کور / د ډيورنډ کرښه / قبايلي مشران: د پښتون ژغورني د غورځنګ ملاتړ کوو

قبايلي مشران: د پښتون ژغورني د غورځنګ ملاتړ کوو

په جنوبي وزيرستان کي پاکستاني چارواکو له پښتنو مشرانو غوښتي چي د پښتون غورځنګ د هلوځلو مخه ونيسي.

خو پښتانه مشران وايي، د منظور پښتين په مشرۍ د پښتون غورځنګ د ملاتړ ترڅنګ به د همدې غورځنګ د ګډونوالو د بيا راستنېدو پروخت د هغوی تود هرکلی وکړي.

دا مهال پښتون لاريونوال د لري پښتونخوا په کوټه کي دي چي سبا به يوه ستره غونډه راوبلي.

تردې مخکي د پښتون ساتني غورځنګ مشر منظور پښتين په ږوب کي يوې غونډي ته ويلي وو چي پاکستاني چارواکي د همدې غورځنګ د مخنيوي لپاره بېلابېلي ستونځي ايجادوي. او د کوټي د غونډي د مخنيوي لپاره هلي ځلي کوي.

د جنوبي وزيرستان په واڼه کي پاکستاني حکومت د احمدزو له قبېلې غوښتني ترڅو د پښتون غورځنګ د هلو ځلو مخه ونيسي، په همدې موخه حکومت د احمدزو د ۸۰ مشرانو يوه جرګه رابللې ترڅو د پاکستاني حکومت غوښتني په ومني خو د يادي جرګې له مشرانو يواځي ۴ تنو د پاکستاني حکومت غوښتنه منلي او پاتي ۷۶ مشرانو د پاکستاني چارواکو دا غوښتنه رد کړې ده او د پښتون شاتني د غورځنګ ملاتړ ئې کړی دی.