کور / خبرتیا او پيغامونه / افغان لاريون / کابل پرلت

افغان لاريون / کابل پرلت

د پښتونخوا د خلکو لانګ مارچ څخه د کابل تر څنګ په بېلابېلو ولاياتو کې د ولسونو پراخ ملاتړ نه يواځې د پښتونخوا خلکو ته لویه حوصله ورکړه بلکې په افغانستان کې يې هم د خلکو ترمنځ د تحرک يوه لويه څپه راپورته کړې.

د همدې تحرک په پام کې نيولو سره مونږ د بېلابېلو غونډو په نتيجه کې دې پايلې ته ورسېدو چې نور ازاد افغان ولس هم باید د پاکستان د ترهګرپالونکي مخ بربنډولو لپاره او د هغو جنګسالارانو په وړاندې چې نظام له دننه کمزوری کوي، راپورته شي. مونږ به نړۍ ته دا ښايو چې د ترهګرۍ ځالې د افغانانو په کليو کې نه دي بلکې په اسلام اباد کې دي، او د افغانستان داخلي بې ثباتۍ لوی لامل له قانون څخه ځان پورته ګڼونکي جنګسالاران دي.

مونږ به خپلې غوښتنې د يو لانګ مارچ په بڼه له بېلابېلو ولاياتو پيلوو او د کابل په لورې به حرکت کوو او همدلته به بيا پرلت پيلوو. زمونږ عمده شعار د ترهګرۍ او لنډغرۍ مخالفت او د ملي يووالي او سولې ملاتړ دی.

زمونږ غوښتنې:
مونږ له نړيوالې ټولنې غوښتنه کوو چې پر پاکستان دې د ترهګرۍ جوړوونکي، پالونکي او تسهيلوونکي هېواد په توګه بندېزونه ولګوي او د ترويزم پالونکو هېوادونو په تور لېست کې دې واچوي. نړيواله ټولنه او په سر کې يې امريکا به نوره يا زمونږ سره درېږي يا له ترهګرپالو سره.
مونږ پر طالبانو غږ کوو چې د سولې وروستي بې ساري دعوت ته دې ښه راغلاست ووايي او نور دې له هغه جنګه لاس واخلي چې ګټه يې يواځې زمونږ د ګران وطن دښمن ته رسي.
مونږ ټولو جنګسالارانو ته ګواښ کوو چې نور دې د نظام دننه د نظام له کمزوري کولو لاس واخلي او د ملي پروسې حمایت دې وکړي، که نه نو د نظام دښمني به د ولس دښمني وي.

مونږ به خپل پرلت ته تر هغې دوام ورکوو تر څو زمونږ غوښتنې نه وي منل شوې.

وخت او ځای: د غازي سټېډيوم مخه، ۳بجې، د حوت ۲۵مه
اړيکې: 0766979703 – 0703131626

تل دې وي افغانستان
وطن پالونکی غورځنګ