو، قومی مخورو شورا او د دیني عالمانو ګډه ناسته ترسره شو.

د یادي غونډي په پیل کې والي ښاغلي سعید په ارزګان کې د شته ستونزو د حل لپاره قومي مشران یووالي ته راوبلل او پر دیني عالمانو یې غږ وکړ، چې په افغانستان کې د روان کړکیچ د ختمولو په موخه د سولي د راوستو په برخه کې خپل رسالت پرځای کړي.

قومي مشرانو بیا د ارزګان پر شته امنیتي او نورو ستونزو خبري وکړي او د یووالي لپاره یې د ولایتي اداري هڅي وستایلي، قومي مشرانو د امنیتي سکتور له مسولینو سره د ولایت په کچه امنیتي ستونزي نیغ په نیغه شریکي او د حل  غوښتنه یې وکړه.

دیني عالمانو هم د ارزګانې وکړو ستونزو ته اشاره وکړه او د ولایتي اداري سره یې د سولي په برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

یادي شوراګاني د والي ښاغلي سعید په نوښت د ارزګاني وګړو د ستونزو د حل په موخه  یوه اونۍ وړاندي جوړي شوي، چې هره شورا تر 50 کسانو پوري غړي لري، دا د قومي مشورتي شورا او د دیني عالمانو د شورا دویمه ناسته وه، چې د هری اونۍ په پای کې د والي او نورو اړوند مسولینو سره د ستونزو د حل په موخه ناستي کوي او په دې برخه کې مسولینو ته سلاء مشوري ورکوي.