کور / راپور / په اروزګان ولايت کي د څه باندي 7 میلیونو افغانیو په ارزښت 7پروژې پيلېږي.

په اروزګان ولايت کي د څه باندي 7 میلیونو افغانیو په ارزښت 7پروژې پيلېږي.

د ارزګان والي ښاغلی محمد شفیق اسدالله سعید نن په مرکز ترینکوټ کې د (7) متوسطو پروژو بنسټ ډبري کیښودلي، په دغه پروژو کې یو استنادي دیوال او د کلیوالي سړکونو د جغل اچوني شپږ پروژي شاملي دي.

دغه پروژي د کلیو پراختیا ریاست په چوکاټ کې د ولسي تړون د پروګرام له خوا پلي کیږي، چې تر راتلونکو (3) میاشتو پوري به یې چاري بشپړي او ګټي اخیستني ته وسپارل شي.

والي ښاغلي سعید د پروژو د بنسټ ایښودلو په مراسمو کې ولسي خلکو ته وویل، یادي پروژي ستاسي له لوري وړاندیز او ستاسي په خوښه انتخاب شوي، نو اړینه ده، چې له چارو یې ښه څارنه وکړئ، ترڅو په عالي کیفیت سره ورغول شي او په دې برخه کې مو کلیوالي ستونزي تر یوه بریده حل ومومي.

ځایي اوسیدونکو د دا ډول پروژو، چې کاری فرصتونه برابروي او د خلکو د اړتیاو په پام کې نیولو سره پلان او عملي کیږي خوښي څرګنده کړه او په راتلونکې کې هم د دا ډول پروژو د دوام غوښتنه وکړه.