کور / راپور / په ننګرهار کي د یوې میرمنې په ګډون ۳ انسان تښتوونکي ونیول شول

په ننګرهار کي د یوې میرمنې په ګډون ۳ انسان تښتوونکي ونیول شول

 چارواکي وایي،د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار په مربوطاتو کې د مروري په نوم یوې ډاکټرې له کتځای څخه یې تښتول شوی د اته میاشتو ماشوم د تښتوونکو له منګولو ازاد او په تور یې د یوې میرمنې په ګډون ۳ انسان تښتوونکي نیولي. د دې ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، د ملي امنیت مؤظفینو له لورې د عملیاتو په ترڅ کې د یوې میرمنې په ګډون ۳ انسان تښتوونکي ونیول شول او یوه اونۍ وړاندې په جلال اباد ښار کې د ډاکټرې مروري معاینه خانې څخه تښتول شوی شاوخوا اته کلن ماشوم یې د دوی له منګولو ازاد او خپلې کورنۍ ته وسپاره . نوموړی زیاتوي یوه اونۍ وړاندې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند بسم الله صحت پلازې کې د ډاکټرې مروري ساپۍ له کتنځای ( معاینه خانه) څخه د حمزه په نوم د شاخوا اته میاشتو ماشوم تښتول شوی وو. د خوږیاڼي په وینا د ملي امنیت مؤظفینو د هلو ځلو په ترڅ کې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې په بیز اکمالاتي سیمه کې د یوې میرمنې په ګډون درې انسان تښتوونکي ونیول شول او د تښتوونکو له منګولو یې یاد ماشوم ژوندی تر لاسه او خپلې کورنۍ ته وسپاره . د یاد ماشوم پلار زرغون د ملي امنیت زړورو منسوبینو څخه مننه وکړه،چې معصوم ماشوم یې ورته د تښتوونکو له منګولو روغ رمټ وژغورو او دوی ته یې د سپارلو ترڅنګ انسان تښتوونکي هم ونیول .