کور / اقتصادي / په ترینکوټ کې د (19) میلیونه افغانیو په ارزښت استنادې دیوال جوړیږي

په ترینکوټ کې د (19) میلیونه افغانیو په ارزښت استنادې دیوال جوړیږي

د ارزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید د ترینکوټ په شمالي برخه کې د یو استنادې دیوال د پروژي د بنسټ ډبره کیښوده.

 په یادو مراسمو کې مرستیال والي ښاغلي عبدالواحد پټان، د کرني رئیس ښاغلی زلمی الکو او یو شمیر نورو حکومتي مسولینو ګډون کړی وو.

دغه استنادې دیوال (1010) متره اوږدوالی، 2 الی 3 متره لوړوالی او (1) متر سور لري، چې (19) میلیونه افغانۍ لګښت پري راځي، او د حکمت خلیل رغنیز شرکت له خوا به د (8) میاشتو په موده کې ورغول شي.

په دغه پروژه کې به (120)  تنه کار کوونکو ته د کار برابره او د دې استنادې دیوال په رغوني سره به تر (300) هکتاره پوري زراعتي مځکه د سیلابونو څخه خوندي شي.

د یادي پروژی مالي لګښت د (UNDP/GIF) له خوا ورکول کیږي او د کرني، مالدارۍاو اوبو لګوني ریاست تر چتر لاندي عملي کیږي.